کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / بونېرکښې عمليات : تر اوسه د چا لاس د بره دئ ؟

بونېرکښې عمليات : تر اوسه د چا لاس د بره دئ ؟

 
 



نن په بونېر کښې د شرخوښو په ضد د پاکستاني قواؤ دعملياتو څلورمه  ورځ ده اؤ هرڅو که فوځ دعوا کړېده چې دوۍ د بونېر سرښار ډګر په خپله ولقه کښې اخيستی دی ، په حقيقت کښې پاکستاني فوځ تر اوسه په پوره ډول بونېر ته په راننوتلو کښې هم نه دی بريالی شوی اؤ خپله د عسکرو ترجمان مېجرجنرال اطهرعباس پرون په يو خبري کانفرانس کښې خبريالانو ته وئيل چې فوځ د مردان اؤ بونېر په پوله د اورپکو له اړخه د سخت مقاومت سره مخ دی ـ 
 


ډګر د بر بونېر په سيمه پروت دی اؤ پرون سحردلته پاکستان خپل کمانډوز اؤ فرنټئير کانسټبلري سره د ضلعي سرکاري افسر ډي سي اؤ په هيلي کاپټرونو کښې راکوز کړي وو اؤ د قبضې اعلان ئې کړی وۀ ـ 
 


په بونېر کښې ددې مياشتې په سر کښې د سوات طالبان راننوتي ووچې وروستو پسې د تحريک نفاذ شريعت سرمشر مولانا صوفي محمد راغلو اؤ دوۍ ئې واپس بوتلل خو حکومت وائي چې دوۍ په اصل کښې غرونو ته ختلي دي اؤ په رښتيا سره د بونېر د تللو اراده نه لري ـ بل خوا طالبانو وئيل چې دوۍ د اسلام تبليغ له بونېر ته راغلي وو اؤ د تحريک طالبان سوات د وياند مسلم خان وېنا ده چې دا زمونږ وطن دی اؤ چې څه وخت مو چرته زړه اوغواړي ، مونږ به هلته کښې ځو ـ 
 


ولې امريکا د وسله والو بونېر ته په راتګ ډېر بد ګڼلي دي اؤ دړکه ئې ورکړې ده چې په دې به ددوۍ د پاکستان سره په تعلقاتو ډېر بد اغېز پرېباسي ـ پنجاب هم دا په ځان باندې د تربېلې په لار يو ګواخ ګڼلی دی ـ 
 


د امبېلې په مقام د باباجي کنډاؤ نه علاوۀ طالبانو د سلطان وس کلی اؤ د پېربابا مزار اؤ ورسره جخت جماعت هم په خپله ولقه کښې اخيستي وو خو تازه خبرونه دادي چې طالبان د پيربابا د مزار نه وتلي دي اؤ په غرونو کښې ئې مورچې نيولي دي ـ دوۍ د ځان سره د پيربابا د باچاکلي نه اويا تنه پوليس اؤ ايف سي هم بوتلي وو چې وئيلی شي ، بيا ئې راپرېښودي دي ـ 
 


بونېر د پختونخوا په داسې سيمه پروت دی چې د ډېرو ضلعو يا منطقو سره ئې پلې شريکې دي ـ د سوات اؤ بونېر په مېنځ کښې تاريخي غر ايلم پروت دی اؤ په دې غر د يو جرنيلي سرک نه علاوه نورې هم کچه پخې لارې شته دی خو پاکستان د عملياتو نه وړاندې دا لارې نه دي تړلي اؤ تګ راتګ پرې هغه شان کيږي ـ هم دغه وجه ده چې بېګا شپه څو لارۍ خلق بونېر ته راواختېدلو او د سلازرو په جوړ نومې چوک کښې ئې د فرنټئير کانسټبلري کېمپ محاصره کړلو ـ ددې سره دوۍ د دوکانو سرونو ته اوخاته اؤ خوا کښې د کالج اؤ اسکول ودانۍ هم اونيولې ـ تر اوسه پورې دا محاصره جاري ده چې په ځواب کښې ئې پاکستاني قواؤ د هيلي کاپټرونو نه په خواوشا پرتو کلو اؤ شاړو غرونو باندې ګولۍ اورولې ـ 
 


