دافغانستان لپاره اقدامات

د لراوبر اداره | دسمبر 23rd, 2007


د نړی داوسنی سېاست په نظرکښی نېولو سره چی کله موږ دخپل هېواد دبادنۍ ستونزو ته ګورو نو باېد افغانستان نور له دودېز غبرګون څخه وړاندی قدم پورته کړی او هغه داچه باېد دافغانستان امنېتی ځواکونه دترکی او نورو هېوادونو غوندو دخپلو مخالفېنو تعاقب پخپله وکړی . نن دپښتنونخوا قباېلی سېمی دافغانستان ددولت او خلکو ددښمنانو په اډو اوښتی دی موږ باېد دامرېکی او ناټو اود پاکستان دنازړه فوځی اقداماتو په تمه نه واوسو . اوس ټوله نړی او دسېمی او افغانستان ټولو وګړو ته داپه ډاګه شوه چی دمصېبت جرړی په پاکستان کښی دی نه په افغانستان کښی ،افغانستان ېوځی قربانی دی  نو په داسی حالاتو کښی باېد افغانستان نړی ته داپه ګوته کړی چی دخپل هېواد نه داور په ډګر بدلولو نور څه نه تر لاسه کېږی اړېنه ده چی دفساد اډه په نښه شی .



نړی ته به لدی سېمو خطر په دوهمه درجه کښی وی افغانستان ته لدی ځای خطر په لومړی درجه کښی دی . دنېا باېد دپاکستان دغبرګون مخه په کلکه ونېسی او دافغانستان پوره ننګه وکړی پدی سېمه کښی عملېات تر بر هر هېواد افغانستان ته ډېر اړېن دی او هم دافغانستان داوسنی نړېوال سېاست لمخی حق جوړېزی .



له خپل کمزوری پوزېشن نور افغانستان ته وتل پکار دی ددی تارېخی دښمنانو په وړاندی جنګ او لدی لاری دافغانستان خوندی توب زموږ لپاره اړېن دی امرېکا او ناټو که پدی اقداماتو کښی دافغانستان دخلکو ننګه ونکړی نو موږ ته ېی فوځی حضور نور څه په ګټه دی . خدای شته چی  نور مو په مېرانشا او واڼه کښی نه دافغانستان دملی اوردو په موټرو کښی د ای اېس آی د ناجاېزه اولادونه ببرسری لېدل له وسه کېږی او نه مو په ډاګه ددی بې زمېرو هغه اعلانونه چی موږ خو په افغانستان کښي جېېاد ( جهاد ) کوو پاکستان دی موږ نه تنګوی .



زموږ قواوی به هرو مرو وداډول اقداماتو ېا په بله اصطلاح دغلېم پر وړاندی داقداماتی ګام داوچتولو لپاره په ډېر لوړ او عالی مورال سره د مقابلی ډګر ته ورودانګی . له بل لوری به دسېمی خلګ دامرېکاېی او ېورپی ځواکونو پرځای دافغانی قواوو ستره ننګه وکړی ، او هم به دملی سربازانو تر څنګ دافغانستان وګړی په ډېره ملی ولوله ودرېږی . لدی سره نه ېواځی چی دافغانستان اوسنی امنېتی ستونزی له بېخه سمی شی بلکه دافغانستان خپل تارېخی موخی به هم په ډېره اسانی سره دنړی دسېاسی او فوځی همکاری په شتون سره ترسره شی . افغانستان دی دپښتونستانی شورواېانو په شوراګانو او ددوی دمنافقت په چال چلند نوره خپله سرماېه نه خرڅوی چی هم افغانستان خوری هم ای اېس آی . دی غلام صفته خلقو بېا کابل ته مخه کړی او په خپله مو ځېنی اورېدلی دی چی مړه په کابل کی به څه جوګاړ موګاړ ولټوو مړه دډالرو باران دی .
 
لېک : له هېواد نه دباندی بلا په نس کښی دافغانستان ېو بچی 

Copyright Larawbar 2007-2024