کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د پښتو هنر ډوبیږي!

د پښتو هنر ډوبیږي!

دډیرمودې وروسته دپښتو ژبې ادب او هنر یوځل بیا خپل عروج ته رسیدلای وه او په خدای باوروکړی ډیرخوشحاله وم چې نوروقومونو هم دپښتوژبې سندرې او ساز(رباب منګی) خوښولو.                                           

یوه ورځ د یوڅو ملګرو سره ناست وم چې ډیری یې پنجابیان ول او دکرکټ لوبه موکتله ؛ نو دوقفې په وخت کې به مو نور چینلونه کتل  نو یوه ورځ مو ای وی ټي خیبر چینل راونیو چې دایمن اداس یوه ډیره په زړه پوري سندره پیل شوه» .

زمادمينې نه توبه ده بيابه نه کوم مينه
دجانان مينه عجيبه ده بيابه نه کوم مينه

نو پدې وخت کې یو پنجابې وویل٬٬ دا څومره خوږه سندره ده او دپښتو ژبه څومره خوږه ژبه ده٬٬اوبیا یې راته وویل چې ته ما ته پښتو ژبه زده کړه، داډیره خوږه ژبه ده! ددغه ملګري په دغه څرګندونې ډیر خورا خوشحاله شوم او زړه مي د ایمن اداس په څیر فنکارانو ته دعا وکړه چې دوی په ډیر لږو وسایلو دومره ښکلی کمپوزاو لایرکس سره سندره وایې چې دنورژبو خلک هم تري متاثره کیږې او حتی دپښتو ژبې دزده کړي هڅه کوي. نو پرځای ددي چې مونږه یی تشویق وکړو؛ مونږه یې له مینځه وړو، ایمن اداس خو مومړه کړه اونور سندرغاړي مودلراوبر پښتونخوا نه وتښتول اوورک موکړل.                                               

دا یوڅرګند حقیقت دی چې هره ژبه دسندرغاړي په ژبه ډیرخوند کوي. ددغو سندرغاړو په ژبه اوخوږ آواز زمونږدپښتو ژبې ادب دومره پیاوړی شوی دی چې نور قومونه یې هم زده کړه غواړي اوورځ په ورځ یې مینوال٬ شاعران، سندرغاړي زیاتیږي. خوپه ډیر افسوس سره بایدووایم چې زمونږه اوستاسي غلیمان دومرزیات دي چې هیڅ تري نه خلاصیږو. زمونږاوستاسي اوسني مشران په پیسو پلورل شویدي نو پلورل شوو سره به څه دقام او قبیل دخدمت فکر وي چې مونږه به تر هیله ولرو. څرنګ چې پدې ټولو خبرو ښه پوهیږو! نو اخر ولې خپل مینځ کې  دیووالې رسۍ کلکه نه نیسو؛ که داسې وي نو یوه ورځ به لري نه وي چې ټول به دنورو قومونو غلامان شو اوخپلو بچیانو او آینده نسل ته به شرمیدلی اوسو.                                                                      

ګورئ! دیوې ژبې ادب او هنر له مینځه وړل دیوې ژبې له مینځه وړل دي. نوخدای دي خیر کړی مونږه اوتاسې خوورځ په ورځ ورنژدي کیږو. اوس خو هم دشکرځای دی چې په لویه کچه پښتو ژبه چلیږي او ددنړۍ په مختلفو ملکونو کې ډیری پښتانه پراته دي اوخپل کاروباري کړنوکې بوخت دي لکه پاکستان، ایران، هندوستان، متحده عربی امارات، امریکا، برطانیا، مالیزیا، کاناډا اوداسی نور…. اوتقریبا ۵۰ ملیونه شاوخوا ته رسیږي. نو که چیرته مونږه دپوهې او احتیاط څخه کار وانه خلو نو ډیرژر به خدای مه که له مینځه و لاړشو.                                                                                                                         

دامنم چې اسلام موسیقۍ ته اجازه نده ورکړي لیکن دااجازه یی هم نه ده ورکړي چې ته دي یوفنکار قتل کړي. دایوڅرګند حقیقت دی چی فنکاري تریوه حده پوري ګناه ده لیکن ددي سزا ورکوونکۍ صرف او صرف واحد اولایزال ذات لوی خدای جل جلاله دی نه کوم طالب او یا….. .                 

داسې ښکاري چې د اسلام اصلي ټیکه داران هم دامونږه پښتانه یو؛ نو که چیرته رښتیا مونږه ټیکه داران یو نوبیاولي زمونږ کورونه ورانیږي، ماشومان مو بې پوهې پاتي کیږي، تنکې ځوانان او پیغلې مو ټوټې کیږي،دمیندو او خویندو له سره مو دحیا پردې ولیږي،  مشران مو بې عزته کیږي، انسانې شان وشوکت مو ترپښولاندې کیږي او داسې نور غمونه اودردونه! نوآیا داجهاد دی! داخدمت دی! دارحم دی! دمرسته ده! دایمان دی!دتقوی ده! دا عزت دی! هۍ هۍ پښتونه خدای پاک دي پوه کړه نور خو زما وس نه کیږي.       مونږخپل خوږژوند په تریخ ژوند بدل کړی دی. خپل کوراوبچیان موپریښې دي او په غرونو او دښتوکې لکه د دصحراسورلنډیانو غوندې خپل مسلمانان وروڼه په مختلفو نومونو داړو اوژوندیې خورو. زه خووایم راشی سره کیښنو او دپوهې او قلم په زور نړۍ سره وجنګیږو نویقیناً په خپلوټولواهدافوکې به بریالی شو.

په درناوی