د بونېر بله پولۀ د مالاکنډ ايجنسۍ سره د ناوې ډهنډ په مقام غوڅيږي چې هغه خوا ترېنه کوزه اؤ بره بازدره نومې کلي دي ـ دېخوا ورسره د کنګرګلۍ کلی پروت دی ـ وئيل کيږي چې پاکستاني فوځ د کنګرګلۍ کلي خلقو ته د کلي د خوشي کولو حکم ورکړی دی اؤ په ناوې ډهنډ باندې جنګي الوتکو بمباري کړېده ـ خو کتونکي وائي چې په ناوې ډهنډ هم د طالبانو قبصه هغه شان مضبوطه ده اؤ پاکستاني قواؤ داسې ځائې باندې ګولۍ اؤ بمان ورولي دي چرته چې يوه بيزه يا ګډه هم نه شي کولی چې اوخيژي ـ په دې مقام باندې طالبانو خپله څوکۍ جوړه کړې ده خو تر لرې لرې پورې د پاکستاني فوځ نوم نښان نه ښکاري ـ دلته د پوليسو چوکۍ وسله والو دړې وړې کړېده ـ


ددې سره جوخت د کنګرګلۍ کلي نه يو سرک د مردان ضلعې کاټلنګ نومې ښارګي ته رسي ـ وئيل کيږي چې په دې لاره باندې د پاکستان ټېنکونو د راننوتلو هڅه کوله خو د نامعلومو وجوهاتو له کبله بونېر ته د را اوړېدو په ځائې واپس ستن شول ـ 
 


ياده دې وي چې د امبېلې په مقام، چې د مردان ضلعې د رستم نومې ښارګوټي نه کوم سرک بونېر پله راځي يا ورسره بونېرپله نوی جوړ شوی سرک د ملندرۍ په لار راوړي ، اؤ چرته چې د طالبانو له اړخه سخت مقاومت روان دی ، فوځ ته ځائې په ځائې د سرک پولونه په بمونو الوځول شوي دي يا ورته بمونه ايښودل شوي دي ـ 
 


ايا پاکستاني فوځ په بونېر کښې د طالبانو په شان يو ګوريلا جنګ ته بډې ملا تړي کنه دغه شان د برې نه به ګولۍ اؤ بمان اوروي ، دا خو به په راتلونکو ورځو کښې په ډاګه شي ، ولې دا سوال په خپل ځائې مهم دی چې پاکستاني فوځ د سوات له اړخه د پولو تړلو په اړه هيڅ قسم ګامونه نه دي پورته کړي ـ اؤ بل خوا طالبانو ځائې په ځائې خپلې مورچې پخې کړي دي ـ 
 


بل اړخ ته د بونېر نه بې شمېره خلقو کډې کړي دي اؤ څوک چې د وتلو لار مومي نو ووځي ـ په عامو خلقو کښې وېره اؤ ترخه خوره ده ـ ولې د پيربابا، ډګر ، سواړۍ اؤ داسې نورو لويو ځايونو کښې کرفيو ده اؤ خلق نه شي کولی چې د کورونو نه راووځي ـ 
 


دلته د تحريک نفاذ شريعت مشر مولانا صوفي محمد د څو ورځو د غائيب پاتې کېدلو نه وروستو مېدان ته راوتلی دی اؤ په خبرو اترو ئې لاس پورې کړي دي ـ صوفي محمد وائي چې که مالاکنډ ته ځان له يوه دارالقضاء ورکړل شوه نو امنيت به دوام اونيسي اؤ ددې نه پس که چا هم وسله اوچته کړله نو د هغه جنازه کول به روا نه وي ـ  
 


د عوامي نېشنل پارټۍ پختونخوا مشر سيناتور افراسياب خټک هم لږه شېبه وراندې په ډاګه کړه چې دوۍ غواړي په دوه ورځې کښې دننه دننه داسې يوه محکمه اعلان کړي ـ 
 


د فوځي عملياتو يو ماهر راته وئيل چې پاکستاني فوځ شايد طالبان د سوات پرليکه راغونډ ساتل غواړي ـ اؤ لکه څه رنګ چې دوۍ په خوښه سره بونېر پرې نه ښودلو ، اوس به فوځ دوۍ په زور سره بېرته سوات پله جار باسي ـ 
 


دلته داسې خبرونه هم راځي چې اوس د سوات سره سره د بونېر په هواګانو کښې هم امريکائي ډرون د خپل ښکار په لټون کښې وزرې وهي ـ خو مېجر اطهر عباس پرون وئيل چې دا عمليات به په يوه اوونۍ کښې خپل نتائج ترلاسه کړي ـ