کور / ترخې خبري / په كندهار كې محشر او بې كفايته امنيتي چارواكي

په كندهار كې محشر او بې كفايته امنيتي چارواكي


 
په كندهار كې تېر او روان كال خونړي كلونه بلل كيږي چي زياتي چاودني، وژني، بمي حملې او غلچكي بريدونه په كي وسول او دا لړۍ اوس هم روانه ده، چي هيڅ سړى هم ځان خوندي نه احسسوي. د كندهار پر امنيې قوماندانۍ له دوو ځانمرګو بريدونو راپيل كړه، پر ولايتي شورا تر خونړۍ حملې او بيا د ولايت پر مقام ځانمرګي بريدونه چي له دې څخه سړى اټكل كولاى سي چي كندهار ماشا الله څومره باكفايته امنيتي چارواكي لري. څومره قوي استخبارات لري چي ځانمرګي په ښار كي دننه تنظيميږي ښار ته راځي، يا غلچكي بريدكوونكي په ښار كي دننه فعاله دي، د كندهار استخبارات د فيل په غوږ كي بيده دي.
 
په كندهار كي په يوه مياشت كي تر ۲۴ زيات ديني عالمان او ملا امامان ووژل سول، د ولايتي شورا غړې ستاره اڅكزۍ په غلچكي بريد كي ووژل سوه، ازاد خبريال جاوېد احمد يازمي په رڼا ورځ ولايتي شورا او د استخباراتو رياست ته نژدې ووژ سو، د پوهني رئيس، د روغتيا رياست مرستيال دغه راز ځيني نور روغتيايي كاركوونكي په دې وروستيو كي ووژل سول، خو نه يوازي قاتلين ونه نيول سول، بلكي وسلوال دومره باجرئته سول چي ان د ولايت مقام ته دننه ننوځي او حملې كوي.
 
چي د ولايت وداني او امنيه قومانداني په امن كي نه وي د خلكو ژوند به څنګه امن وي، دا دومره پوليس، استخبارات، د ملي اردو ځواكونه او په زرګونو كاناډايان په څه اخته دي؟
 
د تېر ميلادي كال په سپټمبر كي د ښځينه پوليسو مشره ملالۍ كاكړ هم ووژل سوه، دغه راز په ۲۰۰۶م كال كي د كندهار د ښځو چارو رئيسه صفيه عمه جانه هم په وسلوال بريد كي ووژل شوه.
 
كله چي خبريالان د كومي دغه ډول پېښي په اړه له امنيه قوماندان مطيع الله قاطع سره خبري كوي، نه يوازي معلومات نه وركوي، بلكي داسي وضعيت كوي ته وا د دغو پېښو تر شا د خبريالانو لاس دى. د قاطع د چلند په اړه تر دې مخكي هم په مطبوعاتو كي ليكني راغلي دي، چي څومره ښه اخلاق لري ما شا الله.
 
ښايي د كرزي د ادارې دغه ډول بې كفايته كسان په كار وي، هغه كسان چي كار كوي تاسو ته به تجربه سوې وي چي همدې ادارې له يوه ولايت څخه بل او له يوې سيمي څخه بلې هغې ته بدل كړي دي، يا هغه كسان چي واقعاً كار كوي همدې كرزي او كرزيانو پسي اخيستي دي.


كرزي كه بل هر كار كړى، دكندهار دپاره يې لوى خيانت كړى دى، چي دې ولايت ته يي هيڅ پام هم نه دى كړى، په دې هيله چي پاك خداى (ج) د كندهار خلك له روان ناورين څخه وساتي. 

