کور / راپور / له لايق او لېوال سره يو ماښام (له مسكو څخه راپور)

له لايق او لېوال سره يو ماښام (له مسكو څخه راپور)

د هېواد درنو علمي، فرهنگي شخصيتونو ښاغلو سليمان لايق، عبدالغفور لېوال او وحيد مژده د روان هجري لمريز كال د حمل دوه ويشتمه د مسكو ميشتو افغان فرهنگيانو او د دوئ د قلم د مينه والو په يوه شانداره غونډه كې برخه واخيسته.



د شعر او دوستانه ليدنې كتنې دغه شانداره غونډه له افغانستان څخه د راغلو ښاغلو مېلمنو په وياړ په روسيه كې د افغانستان د لوى سفارت د كلتوري څانگې په نوښت د مسكو مشتو افغان فرهنگيانو او فرهنگپالو د خلكو د دوستۍ په پوهنتون كې جوړه كړې وه.



د غونډې په پيل كې ښاغلي لطيف بهاند د درنو مېلمنو، نامتو شاعر او ليكوال اكاډميسين سليمان لايق، د نازك خيال او خوږ ژبي پېژندل شوي شاعر، ليكوال او څېړونكي عبدالغفور لېوال او د سياسي، ټولنيزو چارو شنونكې ښاغلي وحيد مژده د ژوند او علمې، فرهنگي فعاليتونو په اړوند د غونډې برخه والو ته لنډې څرگندونې وكړې.




ورپسې مسكو مېشتو افغان شاعرانو او د شعر مينه والو په نوبت سره خپل يا د نورو شاعرانو منتخب اشعار ولوستل. اغلې مينا نادري د ښاغلي فريدون مشيري يو انتخاب شوى شعر ولوست، ښاغلي محمد آصف نادري په دري ژبه د آنا اخماتوا يو ژباړل شوى شعر زمزمه كړ، وروسته ځوان شاعر نصيراله نصرت خپل دوه خواږه شعرونه واورول، ښاغلي اسداله ميوند دوه ښكلي شعرونه ولوستل، ښاغلي يحي چاوش په دري ژبه يو غزل او پيژندل شوي شاعر ښاغلې فاروق فردا يو پښتو غزل واورول.
د مشاعرې دد ې لړۍ د پاى په برخه كې په دري ژبه خوږژبې شاعرې اغلې شكريه عرفاني څو ښايسته شعرونه ولوستل او ورپسې شكر ژبي شاعر (هغه شاعرچې خبرې يې شكرې او شعر يې مرغلرې دې) ښاغلي پرويز آرزو څو خواږه شعرونه واورول چې د حاضرينو ښه بدرگه يې ملگرې شوه.
شاعر عبدالغفور لېوال په څو عنوانه شعرونو كې د محبت مظاهره وكړه، د خشونت له كرغېړن مخ نه يې پرده پورته كړه، ښكلا يې ونمانځله او د وحشت بتان يې مات كړل، افغانان يې تعريف كړل او د مشاعرې برخه وال يې د شعر پر وزرو څو پلا خپل ژوبل ټاټوبي ته يوړل او بيرته يې راوړل … كله چې ښاغلي لېوال په شعر كې له كندارۍ ملالې سره خبرې كولې، ډيرو د اوښكو د پټولو كوښښ كاوه، خو ځينې په دې كار كې ناكام شول.



له راغلو مېلمنو څخه ښاغلى وحيد مژده د هېواد د روان سياسي، ټولنيز، امنيتي او نظامي حالت په باب د غونډې برخه والو ته لنډ معلومات وركړل چې په كور وداني او چكچكو ونازول شول.
د شعر په برخه كې وروستي نوبت د افغانستان لوى شاعر اكاډميسين سليمان لايق ته ورسېد. ښاغلي لايق لومړى د جوړې شوې فرهنگي غونډې لنډ جاج واخيست، ځوان نسل او د فرهنگ د لارې لارويان يې هغو كړنو ته ځير كړل چې تر سره كول يې د متعهدو فرهنگيانو خاصه بلل كېږي. اكاډميسين لايق له هغوئ څخه مننه وكړه چې د دوئ په وياړ يې دغه فرهنگي ناسته تنظيم كړې وه. ښاغلي لايق په دوه ژبو دري او پښتو ښه ښايسته شعرونه ولوستل چې د اورېدونكو د ډيرو تودو ولولو ملگرتيا ورسره وه.
د دغې فرهنگي ناستې په پاى كې شاعر ښاغلي فاروق فردا د لېوال د شعر په مختلفو ابعادو خبرې وكړې او وړانديز يې وكړ چې د مسكو مېشتي فرهنگيان دې په نږدې راتلونكې كې د ښاغلي لېوال په شعر يوه څېړنيزه – فرهنگي غونډه جوړه كړي.