کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / زموږ پر ټولنه دمابعدالطباتې(غېرساېنسي) افکارو سېوری

زموږ پر ټولنه دمابعدالطباتې(غېرساېنسي) افکارو سېوری

هره عقېده او فلسپه چی افادت او معقولېت له لاسه ورکړی هغه عمومی مقبولېت باېلی . ځکه خو هرشی چی محبوب وی هغه اصلا مفېد وی او هر منفور شی اصلا مضر وی ، پاېله ېی داچی هر محبوب مفېد وی او هر مضر منفور .


نن ورځ زموږ دټولنی ټول کړه وړه ، سېاستونه ، کاېناتی مشاهدات او تغېرات ، ادبی او فرهنګی چاری ورځنی وړی پرېکړی او اټکلونه ټول تردی غېر معقولو عقاېدو لاندی  ترسره کېږی . ژوند هغه شتمنی ده چی دانسانی ژوند دټولو بدنی او فکری خوځښتونو بنسټ تشکېلوی  . پردی ښکلی نړی ددی کاېناتی حقېقت بقا او ژغورنه نژدی دهر انسان لپاره ېوه تل پاتی سوالېه نښان دی .


موږله نورو انسانانو سره ېوځای ددا ډول انسان شموله سوالونو ته دحل دلټی جوګه نه ېو .  ددی لوېی ستری انسانی مسلی په وړاندی هم زموږ اعتقاد د نېم مذهبی نېم عقلی او نېم علمی ( ساېنسی)  فکری  تضاداتو نه ډک دېومعجون مرکب غوندی غبرګون ښکاری .  لکه دنورو پورتنی مساېلو په اړوند .


دساېنسی اعتقاد بنسټ تجربه او مشاهده ده . دساېنس له بنسټېزو اعتقاداتو څخه ېوه عقېده داهم ده چی کاېنات( ماده ) له عناصرو او عناصر له اېټمونو جوړشوی دی . هرعنصر بېل خاصېت لری ، دبېلګی په ډول ېو شی اوسپنه ده بل شی اوبه او غازات دی ېو شی ته خاوره وېل کېږی بل شی ته اور وېل کېږی ېو شی دورېښمو په ډول نرم وی اوبل شی بېا دلرګی او کاڼی غوندی کلک وی ، ددی شته طبعی او مصنوعی عناصرو ترمنځ دخاصېتونو دتوپېر لامل اصلا ددوی په جوړښتی زرو ( اېټمونو ) کښي توپېر دی .


هغه توپېر د سټېبل او انسټېبل اېټمونو په مدار کښي دقوه جازبه او قوه انشراح په وسلو سمبالو وړانګو ( الېکټران او پروټان ) په تعداد کښي دتوپېر له امله دی . که په ځېنو اېټمونوکښی د الېکټرانونو او پروټانو شمېر لس لس وی دهغو نه  جوړ عنصر کښی به ېو ډول خاصېت و لری او که په بل ډول اېټمونو کښي د همدی وړانګو تعداد شل شل وی نو دهغو نه دجوړ عنصر خاصېت به لازما بېل وی .


داېټم په منځ  ( نېوکلس) کښي ېو ډول ماده چی نېوټران ورته واېی وجود لری تر ډېره وخته دساېنس دانانو دا عقېده وه چی دا لوېه بې حرکته جامده ماده ده چی شاوخوا داېټم مدار ورنه چاپېره دی ، خو نوی تحقېق دا وښوده چی له نېو ټران سره هم په مدار کښی دننه ېوه بله وړانګه چی فازېټران دی په ېوغېر محسوس انټر اکشن بوخت دی . لکه دمدار پر سر چی په کوم انټر اکشن الېکټران او پروټان بوخت دی . ددی وړانګو او انواراتو حرکت په ېوه سکنډ کښي ۱۸۶۰۰۰ کلو مېټره ده ، ددی حرکت اندازه به په ېوه ساعت او باالاخر په ېوه کال کښي څومره وی ، ودی کال ته نوری کال وېل کېږی ، اصلا کال دوخت دپېمانی لپاره دی نه دمصافت لپاره دانوری کال هغه کال دی چی له مځکی نه دلری پرتو ستورو دمسافت لپاره پکارېږی  .


دمدار پر سر دالېکټران رفتار په محوری شکل وی ، خو چی کله د فشار په نتېجه کښی له مداره ازاد شی نو بېا دی حرکت په عمودی ډول دڅپی او  وېوز په شکل کښي کوی .


