کور / تازه خبرونه / څلورملکي وګړي په دوو چاودنو کې وژل شوي.

څلورملکي وګړي په دوو چاودنو کې وژل شوي.

دکندهار ولایت په شاه ولي کوټ ولسوالۍ کې یو بم چاودنې هغه مهال دوه ملکي وګړي ووژل کله چې ددوی موټر په یوه خښ کړل شوي ماین ور وخوت، دکندهار ولایت یوه امنیتي چارواکي محمد عمر رسنیو ته ویلي چې پیښه تیره ورځ دیکشنبې په ورځ شوې هغه ددې پیښې پړه په طالبانو اچولې ده.
دا ډول په همدی ولایت کې یوه بله چاودنه هم شوې دا چاودنه هغه مهال شوې کوم وخت چې یوه پولیس او یوه کلیوال غوښتل دهغه مړي جسد پورته کړي کوم چې طالبانو حکومت ته دجاسوسۍ په تور په دار ځړولی وو، امنیتي چارواکو ویلي چې دوی هغه وخت ووژل شول کله چې دوی مړی پورته کاوه او پرې بم والوت بم په مړي کې ځای په ځای شوی وو، دا پیښه دپنجوايي په ولسوالۍ کې شوې.