لوړ رتبه طالب چارواکي ملا برادر اخند د يوې اعلاميې په خپرولو سره د بهرنيو ځواکونو او افغان دولت پر وړندي د نصرت په نوم د نوو عملياتو د پېل کېدو خبرداری ورکړ .
په دې اعلاميه کي ددولتي لوړ رتبه مامورينو تر څنګ ددولت او بهرنيو ځواکونو لوجيستيکي او ساختماني همکارانو ته هم خبرداری ورکول سوئ دئ ، د ملا برادر اخند په وينا دغه ډول مرستي او همکارۍ به افغانستان کي د بهرنيانو داشغال موده اوږدوي .
طالب مشر ملا برادر اخندپه داسي حال کي د نوو عملياتو او بريدونو د زياتېدو خبرداری ورکوي چي ويل کېږي د طالبانو استازي د افغان دولت د استازو سره د سعودي عربستان د پاچا په منځګړيتوب د سولي په خبرو اترو بوخت دي .
د ملا برابرد اخند په نوم د خپرې سوي اعلاميې پورته متن لوستلو ته دا ځای کليک کړئ .