کور / تازه خبرونه / امـريکـا افغانستـان کـي خپـل وايـسرا ټـاکي !

امـريکـا افغانستـان کـي خپـل وايـسرا ټـاکي !

د ويسا پاڼي نه په مننی ،


 


اميد تميم


 


ويل کيږي چي  سبا (پنجشنبه د اپريل دېرشمه)  افغاني الاصله امريکايي زلمي خليل زاد  کابل ته رسيږي ترڅو نوموړی د جمهوري رياست د پاره د لسهاوو  کانديدانو په کتارکي  خپل نوم  هم  ثبت کړي  او په دې توګه ځانته « قانوني » يوه  د اوړو پزه کښيږدي .


 


لا د پخوا څخه داسي برېښېده چي  په امريکا کي د اوباما اداره د سخت دريزه جمهوري خواهانو تر فشار لاندي غواړي چي زلمی خليل زاد چي د امريکا د نيومحافظه کارانو د ډلي فعال غړی او د امريکا تر ټولو بدنامه او  د پخواني جمهور رئيس جورج بوش په ماجراجويه  اداره کي دهغه د ټيم يو لوړتبه غړی وو،  نوموړی به د افغانستان د جمهور رئيس په نامه   په افغانستان کي د امريکا راتلونکی وايسرا و ټاکي .


 


نن سبا زيات سياسي کارپوهان په دې خبره سلا دي چي کابل ته د  ملګرو ملتو په سازمان کي د امريکا د پخوانی سفير خليلزاد راتګ به هغه سياسي زد وبندونه چي دافغانستان دانتخاباتو لپاره هم د حکومت په دننه او هم د حکومت په  دباندي کړيو کي تر  لاس لاندي دي هغه به  ګډوډ کړي او په عوض کي به   خليلزاد خپل د پردې ترشا امريکايي ټيم چي څه موده مخکي يې په ډوبی کي را غونډ کړي او په هغه کي  نوموړي  خپله محرمانه امريکايي اجنډا ورته توضيح کړېوه ، را بر سيره کړي  .


 


داسي معلوميږي چي په دې  انتخاباتو کي به د خليلزاد حضور  په واقعيت کي  د امريکا د هغه سناريو عملي کېدل وي چي امريکا لا د پخوا څخه زموږ د هيواد او  سيمي  د کړکېچ د لا بحراني کېدودپاره   تر لاس لاندي  نيولی وو . خو دلته چي  د انتخاباتو په نامه کومه دغه لويه هنګامه او لوبه را  روانه ده  اوهغه  دوه نيم سوه ميلونه ډالر چي پر هغه باندي زموږ د ملت په نامه او هغه هم د انتخاباتو د پاره لګيږي نو دا په رشتيا د امريکا د هغه ريشخند ډيموکراسۍ يوه مضحکه ډرامه ده چي د نړۍ والو و نندارې ته  را ايستل کيږي   .


تبصره نسته

  1. زما په اند د افغانستان د جمهوري رياست صلاحيتونه ، واكونه او تګلاره څرګنده او معلومه يانې افغان ولسمشر به هغه صلاحيتونه او هغه كركتر ولري، چې امريكا يې غواړي. نو دا څه د اندېښنې خبره نه ده چې كه حامد كرزى، يا ښاغلى ملا عمر او يا عبدالله عبدالله ولسمشر شي، نو تر خليلزاد به ښه وي. بلكې هر يو چې كښېني كركتر به يې د همدغه كرزي وي. هېڅ توپير به ونه لري. نو دې ته زړه خوړل ګټه نه لري چې كاشكې يوه ښه تكړه پښتون ولسمشر راشى.

