د کابل ښار دباندي  ۱۲ وسلوال او د پوليسو يو آفسر وژل سوئ دئ

د لراوبر اداره | اپریل 28th, 2009


د کورنيو چارو وزارت د خپرې کړي خبرپاڼي له مخي د کابل په اطرافو کښي د وسلوالو طالبانو او افغان پوليسو د يوې نښتي په ترڅ کښي د يوشمېر عام وګړو د مرګژوبلي تر څنګ  ۱۲ تنه وسلوال او دپوليسو يو آفسر هم وژل سوئ دئ .

نښته پرون دوشنبه د کابل ښار څخه دباندي د موسايي ولسوالۍ په مربوطاتو کښي رامنځته سول چي د سيمي څخه د وسلوالو د شړلو او امنيت خوني کولو په موخه لا اوس هم تصفيوي عمليات جريان لري .

Copyright Larawbar 2007-2024