کور / تازه خبرونه / خوست : د ملي اردو ۱۳ تنه شکمن وسلوال نيولي دي

خوست : د ملي اردو ۱۳ تنه شکمن وسلوال نيولي دي

د دفاع وزارت د خپرې سوي خبرپاڼي له مخي د ملي اردو، افغان پوليسو او امريکايي پوځيانو سره په ګډه د خوست ولايت په يو لړ عملياتو کښي د سبريو ولسوالۍ په مربوطاتو کښي ۱۳ تنه شکمن وسلوال چي ګمان کيږي د طالبانو سره اړيکي لري؛ نيول سوي دي .

ددغو شکمنو څخه د شپږو کلاشينکوفونو ترڅنګ د الوتکي ضد وسله  او په سلګونو مرميو د نيولو خبر هم ورکول سوئ دئ .


پدې اړه د وسلوالو طالبانو له لوري تر اوسه څه نه دي ويل سوي .