کور / تازه خبرونه / ننګرهار: د عامې روغتيا څلور لارى د وزير محمد ګل خان مومندپه نوم ونومول شو

ننګرهار: د عامې روغتيا څلور لارى د وزير محمد ګل خان مومندپه نوم ونومول شو

په ننګرهار کې د عامې روغتيا څلور لارى د دغه ولايت د اطلاعاتو او کولتور رياست له لورې د وزير محمد ګل خان مومند په نوم ونومول شو.

د کلتور ريس اورنګ صميم نړۍ ته وويل: ((ددې وړانديز شوې چارې تصويب يې د ننګرهار ولايت اداري مجلس هم کړى او له دې وروسته به ياد شوى څلور لارى د وزير محمد ګل خان مومند په نوم ياد شي.))

د عامې روغتيا څلور لارى په داسې مهال د وزير محمد ګل خان مومند په نوم نومول کېږي چې يو شمېر ننګرهار مېشتي کارپوهان د ننګرهار ولايتي اداره د نورو سيمو په پرتله پر واټونو د اتلانو نوم اېښودنه کې پاتې ګڼي او وايي په ننګرهار کې دا بهير په ډېرې سستۍ روان او دا خپلو دندو ته د چارواکو نا غېړي په ډاګه کوي.

وزير محمد ګل خان مومند چې د پښتو د يو اصيل بچي او اتل په توګه پېژندنه لري څه موده مخکې يې په ننګرهار کې په ياد يوه ستره او شانداره غونډه هم جوړه شوې وه.