کور / تازه خبرونه / په کندهارکې يويشت زره کسان موتاد دي

په کندهارکې يويشت زره کسان موتاد دي

په کندهارکې دمخدره موادوموتادين غوښتنه کوي چې دعامي روغتياوزارت دي دولايت په مرکزاووالسواليوکې دموتادينوددرملنې لپاره روغتيايې مرکزونه جوړکړي .
دم ګړي په درست کندهارکې دموتادينوددرملنې  يو مرکز موجوددي چې په مياشت کې دډېرلږوموتادينوددرملنې وړتيالري .
دکندهارولايت دمخدره موادوپرضددمبارزې درياست دسروې له مخې په کندهارکې له يوېشت زروڅخه زيات کسان دمخدره موادوپه کارونه باندي روږدې دي اولايې هم شمېردزياتېدوپه حال کې دى .
خوپه نشه باندي ددومره شمېرروږدوکسانوسره سره بياهم په کندهارکې يو روغتيايې مرکز دموتادينوپه درملنه باندي بوخت دي .
دودان افغانستان په نامه دروغتيايې مرکزچارواکې وايې چې  په مايشت کې دڅلوېښتوپه شاوخواکې دموتادينود درملنې وړتيالري
دکندهار ښار ډيري اوسيدونکي هم داړونده ارګانونو څخه غواړي چې دمعتادينو  ددرملني لپاره داسي روغتيايي مرکزونه جوړ کړي چې  ګڼ شمير کسان دنشې له مرګوني خطرڅخه وژغورل سي .
موسي جان چې له تيروشلوکلوراپديخواپه نشه موتاد دى  اواوس يې هوډګړى چې ددرملنې له لاري ځان ورڅخه خلاص کړي وايې چې له تيرودوو اونيوراهيستي دودان افغانستان روغتيايې مرکزته مراجعه کوي خولايې دبسترېدونېټه نده معلومه .
نوموړي لراوبرته وويل چې دکورنۍ له غړوسره يوځايې هڅه پيل کړې چې هرڅومره ژرکېدلاى سي له دغې بلاڅخه ځان خلاص کړي .
دې ته ورته ځيني نورموتادين هم وايې چې غواړي له نشې څخه ځانونه وژغوري خوپه سيمه کې کافي روغتيايې امکاناتونشتون يې مخه نيولې ده .
دودان افغانستان په نامه دموتادينود درملنې دمرکزچارواکې وايې چې دم ګړى دوى په هرومياشت کې د دولس تنه ناروغان په بسترېدواوله شلوڅخه زيات کسان پرکورونودرملنه کوي چې نيمايې يې ښځينه موتادين جوړه وي .
دکندهاردنشه يې توکوپه وړاندې دمبارزې ريس ګل محمدشکران هم دغه ستونزه جدي بولي وايې چې اوس زيات موتادين خپله اويايې هم کورنۍ غواړي چې درملنه يې وسي خودموتادينوددرملنې دامکاناتونشتوالي دغه ستونزه پرخپل حال پرې اېښې ده .
ښاغلي شکران زياته کړل چې دمخدره موادوپرضددمبارزې اوعامي روغتياوزارت په ګډه همکاري باندي په کندهارکې دموتادينواورواني نارغيوددرملنې لپاره ديوه مجهزروغتون دجوړېدوپلان موجود دي .