کور / تازه خبرونه / غزني : د ثور اتمه د اسلامي انقلاب ۱۷مه کالیزه ونمانځل شوه

غزني : د ثور اتمه د اسلامي انقلاب ۱۷مه کالیزه ونمانځل شوه

د افغانستان اسلامي انقلاب اولسمه کالیزه (رخصتي) د غزني په ښارکښي په داسي حال کښي ولمانځل شوه چي پکي په سلګونو تنو مجاهیدینو، دیني عالیمانو مخه ورو او د دولتي اداراتو مسولین برخه اخستي وه .



 

 

په هغي غونډه کي چي له همدي امله جوړه شوي وه په پیل کي څوتنو مجاهیدینو خبري وکړې او په دغه دوران کي یي د جهاد په بریاوو سختو شیبو او د تاوده سنګر په نه هیرودونکو بریاوه یي ررڼا واچوله وروسته داکترمحمدعثمان عثماني خبري وکړې او زیاته یي کړه چي د اسلامي انقلاب بري نړۍ ته د ازادۍ او استقلال درس ورکړ او دنړي یوشمیرهفه هیوادونه چي د پخواني شوروي تر ولکې لاندي وو د افغانستان د اسلامي انقلاب او دد غه ملت له حماسوڅخه په درس اخستلو سره یي یو په بل پسي د روسي استعمار کړۍ ماتي ګړلې .

په اوسنیوشرایطوکښي لازمه ده چي ټول مجاهدین وروڼه خپل اتحاد، اتفاق او یوالي ته پاملرنه وګړي او د خپل هیواد د بيا جوړوني په چاروکښي په مینه سره ونډه واخلي اود بیارغوني ،د قانون دپلي کولو، امنیت ټینګولو دښوونځیوپه پرانستلو ،ملي یوالي په ساتلواو همدا ډول د هیواد د لوړو ګټو د خوندیتوب په لاره کي تربل هروخت زیات کاروکړي ترڅو په دې جګړه ځپلي هیواد کي دایمي سوله امنیت رامنځته شي او د تل لپاره پکي اساسي قانون په رښتني بڼه عملي بڼه غوره کړي .



د یادوني وړ ده په دغه محفل کي یوشمیر ماشومانو هم خپلي هماسي تراني وویلي چي د حاضرینو د پآم وړ وکرځیدلې.

د ثور د اتمي جشن سږ کال د دولت له خوا د تېر په څېر په خاصو مراسمو ځکه نه لمانځل کيږي چي د ولسمشر په وينا د ازادۍ جشن دي په ساده بڼه د ارګ په ماڼۍ کښي و لمانځل سي اود جشن نور لګښت دي د هيواد ځپل سويو سيمو ته د مرستي په ډول ولېږل سي، دا پداسي حال کښي ده چي تېر کال د ازادۍ جشن د طالب وسلوالو له لوري ګډوډ کړل سو .