کور / تازه خبرونه / پكتيا : دوه تنه مړه او يو تن ټپي شو

پكتيا : دوه تنه مړه او يو تن ټپي شو

نن سه شنبه د غوايي اتمه د پكتيا په جاني خيلو ولسوالۍ كي د قومي شخړي له امله دوه تنه مړه او يو تن ټپي شو.


پيښه هغه وخت رامنځته شوه كله چي دوي په لمړي ځل لفظي شخړه وكړه او ورسته يي لاسونه ټوپكو ته ورته كړل، د پيښي سيمي ته پوليس ورغلي او اوس مهال هلته حالات كابو دي ، د پيښي په تړاو د ولايت مقام خواشيني ښيي او د لا پلټنو په موخه د ولايت مقام  مرستيال ښاغلي عبدالرحمن منګل په مشرۍ يو پلاي سيمي ته رسيدلئ چي د پيښي نور جزئيات به د ولايت د پلاوي له موندني وروسته په ډاګه شي . 


دا په داسي حال كي ده چي تيره ورځ د پكتيكا د پوليسو يو رنجر موټر د زرمت ولسوالۍ د سيدو كلا په سيمه كي ماين وهلۍ چي په ترڅ كي يي څلور تنه مړه او يو تن ټپي شوي او رنجر موټر په ټوليزه توګه له منځه تللي .