کور / تازه خبرونه / فراه:د پوهي او رڼا دښمنانو دماشومانو ښوونځي وسوځاوه

فراه:د پوهي او رڼا دښمنانو دماشومانو ښوونځي وسوځاوه

دپوهني وزارت لخوا په خپره سوې اعلاميه کي ويل سوي چي د هيواد او پوهې دښمنانو د ۱۳۸۸ د ثور د اتمې په شپه په فراه كې د دغه ولايت د خاك سفيد ولسوالۍ پر ليسه يرغل وكړ او په بمونو يې و نړوله.

د پوهني وزارت  وياند آصف ننګ په وينا دخاك سفيد ليسه چې د هيواد شاوخوا ۴۰۰ تنه دزده كړې تږي ماشومان پكې د علم پر زده كړې بوخت وو په خورا سخت زړي توب ورانه  له خاورو سره خاورې شوه. 


نوموړي وزارت په داسې حال كې چې پر ښوونكو، د ښوونځيو پر زده كونكو او پوهنې په تاْسيساتو باندې هرډول تروريستي او تخريبي يرغلونه په كلكه غندي، له امنيتي ځواكونو په كلكه غوښتنه كوي چې د داډول كړنو عاملين وپيژني او قانون ته يې وسپاري . 


د تېرو پنځو کلونو راوروسته يوازي په پښتني سيمو کي د پښتنو پر ښوونځيو بريدونه کېږي ، دې موضوع د کارپوهانو اندېښنې زياتي کړي دي ، که څه هم پخوا په پښتني سيمو کي د ښوونځيو سوځولو پړه د طالبانو پر غاړه اچوله کېده  خو وروسته د طالبانو مشر ملا محمد عمر مجاهد ددا ډول تورونه رد کړه اوطالبانو ته يې د ښوونځيو د ساتني سپارښتنه وکړه .


 د افغانستان اسلامي جمهوريت د پوهنې وزارت د هيواد په ګوټ ګوټ كې له ټولو درنو هيوادوالو غوښتنه كوي څو له ښوونكو، زده كونكو او پوهنې له تاْ سيساتو په سر او مال ساتنه وكړي او هيڅوك پرينږدي چې له تعليم څخه يې ماشومان بې برخې كړي .


کارپوهان په پښتني سيمو کي د ښوونځيو سوځېدو په پېښو کي پاکستان او ايران دواړو ته ګوته نيسي .