کور / تازه خبرونه / پاكستان: په دير كي ۵۰ طالبان وژل سوي دي

پاكستان: په دير كي ۵۰ طالبان وژل سوي دي


پاكستاني پوځي سرچينې په پښتونخوا ايالت كي د ۵۰ په شاوخوا كي طالبانو د وژلو خبر وركوي.
د پاكستاني پوځ وياند جنرال اطهر عباس وايي دغه وسله وال د ملكنډ په دير سيمه كي وژل سوي او نوموړې سيمه د طالبانو له وجود څخه پاكه سوې ده، پاكستاني پوځ د بونير پر خوا خپل عمليات پراخ كړي دي.
بلي خواته د امريكا متحده ايالاتو د پاكستاني پوځ له دې عملياتو څخه ملاتړ كړى او وايي كه پاكستان په دې باب له پنټاګان څخه غوښتنه وكړي، امريكا به يې مرستي ته ور ودانګي.
په دير كي وروسته له هغه د پاكستاني پوځ له خوا عمليات پيل سوي چي د مولانا صوفي محمد طالبانو له سيمي څخه د وتلو په لاره كي د ايالتي حكومت غوښتنه رد كړه.