کور / تازه خبرونه / د غزني والي له ائتلاف ځواكو څخه د عامه مرګژوبلي مخنيوی وغوښتئ

د غزني والي له ائتلاف ځواكو څخه د عامه مرګژوبلي مخنيوی وغوښتئ

دغزني والي ډاكټرمحمد عثمان عثماني نن چارشنپي د غويي په نهمه له ائتلافي ځواكونو څخه په هغي غونډه كي د ملكې وګړو دمرګ ژوبلي د مخنيوي غوښتنه وكړه چي دغزني د ولايتي بيارغاوني د ډلي ديوې قوماندانۍ د وخت د بشپړيدو او دنوي قوماندانۍ د راليږديدو له امله دغزني دولايتي بيارغاوني په مركز كښي جوړه شوې وه .


دغزني والي ډاكټر عثماني دولايتي بيارغاوني د نوي قوماندانۍ د ځاي پرځاي كيدو په اړه جوړه شوي غونډه كښي دپولند له سفیرجرزي ويسلا داتلافي ځواكونو له قوماندان جنرال سلوشل او د پولند له پوځي قوماندان ادم چيك سره وكتل او له هغوسره يې هراړخيزي خبري وكړي .

ډاكټر عثماني د ائتلافي ځواكونو د يادوشويو چارواكوسره دخبرو پرمهال له هغوي څخه په كلكه وغوښتل چي داسي لاري چاري ولټوي چي په ترڅ كښي يې د عامو وګړو د مرګ ژوبلي غوڅ مخنيوی شوئ وي .

ډاكټر عثماني د خبرو پرمهال وړانديز وکړ چي د بيارغاوني په برخه كښي هم بايد له غزني سره خپلي مرستي ګړندۍ او ډيرې کړل سي او همداراز د پوهني ، روغتيا اونورو بيارغنيزو چارو كښي هم بايد غزني له پامه ونه غورځوي .