کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / هارون باچا د پښتونخوا پر حالاتو ژاړي

هارون باچا د پښتونخوا پر حالاتو ژاړي


ليك: هارون رشيد
ژباړه: حكمت سروش


د انساني ابادۍ د ګڼ ځنګله يانې نيويارک په يوه سيمه کې د يوه زاړه امريکايي کور کوچنۍ او وړې زېرخانې ته د دې مينوال له مينې نه د (مينې کور) وایي، د پښتونخوا د ډبرينو غرو څخه راوتلي څو خواږه ږغونه نن سبا يوازې په همدې وړه کوټه کې اورېدل کېږي.
د هندوستان د يوه هندو دا کور نن سبا په پښتونخوا کې د ترهګرو له وېرې د مجبور مسافرو پښتنو سندرغاړو او موسيقۍ ږغوونکو دويم کور دی، دلته نژدې د هرې اونۍ په پای کې محفل جوړيږي او پښتانه موسيقي وال د پښتونخوا پر زړه بوږنوونکو حالاتو د غم اوښکې تويوي.
څو ورځې وړاندې پر همداسې يوه محفل ور برابر شوم، نژدې پنځلس په لس فټه کې داکوټه يوه وړه سټوډیو ده، چې د ږغ د سيسټم سره سره د پښتونخوا خوږه موسيقي هم په کې شته.
پر مخامخ دېوال دوه ښکلي نقشي او زړه راکښونکي ربابونه راځړيږي، ها خوا هرمونيه او ‌طبلې پرتې دي.
خو تر دې ساز او سامان  مهم د دې ږغوونکی دی، د پېښور مشهور او ښکلی سندرغاړی هارون باچا چې زياتره وخت دلته سندرې وايي، نوموړي ته څو موده وړاندې نامالومو خلکو په ليکونو، مسیجونو او ټیلفون کې ګوتڅنډنې کولې، آخر دی هم مجبور شو، خپل پلرني کور او کلي ته يې خدای پامان وويل او ډېر ليرې دلته امريکا ته راغی.
يوازي هارون باچا د دې ستونزې سره لاس او ګرېوان نه دی،  نور هنرمندان او سندرغاړي هم له دې سيمې د وتلو هڅې کوي. هغوی چې په وتو بريالي کيږي دلته له خپل کور او کورنۍ ليرې د مسافرۍ شپې او ورځې تېروې او که څوک د ګلرېز تبسم غوندې همالته پاته دي هغوی بيا له مجبورۍ نه د هنر له نړۍ سره خدای پامانې کړې.
شپږ دېرش کلن هارون باچا د يوې امريکايې ورځپاڼې سره په مرکه کې ويلي وو، ترهګرو راته ويل چې نور له موسيقي نه لاس واخله  که نه نو ستا او د کورنۍ خېر دې نشته.
د هارون باچا اته مياشتې کيږي چې امريکې ته راغلی ، خو زړه او ذهن يې اوس هم د کور او کلي په ياد کې نارامه دی، همدا سوب به وي چې په ږغ کې يې نور هم درد زيات شوی، نوموړي راته يوه بله دردونکې کېسه وکړه چې له خپل زوی سره مې په ټيلفون کې خبرې کولې، زوی مې راته وويل، پلاره زر روپۍ مې ټولې کړې، ما وپوښتی ، د څه لپاره؟ زوی مې جواب راکړ چې د امريکا ټکیټ په اخلم.
هارون باچا په خپل وطن کې د پښتو سندرو ډېر البمونه تخليق کړي او د پښتو ټلوېزونونو او راډيوګانو سترګې يې لوړې کړې دي، دا مهال که په امريکا کې  د غم او بېلتون سندرې وایي له دې سره يې په وينو کې د قوم او هېواد مېنه هم په څپو ده، نوموړي د پښتونخوا پر حالاتو د سندرو يوه نوې ټولګه تياره کړې خو د هغې د ثبتولو لپاره نه وسايل او نه هم اسانتیاوې لري.
هارون باچا د خپلو سندرو کتابچه راپورته کړه لومړی يې د پښتو د لوی مزاحمتي شاعر رحمت شاه سايل یو غزل ووايه چې وروسته يې په خپل خواږه ږغ کې زمزمه کړ:


دا اوښکې او دا وينې راټولې که سنبال يې که
خيال يې که د ژوند د ملالۍ د جبين خال يې که


يانې نن سبا چې د پښتنو په سېمو کې د وينو ويالې روانې دي په دې خپل همت مه بايله، دا خپل طاقت کړه او د حالاتو سيالي وکړه.
د نيويارک د پسرلي په دې يو څه سړه شپه کې داسې شاعرۍ، د هارون باچا ښکلي ږغ او د کور خاوند شري پالک طبلې دا وخت يو تل پاته يادګار کړ، ټوله شپه سندرې وې او د پښتونخوا پر حالاتو اوښکې تويېدې.
ما چې دا ليک ليکه نو تر مخې مې د پښتونخوا دوه خبرونه هم تېر شول، په پېښور کې د پښتو يوه ښکلې سندرغاړې شمیم ايمن اداس خپلو ورونو په ګوليو ووېشته او ويې وژل او بل خوا په بونير کې ‌طالبانو  د څلورو هغه ځوانانو سرونه او برېتونه ور وخرول چې موسيقي يې اورېده.

تبصره نسته

  1. ګرانو وروڼو پښتانه متل کوی ویی چې ویر شی نو په سرتوره ښه وی. نو راځﺉ چې د نړﺉ په هر ښار کې جلسې او جلوسونه وکړو او خلک د پاکستان له اړخه د پښتنو سره روان ظلم په ډاګه کړو. په لندن کې به مونږه ملګری تیار کړو او تاسو په امریکه کې اولس بیدار کړﺉ. او داسی په نورو ښارونو کې.
    ته امریکه کې غوبل جوړ که
    مونږ به لندن کې پښتانه راوپارونه

  2. بي البديهه بيتونه
    خاورې شوى يم،وي خاوروكې څه اوښكې
    ختمې شوي مې دي سترګوكې شتۀ اوښكې
    چې يې وينې داچينې اوداسيندونه
    دي زماپه خاوره ټولې اوبۀ اوښكې
    زېړزبېښلى يم ،غمونونېښتېځلى
    ختمې شوې مې دي ياره دزړۀ اوښكې
    څنګه وژاړم اوڅنګه اوښكې توى كړم
    په وجودكې مه نه وينې شته نه اوښكې
    اوښكې نه څڅوي شمس بې اوښكوژاړي
    نوپه سرۀ اوركې به پاتې شي څۀ اوښكې

  3. بي البديهه بيتونه
    خاورې شوى يم،وي خاوروكې څه اوښكې
    ختمې شوي مې دي سترګوكې شتۀ اوښكې
    چې يې وينې داچينې اوداسيندونه
    دي زماپه خاوره ټولې اوبۀ اوښكې
    زېړزبېښلى يم ،غمونونېښتېځلى
    ختمې شوې مې دي ياره دزړۀ اوښكې
    څنګه وژاړم اوڅنګه اوښكې توى كړم
    په وجودكې مه نه وينې شته نه اوښكې
    اوښكې نه څڅوي شمس بې اوښكوژاړي
    نوپه سرۀ اوركې به پاتې شي څۀ اوښكې