تبصره نسته

  1. slamona aw nikie heali towlow afghanano wrorowno ta wrandi kwam heala da qabul ye ke… sa moda makh ke me da kandahar wali da mrasteyal sra pa yow majlas ke da matboatou matlab me da khabar yealano par azadi khabree wakree war ta wame wayel saheb monz bayed matboato ta pa khapala ghezha ke zai war ko zaka da par makhtag yowazni lara da matboatou azade da ………..no hagha dase yowa khabra rata waka che da kido kho war na balki da sharam khabra wa da dase yow chasra che da laso lako wgaro da wlayet da sar mashrano pa jomla ke hesab ki de ……………
    hgha ghareeb pa jawab ke wawayel che matboaat zmonz pa watan ke da psad loi elat joredai se ………………….da ye zaka wa wayel che dai pohede che pasad pa dake sta wa dai ye da jwab war kawolow twan pa zan ke na winam no zaka ye wayel che matboaat latar wosa dalta da azadi leyaqat na lree bayed matboaatou ta heas dwal azadi war na kwal se no wos ta kzawat wa ka pa dase chaplosa idara ke ba da chasa da sho tama wa ke aw da chasa ba da reshteya wayelow tama wa ke KARZAIsaheb kho da kharije siasat skha zan nase khlaswali hagha kho towla wraz da kharijano da lasa da arg skha dabande wato ta nade khlas aw wror ye AHMAD WLI KARZAI kho beya bichara towla wraz da Mola Umar pa srai ke la amricai mashawirino sra zan masghla satli la hgha zaeya che ra wawzi beya no da kandahar da ghlow da bacha pa sefat khapla danda par makh beya ye bal no dai sa kar laree …………yow kal makh ke da kandahar da yowee shtamni korani da 8 kalo mashom watshtwal sho aw da 2 lako amricai dalaro ghostana ye da mashom la korani sa washwa kho haghi bichara gano dadi paissu twan na darlodi no ye mashom pa deara be rahmi pa shahadat wraswe kla che ye ghla da khad la khwa waniwal shwa 2 saata wrosta da AHMAD WALI KARZAI mrasteyal HAJE FZALUDIN pase raghli mashar ghal ye che CHAMANI NOOR MUHAMMAD nomidi pa zmanat khoshi ke tar nan warazi poree beya cha na de lidali aw na ham sok da HAJI FAZL ALDIN sra dade khabree hesab kwali se wos no tase wawayeat pa dase shaar ke ba sanga da mili aminyeat ghreeb karmandan da saghali aw raghali badar salar AHMAD WLI KARZAI pa hozoor ke kar wake aw sanga ba da da la mohtram hozoor sra moqbila waki da kho GUL AGHA SHAIR ZAI nadee che zra ye waghwaree halta ye war teal wahi dakho da Karzai khapal wror de che akhir ba ye hesab la da sra kizhee ka nan we ka sba da ye da yowa pashton qwal de…… no zanona ma staree kawee wos de ham par doi shabas we che wli ye khabaryalan da srak par ghara pa dazo nade badraga kree ta lapaki azadi ghwar ahhhh………………..waslam

  2. ښاغلى پروېز نجيب چي د والي صاحب د سكرټر دنده لري والي او د ولايت نورو چارواكو ته ډول ډول شيطانتونه كوي والي صاحب او نوره چارواكي غلط پوهوي چي همدغه مشكل ته په پاملرني سره تاسي آټكل وكړئ چي ستونزي به څنګه حل سي، په دې بې كفايته اداره كي هر څه په دغه ډول غلط فهميو سره ترسره كيږي

  3. سالم صاحب تر څوچي احمدولی کرزی له قدرته بې قدرته نسي نوپه کندهارکی به داحال روان وی . نورنوخبری ډېری سریی یودی

  4. رشتیا ده چی په کندهار کی امنیتی حالت خراب دی ټول خلک داحمدولی څځه شکایت کوی اوکرزی صاحب هم ځه نه اوری دده په هکله!هغه څوک د ی خدای تعالی ځانمګرو ته برابر کړی چی پکی لاس لری او هم غله او رشوت خواران که هغه هر څوک وی

  5. ستاسوخبره بيخى پرځاى ده ټول مشكلات نن سبا ټول دهغو اميرانو له لاسه ودغه بيوزلو افغانانو ته رسيږ ى كوم چى واك او قدرت لرى.
    زما په نظر دغه اوسنى نظام بايد ټول تغير وخورى .
    مننه

  6. قدرمن دوستانو دا ګډوډې نه ېواز په کندهار کی ده بلکی دآفغانستا په هر ولاېت کی ده خو را ځی چه ده دی لپاره ېو بنیادې لار پیداکړو او وسنی چارواکی ېو ځل بیا غواړی چی افغان ملت ته دوکه ورکړی زما په اند دا بښه وې چی لاس پکار سو هغه بنسادی کار چی کول يي پکار دی یوی ګډه پرکړه وکړو
    په در نښت.

  7. سلامونه امان الله اشنا صاحب کور دی ودان داخودی داسي نظر ليکلی دی رشتيا هم بايد عمل په وسي موږ بايد په شريکه په يوه خوله او يوه زړه بيله له کمي شخصي غوښتي ده خپل بيچاره اولس دردونو له دوا شو هو زه ده اشنا صاحب ده نظر پلوې کوم او له ټولو وروڼو څخه هيله لرم چه په دي هکله يو له بل سره مرسته وکړي او ده ټولو مخکي زما په نظر د خپلو عادلانه نظرونو له وړاندی کو لو څخه ځان وه دريغه وي او دا پوښتنه له ټولو وروڼو څخه لرم چه کم ډول کلمي مبارزه موږ کو لاي شو چه ده مشکلاتو ده اواريدو لاره پيداکړو .
    زه يو ځل بيا له ټولو وروڼو څخه هيله کوم چه خپل نظرونه له همدا اوسه په ډيره سړه سينه همدلته سره شريک کړی .