ساېنس واېی چی الېکټران نه پېداکېږی او نه فنا لری . دساېنس دوه ډوله دی ېو تېورېکل ساېنس او بل پرېکټکل ساېنس دی . په تېورېکله توګه دا سوال راولاړېږی چی بېا دا الېکټرانونه چی اېټم او له اېټمونو عناصر او له عناصرو کاېنات تشکېل شوی دی اخر له کومه راغلی دی او د وېوز پر ځای پر ېوه محوری حرکت چا مجبوره کړی دی  . ددی لپاره ځېنی تېورېکل ساېنسدانانو دقانون اتفاقېاتو مفروضه وړاندی کوی .


کله چی ددی نظرېی وخت موږد کاېناتو د پېداېښت له ساېنسی اندازی سره پرتله کړو نو بېا ېا قانون اتفاقېات او ېا هم د کاېناتو د تشکېل د نېټی اندازه باطلېږی . چی لوی بحث غواړی .


ځېنی واېی چی په مجموع داټول کاېنات ېوی لوې انرجی په غېښ کښی نېولی دی او هغه ته سپرانرجی واېی ددوی په نظر دا هغه قوت دی چی په مذهب کښي ورته خالق کاېنات واېی .


او زېاتره ساېنس دانان د  لاسټ تری منټس  دنظرېی منونکی دی چی واېی د کاېناتو دتشکېل وجه په کاېناتو کښي دېو انفجار رامنځ ته کېدل دی .دوی د شمسی نظامونو او بېا د کهکشانو دپربېلو لورو دنه درېدونکی سفر له مشاهدی وروسته دا واېی چی له دی حرکته دا مالومېږی چی کاېنات په لومړی سر کښی سره راغونډه بڼه درلوده ، ددی چاودنی له امله پر بېلو سمتونو روان شو چی تر اوسه پوری له بېلو شمسی نظامونو څخه د جوړو کهکشانو په شکل کښی دا حرکتونه دوام لری چی په کروړونه کلونه په بر کی نېسی .


دکاېناتو دفنا هم داډول ساېنسی مفکوری شته چی ممکن ېوه ورځ له نورو کهکشانونو څخه کومه لوېه سېاره چی زموږ تر ځمکه په لکونو واره ستره ده زموږ و شمسی نظام ته را ننوځی او له ځمکی سره وجنګېږی . چی په پاېله کښی به ېی زموږ کاېنات دهستی له دی محور ولوېږی او زره زره به شی . ځېنو خو ېی لا وخت هم په نښه کړی دی ، چی ېواځی تېورېکل اندازی دی ، خو ددوی په آند انسان به تر هغه خپل داوسېدلو بندوبس په نورو کورو کښی کړی وی .


دانسان دمرګ او راروانو حالاتوپه اړه چی څه وېل کېږی هغه دادی چی دانسان دبدن دلومړنی جوړښت اجزا  ډی اېن ای  هېڅ کله او په هېڅ ډول شدېد حرارت او برودت کښی خپل اصلېت له لاسه نه ورکوی ، چی دانسان دژوند ټول رېکارډ پکښی خوندی دی .


 همدارنګه دانسان ددېماغ وروستنی برخه چی لاشعور ورته وېل کېږی ممکن په ېو ډول تل پاتی وی دا هغه جوپه ده چی دانسان ټول ېاداشتونه ساتی . دانسان دبدن خولېات او په هغه کښي دجن او ډې اېن ای وجود او بېا دهغو په جوړښت کښی چی له څه شی تشکېل شوی دی  هرڅه اوس ښکاره دی .


دانسان دحادېثاتی او تبعی مرګ د څرنګوالی او مخنوی په اړه څېړنی روانی دی . دانسان دبدنی  جوړښت دلومړنی جز  ډی اېن ای   د سفر انټراکشن ( برعکس تګ ) چی له وړوکوالی وه سپېږېر توب ته سفر کوی، دوهم سفر چی له سپېنږېرتوب نه وځوانی ته راکېږی هم ممکن دی .  پردی تجربو ګڼ فلمونه جوړېږی ، خو لا داړېنی ټېکنالوجی نشوالی اوټولنېزو سېاسی مسلو ددی څېړنو مخه نېولی ده . 
 
اوس مهال زما مقصد د کاېناتو او انسان دبقا او فنا له تصور څخه دساېنس او مذهب له اندازو او بېا زموږ له توهمات څخه پرده پورته کول دی  .


