کور / تازه خبرونه / کندهار: طالبانو د ۱۰۰ ټانکونو يو کاروان محاصره کړئ دئ

کندهار: طالبانو د ۱۰۰ ټانکونو يو کاروان محاصره کړئ دئ

پنجوايي کې ددريوورځوراهيسې دخارجي عسکروپوځي کاروان محاصره دئ، دا خبره د طالبانو لخوا په خپره سوې خبرپاڼه کښي د قاري يوسف احمدي له خولې ليکل سوې چي دخارجي ځواکونوهغه دسلو(100)ټانګونوڅخه جوړ پوځي کاروان چي دکندهارولايت دپنجوايي ولسوالۍد”تلوکان “له سيمي نه ددې ولايت دمرکزپه لوردبيرته ستنيدوپه حال کښي وو،ددریوورځي راهيسې دکندهارولايت دپنجوايي ولسوالۍمرکز ته څيرمه د”شيخ قلندر”په سيمه کښي د اسلامي امارت دمجاهدينوله لوري ايساراومحاصره دئ .

دورکول شوي راپورله مخې وړمه ورځ ( 26-04-2009)ددې کاروان يوه عراده زغروال ټانګ ددې ولسوالۍد”تلوکان “او”شيخ قلندر”دسیموترمينځ په ځمکني ماين والوزول شوچي له کبله يي ددښمن ټانګ په بشپړه توګه ويجاړاوپکښي سپاره اووه (7)تنه خارجي عسکريي ووژل شول .

د نيول سويپوځي کاروان ټانګونه ددې ولسوالۍپه جلاجلاسيموکښي راايسارشوي چي شپه اوورځ پرې دسپکواودرندووسلو تربريدونولاندې راتلو ادعا يې کيږي .

دنن( 28-04-2009) سهارراهيسې ددې ولسوالۍدتلوکان ،زنګاوات ،سفيروان ،نهال اودشيخ قلندرپه اړوندوسيموکښي د نورو جلا -جلاتعرضي بريدونو د ترسره کېدو او له کبله يي دمقابل طرف يوولس(11) تنه نورخارجي عسکرو د وژل کېدو اوګڼ شمېر نورو د ژوبل کېدوادعا هم سوې ده .

په خبرپاڼه کښي د قاري يوسف له قوله ويل سوي چي دنن ورځي په جګړوکښي د دوی يوازي دوه تنه مجاهدين هم ژوبل شوي دي .

ديادوني وړده چې په تيرودووورځوکښي دخارجي پوځونو له خواددې ولسوالۍاوورسره څيرمه دژړۍ ولسوالی په اړوندوسيموکښي درنده بمباري هم روانه ده چي له امله يي ددووتنوطالبانوپه شمول پنځلس (15)تنه ملکي خلک چې ښځي اوماشومان هم پکښي شامل دي وطل شوي اوګڼ شمیرنورژوبل دي .


د ناټو او ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر د افغانستان په سهېل لويديځ کي د خپل يوه تن کارکوونکي مړينه تائيدوي خو د هغه هويت او د وژل کېدو د ځای ځاګي په اړه يې معلومات نه دي ورکړي .