  8. افغانی او اشنا ا و ټولو افغانانو ته سلامونه ستاسو خبره بيله شکه ښه خبره ده زه هم ستاسو سره موافق يم او زه دا وايم تر ټولو غوره لار زما په نظر داده خپل نظرونه سره شريک کړو هغو وروڼو ته چه يو په بل پسي يي توپک را اخيستی دی له هغوي سره هم مرسته وکو او سمه لاره ورته په ګوته کو او پر اجتماعي مشکلاتو هم خبري اتري وکړو دا ځکه چه زمونږ ده مشکلاتو بنياد له کور څخه شروع شوی او پرمملکت يي اسر کړي نو اخيري به دا ووايم زه ځوان يم په څه نه پوهيږم خو مشران ليکوالان بايد له همدغه ځايه خپل نظرونه له مونږ سره شريک او دا دهغوي ايماني وظيفه .

  9. سلامونه له تاسو يو جهان مننه زه به يوه خبره وکړم خداي دي وکړي څوک خفه نسي….. هغه متل دي وايي ده باچا …. پکار شوه پيشي تر خاورو لاندي کړه نو مطلب مي دادي دا ليکوالان او پوهان ښه پوهيږي چه همدغه يي ….. لاره ده چه دنظرونو شريکول دهل ده اواريدو لومړې شرط دي خونه بابا قسم ده که الف لا ولکي ددوي يي په څه که حامد کرزي غودندي يو څوک يي وليدي نو مه پريږده ده شپوږي نوم باجه خانه ږدي خو کله چه ده اسامه او ده اي.ايس.اي ده غلاما نو وار راسي نو دوي دي خداي ووهي که ټکي لا وليکي نه پوهيږو چه په سلګونو مکتبونه ده چا ده لاسه خراب شوه په سلګونه کلي ده چا ده اسه په کنډوالو بدل شوه هره ورځ په يو ولايت نه په يو ولايت کي ددوي غوليدلي ځانونه په بم کي الوځوي او بيګناخلګ شهيدان کوي خو ددوي يي په څه ده وطن دخدمت خبره راسي ولاکه خبره لا وليکي او دا متل لا ده اسه تيروي وايي چه سر دي نه خوږيږي ولي داغ ورباندي ږدی
    ډيره ده شرم خبره چه ځانو ته ليکوالان وايي خو قلم يي دخپلي بيغيرتې وه جيب ته اچولي وي ارمان ارمان نن ځيني بي ناموسه خلګ پر پښتنو ده خره نوم ږدي خو موږ لا پټه خوله ناست يو لا مو سترګ مړي نيولي دي دا زه نه منم چه دا ده يو قوم نمايده دي خو پدي ښه پو هيږم چه دا پردي بي ناموسه دي او ده افغانانو ده ده بي اتفاقي اور تازه کوي تاسي وګوري او بيا قضاوت وکي او دا موردګو چه څه وايي ده چا ده لاڅه واي خداي ته وګوري څوک مري او څوک ملامت دي http://www.youtube.com/watch?v=vknnfH2jBxk

  10. سلامونه له تاسو يو جهان مننه زه به يوه خبره وکړم خداي دي وکړي څوک خفه نسي….. هغه متل دي وايي ده باچا …. پکار شوه پيشي تر خاورو لاندي کړه نو مطلب مي دادي دا ليکوالان او پوهان ښه پوهيږي چه همدغه يي ….. لاره ده چه دنظرونو شريکول دهل ده اواريدو لومړې شرط دي خونه بابا قسم ده که الف لا ولکي ددوي يي په څه که حامد کرزي غودندي يو څوک يي وليدي نو مه پريږده ده شپوږي نوم باجه خانه ږدي خو کله چه ده اسامه او ده اي.ايس.اي ده غلاما نو وار راسي نو دوي دي خداي ووهي که ټکي لا وليکي نه پوهيږو چه په سلګونو مکتبونه ده چا ده لاسه خراب شوه په سلګونه کلي ده چا ده اسه په کنډوالو بدل شوه هره ورځ په يو ولايت نه په يو ولايت کي ددوي غوليدلي ځانونه په بم کي الوځوي او بيګناخلګ شهيدان کوي خو ددوي يي په څه ده وطن دخدمت خبره راسي ولاکه خبره لا وليکي او دا متل لا ده اسه تيروي وايي چه سر دي نه خوږيږي ولي داغ ورباندي ږدی
    ډيره ده شرم خبره چه ځانو ته ليکوالان وايي خو قلم يي دخپلي بيغيرتې وه جيب ته اچولي وي ارمان ارمان نن ځيني بي ناموسه خلګ پر پښتنو ده خره نوم ږدي خو موږ لا پټه خوله ناست يو لا مو سترګ مړي نيولي دي دا زه نه منم چه دا ده يو قوم نمايده دي خو پدي ښه پو هيږم چه دا پردي بي ناموسه دي او ده افغانانو ده ده بي اتفاقي اور تازه کوي تاسي وګوري او بيا قضاوت وکي او دا موردګو چه څه وايي ده چا ده لاڅه واي خداي ته وګوري څوک مري او څوک ملامت دي http://www.youtube.com/watch?v=vknnfH2jBxk