کور / تازه خبرونه / پېښور: په افغان کونسلګرۍ کي هم د ثور ۸ ونمانځله سوه

پېښور: په افغان کونسلګرۍ کي هم د ثور ۸ ونمانځله سوه

  
دپېښور دافغان كونسلګرۍ په انګړ كښې دنوموړى كونسلګرۍ لـه خوا داسلامى انقلاب دبرياليتوب اوولسمه كليزه ديو لوى ځانګړى او پرتمينى غونډې په ترڅ كښې ولمانځل شو ه .


دغونډى پرانسته افغان سرپرست كونسل محمد اقبال متين باركزى په خپلې وينا سره وكړه او وويل چې ديو نيم لكو شهيدانو دوينو په قربانۍ اسلامى انقلاب برياليتوب ته ورسيد چې نن ئې اوولسمه كليزه لمانځل كيږى  په دې اړه غونډې ته يو شمير قومى مشرانو ويناوى وكړ او داسلامى په برياليتوب كښې دافغان اولس جهادى هلې ځلې وستائيلى په غونډه كښې دافغان ليسو چارواكو په پېښور كښې دافغان كډوالو استازو قومى مشرانو او يو شمير ژورنالستانو برخه واخيسته دحبيب على ليسى ، مولانا جامعى ليسى او دقلب اسيا ليسى زده كوونكو ملى ترانى وړاندى كړى .


دافغان كونسلګرى له خوا يو شمير ښوونكو ته ستاينليكونه او ډالۍ وركړى شوى دغونډى په ترڅ كښې دپاكستان له حكومت څخه غوښتنه وشوه چې افغان سفير عبدالخالق فراهى په راخوشى كيدو كښې خپلې هلې ځلې ګړندۍ كړى غونډه كښې دكلتورى چارو مشر محمد ظاهر بابرى ، دويم سيكرتر نور محمد تكل ، داريانا پوهنتون مشر عبدالحق دانشمل دنوموړى پوهنتون مرستيال انور ظفرى ، يزدان پرست هم برخه اخيسته وه غونډه دمولوى عبدالشكور ياسينى په دعايه پائې ته ورسيده او مازيګرنۍ هم وركړې شوه .