اصلا په مذهب کښي دکاېناتو او انسان د پشپړه فنا او نسېا منسېا کېدلو عقېده نشته . دانسان په وړاندی د مذهب تصور دادی چی دانسان دری ژوندونه دی ېو دنېاوی ژوند دوهم دعالم برزخ ژوند او درېم د اخرت عمر چی ناپاېه دی .


ساېنس هم دېو شی په کلی توګه دفنا ندی قاېله  او ېواځی دعناصرو له ېوه بل ته د اوښتون او دخپل شکل دتغېر قاېله دی ېعنی تغېرات راتلل او له ېو حاله بل حال ته اوښتل ېو عادی حرکت دی کله ېو شی په ظاهره ېونه لېدل کېدونکی شکل غوره کړی هغه شکل هم دفنا په معنی ندی .


اوس د کاېناتو اوانسان د فنا ېا په بل عبارت د شکل اړولو سره سره ددی کاېناتو او د انسان دبقا لپاره ساېنس تر دی دمه داسی ېو جامع او عملی تېوری نده وړاندی کړه اوهم ېی هغه ټکنالوجی نده اېجاد کړه چی دا ډول سوالونو ته ځواب وواېی  البته ساېنس د ېو شی پر ناممکن توب عقېده نلری . او لکه دکلوننګ ټکنالوجی غوندی ېوه ورځ به دداسی ډول سوالونو دځواب په موخه خپلی تجربی پکار واچوی .


لدی ټکی پرته نور داسی ښکاره څېزونه ده چی هره ورځ تر سترګو کېږی لکه د لمر طلوع او غروب ، پدی کښي زموږ د رواېتی علماوو نظردی چی غروب لکه قرآن چی دذولقرنېن په واقعه  فرماېی چی ( حتی تغرب شمس ) او ( وتغرب فې عېن حمېته ) دی . بله مانا نلری . چی ساېنس هېڅ کله په هېڅ وجه ددی قاېل ندی ، چی لمر غوندی له ځمکی نه دومره په سلګونو واره لوېه کوره دی په کوم چېنه ېا خوړ کښی ډوب شی .


دلته چی داسلام کوم اصل او قانون ده علماوو ته پکار دی چی ځان ورنه خبر کړی لومړی باېد دطلوع او غروب په اړه او ددی ټکو دمعانېو په تعېن کښی له اجتهاده کاره واخلی ولی کله چی نص له مشاهدی او تجربی سره پښکاره په تضاد کښی راشی باېد په نص کښي تاوېل راوستل شی ولی چی مشاهده هېڅ ډول تاوېل نه قبلوی . قوه روېت دانسان له هغو قوات خمسه وو څخه دی چی دشرعی ډېر مساېل ورپوری مربوط دی او دمعقولېت لوی اساس دی .


او معقولېت داسی شی دی چی شرعی ټول مکلفېت تړاوو ورسره لری . دنابالغ تصور او د لېونی د مرفوع القلم اصل په اسلام کښی دشرعی دمکلفېت لپاره  دسالم عقلېت دشتون  په معنی ده .
دوهمه د قلب دمعنی او مقام په اړه ده چی ځېنی نېم خوانده وګړی اوس هم پدی عقېده دی چی دقلب مقام دسېنی پر سر دی او دټول تفکر او اعتقاد او د رد او قبولېت مقر دی ، چی ساېنس دا مسله هم په ډېر شدت سره ردوی او دا واېی چی زړه ېواځی د وېنی له پمپولو بله دنده نلری . حتی دحېوان زړه هم انسان ته لګول کېدی شی . باېد علما ددی اشکالاتو په وړاندی چی دقلب ځای (مقر) سېنه ده که دماغ هم خپل اجتهادانه صلاحېت پکار واچوی .
 
بل هم داسمان وجود او داسمانی بروجونو مسله ده. په لومړی سر کښی علماوو و سپوږمی ته دانسان ختل له نصوص شرعه وو څخه باطل اعلان کړی وو او دمسلمان لپاره ېی ددی خبری منل داېمان زېان باله وروسته بېا چی دا خبره تواتر ته ورسېده دوی غلی شول .