  2. زما په اند د افغانستان د جمهوري رياست صلاحيتونه ، واكونه او تګلاره څرګنده او معلومه يانې افغان ولسمشر به هغه صلاحيتونه او هغه كركتر ولري، چې امريكا يې غواړي. نو دا څه د اندېښنې خبره نه ده چې كه حامد كرزى، يا ښاغلى ملا عمر او يا عبدالله عبدالله ولسمشر شي، نو تر خليلزاد به ښه وي. بلكې هر يو چې كښېني كركتر به يې د همدغه كرزي وي. هېڅ توپير به ونه لري. نو دې ته زړه خوړل ګټه نه لري چې كاشكې يوه ښه تكړه پښتون ولسمشر راشى.

  3. گوره سمسورصاحب دا مسؤلانه غبرګون ندی ، دلته د وطن د راتلونکي خبره ده ، دلته د اشغال د دوام خبره ده، دلته زموږ د سرکښه هيواد د خپلواکۍ خبره ده تاسو څه خېل د وطن د اصلي سرنوشت نه ځان ناګاره اچوی او ځان د خير په غونډی ورته کېنوئ؟ !

    آخر لږ شاني خو زموږ د پختو، زموږ د‌‌ تاريخ او ذموږد افغانيت خيال خو هم و ساتۍ !
    سلام

  4. یاره سمسوره داچه کدی ودی وای دکرزی صاحب دچنبل بلا دی برخلیلزاد وکرزی.
    دکرزی صاحب رشتنولی به حلته معلومه شی چی دی ده ریاست جمهوری برجوکی نه وی.
    دغه کاندیدان خوتله غله. رشوت خوره. د بردویو موزدوران…… چبله بی کرزی صاحب او بشردوست صاحب چخه.
    رحمان بابا چه شه وایی:
    درحمان ویل به هلته به شه درشی: چی یوه دیوال ته مخ بل ته دی شاسی.

  5. اسلام عليكم ورحمت الله و بركاته !
    ياره د سپي تر لكى لاندي نه بلكه د چغالانو تر لكى لاندي مو ژوند دي ،تشناب د تلو اجازه به لا د اوباماصاب څڅه اخلو

  6. كه څه هم ښكاري چې سمسور له زياتې نهيلۍ او خواشينۍ څخه نوموړې خپرې ليكلي، خو بيا هم په كار وه چې دا رنګه ې ليكلې نه واى.
    دا مهال له يوې خوا پښتانه د تاريخ ار جبر لاندې راغلي او د دې نړۍ هر كاڼى او بوټى ورته غل او دشمن ګرځېدلي، خو له بلې خوا هغه خپل پښتون هم اوس په پښتون رحم او زړه سوى نه لري.
    بس يوه لار په مخكې ده هغه داچې پښتانه دغه حالت ته جګړې رسولي كه هغه سپېڅلې ده او كه غير سپېڅلې د دواړو پايلې منفي دي، نو په كار ده چې جګړه ودرول شي، كه د دغې جګړې درول د لنډ مهال له پاره د پښتنو په تاوان هم وي، خو په اوږده راتلونكې كې سراسر د پښتنو په ګټه تمامېږي.
    د جګړې د درولو له پاره دا مهال د ولس په لاس كې د ټولټاكنو له سبوتاژولو پرته بله وسيله نشته.
    پښتانه پايد ټول په يوه غږ تر هغې چې د دولت له مخالفينو سره خبرې شوي نه وي او د جګړې دواړه غاړې ولس ته په واك وركولو قانع شوي نه وي بايد په راى وركولو كې ګډون ونه كړي.
    كه امريكه او دولت له دې سره سره بيا هم ټاكنې ترسره كوي، نو دا به هزارګۍ او پنجشيرۍ ټاكنې وي او مسووليت په يې هم دوى ته متوجه وي او تاريخي پړه به يې هم د دوى په غاړه وي.
    دا هيڅ د اندېښنې وړ خبره نه ده كه پښتانه په يو اړخيز ډول د دولت او طالبانو له ليكو څخه وځي، نو لږ تر لږه دومره ګټه خو به يې كړې وي چې خپل منځي تربګني او وژنې به يې خو كمې شوي وي او كه بياهم څوك وژل كيږي نو دښمن خو به يې معلوم وي او د سبا ورځې غچ اخيستو ته يې خو په سودا نه وي.
    كه پښتانه ټولټاكنې سبوتاژ كړي نو نه امريكه په افغانستان كې د دموكراسۍ په حعلي تمثيل كاميابېداى شي او نه د دغه ولس په برخليك بې ننګه پښتانه او فرصت طلبان واكمنېداى شي.

