کور / شعر / دا رېښتيا مياشت د غوايي ده

دا رېښتيا مياشت د غوايي ده

             مياشت دوهمه په هر کال د پسرلي ده
 ګرمه نده د ساړه جنګ قرباني ده
د غويانو به وي خوښه که يې اوه م ،که يې اتم ده
 دواړه ورځې دي ټاکلي مونږ ته خپل دښمن روسي ده
  دا رېښتيا مياشت د غوايي ده
په برېتونو او په سڼو پېژندل دوی
  په روغبړ کې به لاسونه کېمنډل دوی
طبقاتو او په برخو به وېشل دوی
  په افراط کې به له ورايۀ ښکارېدل دوی
نه د مارکس دا فلسفه ،نه لېنېني ده
  دا رېښتيا مياشت د غوايي ده
قلبه يان يې زېږول 
 د وزو نه يې ځمريان راته جوړ کړي
خورد ظابط يې وزيرانو ته ختلي
  کوڅه ډه به بدماشان يې ټول يؤ کړي
رهبران يې څوک خصبه ده څوک ملا او څوک چړي ده 
   دا رېښتيا مياشت د غوايي ده
ښه قلبه يې کړه جونګړه د افغان
 نه پر تله د چا کېږي، نه ميزان
دې غوبل کې د غويانو شو تالا افغانستان
 روح تازه شو د سقاو او چنګېز خان
بد شاګومه د شي واړه ،همه واړه تحمېلي ده
  دا رېښتيا مياشت د غوايي ده
چا وئېلې انقلاب مو نه شرقي ده، نه غربي ده
  دې غوبل کې لوی غويۀ دا تره کي ده
په بالښت يې نفس وخوت وفا داره شاګردي ده
  دا غوبل ته خو اوس ګورۍ ،هم شرقي ده هم غربي ده
   دا رېښتيا مياشت د غوايي ده
ډه له ، ډه له يې وژلي
  په زرګونو يې په يؤ ځای کې خښ کړي
د څرخي پله په زندان يې اچولي
  اختناق ،ترور دوران دې  امېني ده
   دا رېښتيا مياشت د غوايي ده
په نامه باندې بزګر ،کارګر ته مل وه
 نه دهقان وه نه کارګر وه نه يې مل وه
د سور پوځ د غاصبانو ښه اتل وه
   استقلال ته د افغان ملت لوی غل وه
وئېلې دا چې پړاو نوې د جدي ده
   دا رېښتيا مياشت د غوايي ده
درواځې نه دي وتلي، په کړکۍ بېرته راغلي
  خپلو ګټو دسيسؤ کې دي وتلي
چې په کار يې وي نو دوی ته دي ښاغلي
   دوی  ته يؤ دي که کارمل که رباني ده
    دا رېښتيا مياشت د غوايي ده
چې مخ تور بيا د ببرک شو
   د ډاکتر غوايي نوبت شو
ګورباچوف هلته هک،پک شو
  ده به وئېلې روغه جوړه زمونږ ملي ده
    دا رېښتيا مياشت د غوايي ده
روحانېت کې ده منلۍ
  هر ،رژيم کې ده ښاغلۍ
د قدرت شوق ده رټلۍ
  د هر چا ده ،دۍ ملګرۍ
د وزې په رنګ يې ږيره مخ يې هم د خوسکي ده
  دا رېښتيا مياشت د غوايي ده
د ګيدړ په سېر مکار ده
 په نفاق کې ډېر هوښېار ده
په زړه تور لکه ښامار ده
   هم په سر يې سپين دستار ده
 د سقاو د ځوی په پل دا رباني ده
    دا رېښتيا مياشت د غوايي ده
هر يؤ قوم يې زمونږ مېلېت کړ
     ورته ګرم يې اکثرئېت کړ
وران ويجاړ يې ټول ملت کړ
   ده پر مونږ دا ټول ذلت کړ
اوس لا ګورۍ جوړ د ژبو تربګني ده
