کور / تازه خبرونه / یوه ښځه په چادرۍ کې له بمونو سره نیول شوی.

یوه ښځه په چادرۍ کې له بمونو سره نیول شوی.

دافغانستان په ختیځ کې دننګرهار په مرکز جلال اباد کې یوه ښځه چې چادري یې په غاړه وه، له بمونو سره یوځای نیول شوې، داستخباراتو ځینو سرچینو خبري رسنیو ته ویلي چې دا ښځه دکنړ ده او پنځه پنځوس کاله عمر لري، چارواکو ویلي چې دی غوښتل ځان والوزوي او ځانمرګی برید ترسره کړي، داستخباراتو په وینا دا ښځه دمعلوماتو په اساس نیول شوې او له کنړ نه تر جلال اباده تعقیب شوې، له هغې سره په ځان کې ویل کیږي واسکټ هم وو کوم چې دمعمول په توګه ځانمرګي بریدکونکي یې اغوندي. په کنړ ولایت کې داستخباراتو یوه چارواکي چې نه یې غوښتي نوم یې واخیستل شي رسنیو ته ویلي چې دې ښځې له طالبانو سره تړاو درلود او دوی ېې په وړاندې رپورټونه هم لري. دا لومړی وار دی چې په افغانستان کې ښځه له بمونو سره له چادرۍ لاندې نیول کیږي.