کور / کیسه / دشاپيرۍ څرك دوهمه برخه

دشاپيرۍ څرك دوهمه برخه

په مذهب دمحبت شوم دنفرت له دينه اوړم
دليلٰى په ابى سترګو بدګومانه يمه خدايه
 
څو ورځى وړاندي كابل ته په يو رسمي سفر تللي وم له كوم چاسره چى مى كار وو هغه نه وو.
نو ټوله ورځ به يكتنها دهوتل په توره كوټه كى ناستوم او دانتظار ګړۍ مى شميرلى په داسى حال كى چى په ټول كابل كى مى هيڅ څوك هم نه پيژنده.
باور وكړۍ چى بى اينتهامى نفس تنګ وو.
چى ناببره خداي پاك يوه فريشته راوليږل چاچى زما توراوسپين ژوندرنګين كړ.
كله چى هغه مهربانه فريشته زما له حاله خبره شوه نوسم دلاسه ئي زمادشپى د ډوډۍ بلنه ومنل چى دا احسان بى ئي هيڅ كله هير نه كړم.
دماپښين شاوخوا درى بجى وى چى موبائيل ته مى زنګ راغى چى ورته ځيرشوم څه ګورم چى دهماغى فريشتى نمبردى، وروسته تر سلام ئي په ډيره مينه او ادب راته وويل، مصروف خو نه ياست؟
زماچى دهوټل تورى كوټى دتنهائي په ملتيا ډير سخت نفس راتنګ كړى وو فوراً مى ورته وويل، نه نه بيكاره يم! نوئي په خاص ذ كاوت اومينه نا كه لهجه راته وويل، زه دسيټي سنټر په رستورانت كى ستاسو انتظاركوم.
ددى خبرى په اوريدو سره مى زړه دخوشحالۍ نه په ټوپوشو او عقل مى نوره ملګري پريښوده!
سمدلاسه دهوټل له هغى نفس تنګه كوټى نه را ووتم او دسيټي سنټر په لور روان شوم چيرته چى يوى ښكلى پري (شاپيرۍ) زمادراتګ انتظار كاوه.
كله چى رستورانت ته ورسيدم ومى ليدل چى دخپلى يوى ملګرى سره ناسته ده، زما په ليدو سره دځايه پاڅيده مسكۍ شوه اوپه ورين تندي ئي ښه راغلاست راته ووايه او ورسره ناستى ملګرى ته معريفى كړم.
وروسته ئي زماپه خوښه دزردكوجوس راته راوغوښت، ورو ورو مى دجوس په چيښلوپيل وكړ او ددى پري وخبروته مى غوږ نيولى ووچى په ډير هنر ږغيده او مطلق ديوى شهزادګۍ له خاصيتونو څخه برخمنه وه.
دجوس تر چيښلو وروسته په ګډه سيټي سنټر ته نژدى ماركيټو ته ولاړو تر ښه ناوخته پورى وګرځيدوڅه ناڅه سوداموهم وكړه
دماښام وخت شو او هغه بله ملګرى زموږ څخه جلا شوه موږ ورو ورو بيرته په قدم وهلو رستورانت ته راغلو.
ما په خپل اوويشت كلن ژوندكى چى تقريباً ټول اسيائي هيوادونه مى ليدلي دي داسى ښايست (ښكلا) او داسي لياقت دانسان نه وو ليدلى!
دغى نازكى ګل غوټۍ چى يوازى اويوازى خپل دژوند يوويشت پسرلي صفري كړيدي اوپه همدغه تنكۍ ځوانۍ كى دامريكادمتحده ايالاتود (نارت وډ) پوهنتون چى د ميچيګان په ښاركى واقع دى دتجارتي علومو دپوهنځي څخه په اول نمره ګۍ فارغه ده اوعلاو پردى دطلائي ميډال ګټونكى هم ده، دغه پري په انګليسي، كمپيوټر، انټرنټ اوداسي نوروعصري علوموكى هم سيال نلري.
خداي پاك دبى كچه لياقت برسيره شجاعت، دلاوري، عالي شخصيت اوبى سارى ښكلا هم وركړيده.
دهوسۍ په څيرغټى اودجهيل په څيرابي ښايسته سترګى ترى راچاپيره ښكلي باڼوګان چى دښايسته سترګوښكلا ئي لانوره هم پسى زياته كړيده پرسپين رخسارئي خورى ورى طلائي وريښمينى زلفى،
نه هيريدونكى دمڼى په شان نازك باړخوګان اودګلاب په څيرسرى اناري شونډى چى په زړه كى ورته تنده پيداكيږي.
جګه نرۍ غاړه، دګل په څيرنازك ښكلى بشر، سپين سپين مړوندونه، نازكى نرۍ ګوتى خندانه څيره دلمرپه څيرشګفته ښكلى جبين، دنګه ونه كټ مټ دجنت دحورى په څيرښكاريده دغه پري چى دسروزرو(طلا) په ګاڼو(زيورات) ملبسه (اغوستى) وه
هيڅ مى زړه نه غوښتل چى سترګى ځنى واړوم.
زه لا دهغى دښكلاپه سمندركى غرق وم چى په خبروخبروكى ئي دغم زيرى راباندى وكړاوپه ډيره غمجنه لهجه راته وويل سباسهارزماپروازدى دكابل دهوائي ډګرنه چى ددى خبرى په اوريدومى خوشحالي په غم بدله اودژوندپرګلستان مى خزان راغى، نورمى پرخپل عقل كنترول نه درلوداوديوبى وسه ماشوم په څيرمى په ښراوُپيل وكړ،چى خدايه دى په هوائي ډګر اورولګوى چى ستا پرواز معطل شي.
هغى فرشتى چى زماداخفګان وليدنوډيره تسلي ئي راكړه چى كه ژوند وو بيابه سره و وينو ته مه خفه كيږه خداي مهربانه دى.
وخت ناوخته وودماښام ستوري ځليدل، سپوږمۍ هم داسمان په غيږكى ځليدلى ښكاريده اووخت نوره اجازه نه راكوله چى ددغى ښكلى پري سره تم شم. نو د شپه موپخيرپه ويلوسره مى خداي په اماني ځني راوخست.د ګرومه ډك زړه دخپل هوټل په خوا روان شوم او د ډيرى خواشينۍ نه مى دشپى ډوډۍ هم و نه خوړل او په همدى فكرونو او چرتونوكى ويده شوى وم.
سهارچى له خوبه پاڅيدم دكابل په ښكلى ښاركى دغم تغرخور وو حيران شوم چى نن ولى دكابل ښكلا ښكلى نه ښكاري، چى معلومات مى وكړ،خبرشوم چى هغه پري له كابل نه تللى وه اودكابل ښكلائي له ځان سره وړى وه.