   دا رېښتيا مياشت د غوايي ده
دا خبرې که قومي دي ،که سمتي که ژبني دي
   څه يې ازبک، څه يې تاجک څه پښتني دي
نه خپل سر دي ،نه خود جوش دي نه خودي دي
   لاسوهنه دسيسۀ د ايراني ده
   دا رېښتيا مياشت د غوايي ده
  شعله يان، که پرچميان دي ،جميعت که ستميان دي
     که روڼ اندي دي که ندي،روحاني که ملايان دي
يوۀ هيله يؤ ارمان دي تباهۍ ته د افغان دي
  مونږ ته يؤ دي توپير هر څه که په دوی کې خپلمنځي ده
      دا رېښتيا مياشت د غوايي ده
افسران مو ماشيني را شوروي کړل
    علما مو را  وارده  پنجابي کړل
شوده ګان يې څوک پوځي څوک مذهبي کړل
     څوک ديؤ بند نه وه ښاغلي او څوک هم دا شوروي کړل
   د اوښانو قبضه غوټه اوس د خره په رهبري ده
      دا رېښتيا مياشت د غوايي ده
د بينا چې دا قصه ده
  د وړانده نه څه ګيله ده
مترولې به يې ګيرې
   چې د چا لنډه ،اوږده ده
د ملا ،طالب نوبت هم ګواکې تېر شو
     خدای خبر چې نوبت کله د چړي ده
       دا رېښتيا مياشت د غوايي ده
د زور واکو واکداري ده
   په نامه ديموکراسي ده
په دوه لومو کې بند شوې
    دغه حال نن د کرزي ده
دا رېښتيا مياشت د غوايي ده
د غويانو دا داستان  داسې قصه ده
     د چا ګيره پکې لنډه او د چا پکې اوږده ده
څوک يې ګاوده څوک يې خر څوک يې وزه ده
     د برېتونو او د سڼو پکې ښه مسابقه ده
دې غويي اوس ځېږولې دغه شان جبهې ملي ده
   دا رېښتيا مياشت د غوايي ده
د بل ګټې يې ښې نشي
  چې د دوی ګټې شي سپي شي
وينې زبېښي خوار غريب نه
    خود مختاره الاجي شي
د نړۍ د قدرتونو بر لاسي ده
    دا رېښتيا مياشت د غوايي ده
درنې سپکې يې پر مونږ وه ازموئېلې
    نړېواله،ملګرتوب کې چا هم ورور مونږ ته وېئلې
همه واړو لاس ورکړۍ ،جوړ زمونږ په بربادي ده
   دا رېښتيا مياشت د غوايي ده
د غويانو دا قصه دا يې دا ستان وه
   اموخته په بل اخور او دسترخوان وه
د روسانو،پنجابيانو ،ايرانيانو اجنتان وه
    څوک يې خره ،څوک يې وې مېږې څوک اسان وه
بعضې خره په خوب کې ويني ښه قصه خراساني ده
  دا رېښتيا مياشت د غوايي ده
دا غويه اوس دېرش کلن شو
   شولو زوړ او هم پمن شو
قصابان پرې خبردار کړۍ
   يا يې ورک يا يې مردار کړۍ
پوخ په دېګ کې د بخار کړۍ
  سر يې پټ کړۍ اوس نوبت د غبرګولي ده
      دا رېښتيا مياشت د غوايي ده
ځان ساتنه خو دا حق زما او ستا ده
     په سپېړو مو سور مخ بيګاه صبا ده
که ته وينې روان ړوند مخ ته يې سا ه ده
   نو که غلۍ شې دا ستا ستره ګنا ه ده
د حامد دا لوی افغان ته استدعا ده
سره يؤ شئ ، شئ يؤ موټۍ نوبت تېر د ځان ځاني ده
           دا رېښتيا مياشت د غوايي ده