کور / تازه خبرونه / قانوني: دغلاوو تور یوازې محض درواغ بولم.

قانوني: دغلاوو تور یوازې محض درواغ بولم.

دافغانستان دولسي جرګې مشر یونس قانوني تیره ورځ چې کابل ته له لندن نه راستون شو، خبري رسنیو ته یې وویل چې په ده باندې کوم خبر خپور شوې یوازې محض درواغ دي، قانوني وویل چې یو شمیر کړۍ په سختو کلمو غواړي ځیني جهادي شخصیتونه بدنام کړي، هغه وویل چې دا یوازې شایعه ده نور هیڅ ندي.
داختر په ورځو کې دکویټ تلویزیون داسې خبر خپور کړی وو چې له مخې یې ویل شوي وو چې دافغانستان دولسمشر مرستیال احمدضیا مسعود او یونس قانوني د دبۍ په هوايي ډګر کې له پنځلسو ملیونو ډالرو سره نیول شوي دي، په لومړي سر کې خبر داسې وو چې دوی دواړه له مخدره موادو سره نیول شوي چې دا خبر بیا رد شو.
لاتراوسه ددې خبر په اړه مرستیال ولسمشر احمدضیا مسعود کوم غبرګون ندی ښوولی، دپارلمان مشر یونس قانوني چې دبریطانیا له پارلمان نه لیدنه کوله تیره ورځ بیرته کابل ته راستون شو، نوموړي وویل چې پدې سفر کې دافغانستان دپارلمان له کړنو نه خوښي څرګنده شوې ده.