کور / تازه خبرونه / ايتلاف د ۳۲ طالبانو د وژلو ادعا كوي

ايتلاف د ۳۲ طالبانو د وژلو ادعا كوي


ايتلافي ځواكونه وايي د افغانستان په جنوب لوېديځه سيمه كي يې ۳۲ طالبان وژلي دي.
د چارشنبې په ورځ د ايتلافي ځواكونو له خوا يوه خپره سوې خبرپاڼه كي راغلي چي دغه كسان يې په هلمند او روزګان ولايتونو كي له افغان پوځيانو سره په ګډه وژلي دي.
طالبانو لا تر اوسه په دې باب څه نه دي ويلي، خو په تېرو څو اونيو كي له دواړو ولايتونو څخه د جګړو خبرونه وركول كېږي، چي طالبانو او بهرنيان دواړه يو بل ته د پراخو مرګ ژوبلو ادعاوي پكښي كوي.