کور / تازه خبرونه / وحدت ،په کندهارکې ژرپنځه نوري امنيتي حوزې جوړه وو

وحدت ،په کندهارکې ژرپنځه نوري امنيتي حوزې جوړه وو

په سويل کې دپوليسولوړپوړي چارواکې خبرورکوي چې په نږدې راتلونکې کې به په کندهارکې دامنيتي سرتيروشمېرزيات کړي اوداوس په پرتله به نيمايې امنيتي واحدونه هم زيات سي .
په سويل کې دپوليسولوي قومندان پداسي حال کې دغه خبرورکوي چې پدې وروستيوکې دکندهاردولايتي شورااودولايت مقام پرودانۍ ډله ييزځان وژونکوبريدونواودولايتي شورادغړې ميرمن ستارې اڅګزى اوځينونوروکسانووژنې له امنيتي پلوه په کندهارښارکې ګڼې اندېښنې راولاړي کړي دي .
دښارداوسيدونکوپه باورچې دوروستيوامنيتي پېښوله کبله زياتوکسانوسيمه پرې اېښي اويايې هم لږترلږه پرټولوچاروباندي خپل پراخ تاثيرات اچولي دي .
په سويل د(٤٠٤)ميوند زون دپوليسولوي قومندان تورنجنرال غلام علي وحدت لراوبرته  وويل چې دکورنيودوزارت له لوري په راتلونکوڅواونيوکې دکندهارپه لسوامنيتي حوزوکې دسرتېرودشمېردزيات والي ترخواپنځه نوري امنيتي حوزې هم جوړېږي ،چې دابه ددغه ولايت په امنيت کې يوبې سارى امنيتي اقدام وي.
تردې مخکې هم له کندهارڅخه دکورنيوچارودوزيرمحمدحنيف اتمردليدنې پرمهال دکندهارګڼ شمېرقومي مشرانواوولسي خلګوغوښتنه کړې وه چې له امنيتي پلوه په زيان منوسيموکې دي دامنيتي حوزوشمېرزيات سي .
له دې سره په خواکې دامنيتي شرکتونواودبې نمبرپلېټه موټرشتون دپوليسوچارواکې دامنيت دتخرېبېدوځيني لاملونه بولي .
دپوليسودچارواکوپه خبره چې په لمړي سرکې يوه امنيتي شرکت ته دکورنيوچارووزارت له لوري دسلوتنوسرتيروجوازورکړل سوي وي خوهغه شرکت بياپه خپل چوکاټ کې پنځه سوه تنه په دنده ګمارلي وي.
دسويلي زون دپوليسوقومندان خبرورکړي چې په سويل کې به ټول امنيتي شرکتونوته دهغوي درسمي دثبت سويوسرتيرواووسايطو لپاره دپېژندنې خاص کارتونه ورکړي اودبې لمبرپلېټوموټرانوپه وړاندي به هم کوټلي ګامونه پورته کړي .