کور / تازه خبرونه / احمدي ،دبرېښنادضايعاتومخه نيول کېږي

احمدي ،دبرېښنادضايعاتومخه نيول کېږي


په هلمندولايت کې  دبرېښنا دسيستم دعصري کېدو چاري دميليونونوامريکايې ډالروپه لګښت پيل سوې .
دبرېښناپه دغه پروژه کې دهلمنددمرکزلښکرګا دټولوواټونودمزواوتمبونوي کول اودلوړکيفيت لرونکې ټرانسفرونه ځاي پرځاى کول شامل دي .
دهلمنددوالي وياندمحمداداوداحمدي لراوبرته وويل چې دنږدې لس ميليونه امريکايې ډالروپه مالي لګښت به دلښکرګاه په ښارکې نهه سوه دبرېښناتمبې  اواتلس دانې نوي ټرانسفرمرونه ولګول سي .
دنوموړي په خبره چې دپروژې ټول لګښت دامريکادمتحده ايالاتودپرمختيايې ادراې يوسيډ په غاړه دى
دښاغلي احمدي په خبره چې دبرېښنادعصري سيستم په لرولوسره به دبرېښنادضايعاتومخه هم ونيول سي
په سويل کې دکجکې دبرېښنابنددبرېښنادچمتوکولو يوسترمرکزبلل کيږي چې دکندهاراوهلمندولايتونه يې له برېښناڅخه ګټه اخلي .
احمدي  زياته کړل چې دم ګړى د کجکي دبرېښنا دبنديو توربين فعاليت لري چې شپاړس نيم مېګاواټه برېښناتوليده وي خوددغه بندديوه بل توربين پررغولوهم کارروان دى چې په نږدې راتلونکواونيوکې يې دوى دجوړېدوطمع لري .
په سويل اوپه خاص ډول په کندهارکې دبرېښنادنه شتون له کبله دملي پانګه  والوهغه په ميلونونوډالره
سرمايه ګزاري چې دفاريکوپه برخه کې يې کړې هم  له ستر زيان سره مخ ده .
دډېرى کتوکوپه دې آنددي چې که دکرنې دسکتورترڅنګ وبرېښناته پاملرنه وسي نودزرګونوبې روزګاروکسانولپاره به دکارکولوموقع هم برابره سوې وي .