کور / تازه خبرونه / وسله والو د فراه په ولايت كي ښوونځى الوزولئ

وسله والو د فراه په ولايت كي ښوونځى الوزولئ

د افغانستان د پوهني وزارت وايي وسله والو پرون د ثور پر اتمه د فراه ولايت په خاك سفيد ولسوالي كي يو ښوونځى په بمونو الوزولئ دئ.
د پوهني وزارت دغه كړنه د پوهني د دښمنانو كار بللى، خو په دې تور يې كومي ډلي ته مخامخ ګوته نه ده نيولې.
د پوهني وزارت وياند آصف ننګ وايي د دې ښوونځي په سوځېدو ۴۰۰ زدكوونكي د پوهني له نعمت څخه بې برخي سول.
د خاك سفيد ولسوالي څخه پر داسي مهال د ښوونځي د ورانولو خبر وركول كېږي، چي د پوهني وزارت په پلان كي لري سږكال په ټول افغانستان كي څه باندي ۶۰۰ تړل سوي ښوونځي بيرته پرانيزي. چي وايي په تېرو څو مياشتو كي يې ۱۸۶ هغه مكتبونه چي د بېلابېلو امنيتي ستونزو له كبله تړلي وو، بيرته د ځايي قومي مشرانو او علماوو په مرسته پرانيستي دي.