  7. تر ټولو د مخه ټولو ورونو او خويندو ته سلامونه وړاندي کووم ، هيله ده سي ټول به د ښه صحت خاوندان اوسي.
    د موضوع سره په تړاو غواړم چي يو څو ټکي ښاغلو جهادي رهبرانو لکه مجددي سيب، رباني سيب، حکمتيار سيب،استاد سياف سيب ، ګيلاني سيب،مولوي محمدي سيب ( مرحوم ) مولوي سيب خالص ( مرحوم ) او نور لکه مولانا جميل الرحمن او مولانا شاه منصور چي اوس په دي دنيا کي نشته ، ته وليکم. پورته ياد شوو ټولو ته دي خداي جل جلاله جنتونه ورکړي او د افغانستان لپاره يي په ريښتيا جي ښي هڅي وکړي او انقلاب يي کامياب کړ او روسان يي له دي هيوادنه د ببرسرو افغان زلميانو په مرسته او حتي د هغوي د وينو په تويولو سره وشړل خو زما پوښتنه داده چي ولي هغوي په هغه وخت کي د يوه اسلامي دولت په جوړولو سره نتيجي ته ونه رسيدل ؟ ولي يي دا وطن لوټي لوټي کړ ؟ دوي ټول اوس په مزو کي دي ، بنګلي لري ، ليند کروزر لري ، په پارلمان کي دي ولي هغه مجاهدين چي د هغه وخت نوميالي وو ، اوس په ريړو کي پالک او الوګان خرڅوي ،ړانده او کاڼۀ شوي دي ولي مجاهد رهبر يي پوښتنه هم نه کوي ، حتي د ليدلو ايجازه هم څوک نه ورکوي. د مجاهد رهبر خو اوس شتمني د اسمان سره خبري کوي . د رباني سيب خو ښځه هم ددوبي تجارت کوي او داسي مي اوريدلي دي چي ددوبي په هواي ميدان د زياتو ډالرو سره ونيول شوه او بيا کرزي راخوشي کړه،سياف استاد خو دوه لکه ډالر د معارف وزارت سره نقده مرسته هم وکړه ، يو کور يي په وزير اکبرخان کي د پاکستان سفارت ته په کرايه ورکړي او د ارغندي زمکي يي هم ټولي واخستي او نمري يي کړي چي اوس يي په ډالرو خرڅوي. ايا دا شتمني ليډرانو ته له پلار نيکه نه پاتي وي او که نه د خلکو مال يي چور که ؟ په هر ډول مطلب مي داوو که دوي خپلو منځو کي جنګونه نه واي کړي او س به دلته يو اسلامي حکومت وو . امريکا او نورو نړيوالو ته به هيڅ اړتيا نه وه چي دلته راغلي واي. نن چي خليل زاد راځي او ځان کانديدوي نو ايا دي رهبرانو ته شرم نه دي پکار؟ که د غيرت خبره وي خو بايد ټول مړه شي ځکه چي د بي غيرتي هم يو ه اندازه وي ، دومره ډيره نه.
    اوس په دي يوهيږم چي په هغه وخت کي دوي د جهاد چغي وهلي نو د خپلو ګټو لپاره يي وهلي ، نه د اسلام لپاره او نه د مسلمان لپاره . دا ريښتيا خبره ده چي عزت او ذلت د الله لخوانه دي . اول يي دوي ته عزت ورکړ خو چي په قدر يي پوه نه شول نو اوس يي ذليل کړل او دا د ذلت ژوند اوس نه خوند ورکوي او نه ځانونه مړه کولاي شي.