کور / ترخې خبري / د اقتصاد وزير، د كابينې با كفايته كه بې كفايته وزير؟

د اقتصاد وزير، د كابينې با كفايته كه بې كفايته وزير؟



د كابينې په وزيرانو كې د اقتصاد وزير يو له بې كفايته وزيرانو ګڼل كېږي چې نه ده معلومه مطبوعاتو ولې د دې ښاغلي اړه د تل په شان چوپه خوله غوره كړې او د هغه په اړه يې هېڅ هم نه دي خپاره كړي، يا يې د هغه په اړه د ځينو پټو او ښكاره اسنادو د پلټنې هڅه نه كړې.


ښاغلى جليل شمس چې په مطبوعاتو كې كم راڅرګندېږي زيات وخت مركو ته هم نه حاضرېږي او ځينې كسان يې يو دليل دا ښيي چې نوموړي كوم داسې كار نه دى كړى چې مطبوعاتو ته يې په اړه خبرې وكړي. ښاغلي كرزي تل هغو كسانو ته زياته ترجېح وركړې چې شخصي شناخت ورسره لري، يا په بهر كې اوسېږي او كرزى يې افغانستان ته راولي، يوه وظيفه وركوي او فكر كوي په دې توګه به دغه جهان ديده خلك ولس ته خدمت وكړي. 



اقتصاد وزارت يو له هغو وزارتونو څخه ګڼل كېږي چې له لارې يې دولت ته زيات عوايد په لاس ورځي، په مليونونو افغانۍ له دې لارې بايد د دولت بودجې ته انتقال شي، خو له بده مرغه د دې وزارت په اړه شفافيت نه دى موجود. لا شفافيت نه شته چې تېر كال او وړم كال دغه وزارت څومره عوايد دولت ته وركړي او په اقتصادي وده كې څومره پرمختګ شوى دى. يا هم د پرمختګ په وړاندې كومې ستونزې موجودې دي. 



ښاغلى جليل شمس د شخصي روابطو او ضوابطو پر اساس همدا اوس د اوبو او برېښنا له وزارت څخه د مياشتې ۲۰زره ډالره معاش اخلي. كوم وخت يې په دې وزارت كې د انرژۍ او اوبو د معين په توګه دنده ترسره كوله، چې هغه معاش يې د اسعميل خان د شخصي شناخت له بركته اوس هم حواله دى. په خپله په اقتصاد وزارت كې خو يې د بوجۍ خوله په خپل لاس كې ده. 



تېر كال ښاغلى شمس خپل كور ته تللى و، چې كور يې په بهر كې دى نوموړي ۲ مياشتې او ۱۰ ورځې په خپل كور كې تېرې كړې، چې وزارت يې دغسې لكه يتيم ماشوم بې مشره پاتې و. دغه دى د مسووليت احساس او دا ده وظيفه!!! د دې مظلوم ولس حاكمان داسې دي. 



وړم كال د حساب وركولو په اوونۍ كې ښاغلي شمس د مارچ پر ۲۸مه وويل:


” که څه هم دغه وزارت حکومت ته د اقتصاد په ډگر کې د پاليسۍ جوړولو دنده په غاړه لري، خو بيا يې هم تېر کال د ناحکومتي ادارو د بيا راجستر کولو له لارې نژدې پنځه ميليونه افغانۍ عوايد حکومت ته سپارلي دي“


خو سږ كال د حساب وركولو پر مهال، د وزير صاحب په راپور كې ليكل شوي وو، چې په دې وزارت كې اداري فساد موجود دى او همدې مشكل د دوى ځينې كارونه له ستونزو سره مخ كړي دي، عوايد سم نه شي راټولولاى او ملي سوداګر ستونزې لري، كله چې په دې اړه له وزير څخه پوښتنه وشوه، هغه په قهر شو، خبريال ورته وويل:



داسې ښكاري لكه تاسو چې خپل راپور په خپله نه دى لوستى. وزير غلى پاتې شو او څه يې ونه ويل، هغه تل له خبريالانو سره بد چلند كوي او تاسو به د هغه مركې هم كمې اورېدلې وي. 



ښاغلى وزير ځينې مهال په ولسشمر ځينې داسې اسناد هم امضا كوي چې د هېواد ملي ګټو ته سل په سلو كې تاوان لري، ښايي په دې ډول مواردو كې به د وزير صاحب خپلې شخصي ګټې هم مطرح وي او د خپل جېب غم به هم ورسره كوي. 



د تېر كال د زمري يا اسد پر ۲۳مه ښاغلى شمس د مشرانو جرګې  د شكايتونو د اورېدلو د كميسيون له خوا دغې جرګې ته وروبلل شو، چې په ننګرهار كې پر نجيب زراب باندې د ۶۵۰۰ جريبه پلورل شوې ځمكې په اړه ورڅخه معلومات وغواړي. سناتورانو وويل چې وزير په ولسشمر حامد كرزي باندې غيرقانوني سند لاسليك كړى دى. دا خبره په خپله وزير هم تر يوه حده ومنله او ويې ويل: 



((رئیس جمهوراگرنخواندوای به حالش،رئیس جمهوربدون اینکه بالای موضوع غورکند تصمیم بگیردوای به حالش،وظیفه اش است که باید آنرابخواندپس چرابه ما میگویند که موضوع رامطالعه وبعدازنوشتن نظرخود برای من روان کنید این پیشنهاد غیر قانونی نیست،یک نظر مشخص است که برایش ارسال کردیم )) 



نجيب زراب هر جريب ځمكه په ۳۰زره افغانۍ له دولت څخه رانيولې، حال دا چې د سناتورانو په وينا كه داوطلبۍ ته لوېدلې واى ښايي هر جريب به ۳۶لكه افغانۍ پلورل كېداى. خو هسې بې پرسانه ښار دى هر چا چې هرڅه وكړل كوي يې او چا د چا پوښتنه كړې ده. 



ملت رښتيني خواخوږي غواړي نه غرب ځپلي او متمدن غله!!



ښاغلى جليل شمس په ۱۳۱۹ل كال په هرات كې زېږېدلى د المان په بوخم پوهنتون كې يې د اقتصاد په برخه كې زده كړې كړې دي.


پاى

تبصره نسته

  1. سلامونه جليل شمس هغه بې كفايته وزير دى چې د يوه ساده سړي هومره كار يې هم وطن ته نه دى كړى، خپل جېب يې ډك كړى دى، په دې وزارت كې ځينې سرچينې وايي وزير په زياتو رشوتونو او اختلاس تورن دى، خو تورن اسمعيل يې تر شا ولاړ دى كرزى له تورن اسمعيل څخه بېرېږي نو ځكه دى نه شي ليرې كولاى

  2. wrora yawa khabara darta wakrama tanha ismail khan na da chi la ghlo na defa wakri di dala ghata da laka fahim ahamad zya massoud qanoni doye tol pa yawa lara rawan di di hamdoye la lasa da watan karapa da was ye jabhi mutahid ham jora kari da chi tol paki ghla ratol shwe di. javid