اوس هم دوی دځمکی کوروی شکل ، او دکوری هر لوری ته لوړد ېو لامحدودی فضا او خلا شتون نه منی . خو دمصر ځېنی علما اوس دا تاوېل کوی چی ( کل مافوق فهوسماً ) هر لوړ لوری ته سما وېل کېږی .
د ډول ددی لوېو مسلو له وجی زموږ نوری وړی اوغټی دجهالت او کم علمی له وجی بی توجېه پاتی دی . باېد هر شی دساېنس نه مشاهداتی او تجرباتی عمل سره پرتله کړو ، که په ښکاره د مذهب له کوم اصل سره په ټکر کښی شی دا به ګڼو چی ددی وجه دعلماوو کمزوری ده چی دانسانو له قتله ندی وزګار او اجتهاد چی تر قېامته ېی دروازه خلاصه ده دوی پرېاېښی دی . چی  دعلما اصلی دنده ده ، داجتهاد له لاری دوی له زمان سره سم دالفاظو نوی موخی او ترجمی ټاکلی شی . ځان وژونکی حملی رواېت پېداکولای شی دومره لوی اجتهاد کېدی شی ولی په نړی داوسنی انسان لپاره دراولاړو شوو ذهنی سوالونو لپاره نه ځواب درک لری او نه اجتهاد . نن موږ دکفارو له مذهبی عقاېدو وېره نده پکار دعغوی دعقاېدو له منځه اسلام رشد کړی دی او دوی ته ېی شکستونه ورکړی دی نن موږ ته ددوی دساېنس انکشاف له لاری درامنځ ته شوی ټنکنالوجېکل افکارو او ددوی له اقتصادی ځواکه څخه خطره ده .


باېد دېنی علما او طلبا نور دمسند او هجری له خېالی دنېا څخه دعمل په دنېا کښی قدم کښېږدی داسلام دامن اوسوکالی ، او دانسان پروری اخلاقی ارشاداتو په روښانه کولو سره  خپل ملی او دېنی مسولېت له غاړی واړوی . زموږ د ازادی په تحرېکونو کښی علماوو دقاېد رول لوبولی دی .اوس هم پدوی کښی قاېدانه صلاحتونه شته خو چی دمثنتی لاری نه دهېواد اونړی په دی نازکو حالاتو کښی دانسان دافادت او نېکمرغی لپاره دعمل مېدان ته راودانګی چی داکار عېن داسلامی ارشاداتو روح او نهاېی غاېت دی .
دهغو خپل سرو طالب ډوله وحشېانو مخه ونېسی چی دمذهب په توره دمسلمانو سرونه  دوطن او هېواد لپاره دخمت په ګناه غوڅوی او له هغو مناظرو څخه وېډېو ګانی جوړوی او له خپلو بادارانو او دهېواد له دښمنانو څخه پری انعامونه او چندی اخلی .


ېواځی دسرغوڅولو مناظر ښکاره کول خپل ځان او خپل شرعی صلاحېت ، حېثېت او همدارنګه دهغو خلګو  جرم او اعتراف نه ښکاره کول ېواځی دخپلو شېطانی ترانو په درز کښی دمومن پر سر پرېکولو تکبېرونه وېل ددوی جهالت او کفر ښکاره کوی . نن ددوی داعمالو له وجی ملا اوطالب چی زموږ په  ټولنه کښی به دامن او دصلحی سمبول وو او خلګو به خپلی لانجی ورباندی حل کولی اوس دبدامنی دشېطان او په هېواد کښی داداری پساد او دحالاتو دنه سمون سمبول او سبب ګرځېدلی دی.  


دولت ته هم پکار دی چی دعلماوو لاس ونېسی  او خپلو مسولېتونو ته ېی متوجه کړی . ددوی دفکری استعداد ترقی او ودی لپاره لاره هواره کړی نه ېواځی داچی دا کار دهېواد دامن او استحکام لپاره اړېن دی بلکه د دالله درضا او خوشنودی سبب هم کېدی شی .


زوړ دهوجری د درس نظام چی ددېوبند علماوو لاپخوا دمدارسو په شکل کښی بدل کړی دی چی تر اوسه دخپل هېواد اوعالم اسلام په خدمت بوخت دی باېد دلته هم داسی وشی . د هجری دخودسره ژوند پر ځای دېنی طالبان د مدارسو و منظم ژوندته راوستل چی دا پخپله ددوی دنفسېاتو سره سم ېو لوی تغېر دی .


وروسته  په ډېر خلوص او تدبېر سره باېد دموجوده دېوبند د مصر دجامعه الاظهر او دجامعه المدېنه منوره په همکاری دمدارسو په تعلېمی نظام کښی مثبت بدلنونه راوستل شی  .


Amanullah_halime@yahoo.com