کور / تازه خبرونه / خوست كې چناركلنۍ مشاعره ترسره شوه .

خوست كې چناركلنۍ مشاعره ترسره شوه .

دې مشاعرې ته چې دغوايي په لسمه دخوست ولايت په ميليمستون ودانې كې ترسره شوه  له ننګرهار، لرې پښتونخوا،كابل،لوګر ،غزني ،وردګ ،پكتيا،پكتيكااونوروسيموڅخه شاعران اوليكوالان راغلي وو.
دمشاعرې دغونډې په پيل كې خوست والي انجينرحميدالله قلندرزي ميلمنوته دهركلي ترڅنګ په لنډوټكيوكې دداډول مشاعروجوړوستاينه وكړه اوخپله خوښي يې څرګنده كړه .
بيادخوست ولايت داطلاعاتواوكلتور ريئس ښاغلي پوپل ميلمنوته ښۀ راغلاست ووايه ،ورپسې مشاعره پيل شوه .
دشعردوېيلولپاره يو اوږدلېست جوړشوى ؤ،خونېږدې شپږمه برخه شاعرانوته ددې وخت پيداشوچې خپل شعرونه واوروي ،نوروشاعرانودوخت دكموالي له امله ونشول كولاى چې خپل شعرونه ووايي .
په خوست كې دچنارپه نوم دكالنۍ مشاعرې جوړول په پوره پرتمين ډول ترسره شول اودشاعرانوشعرونه په ډېرجوش سره بدرګه شول .
دغې مشاعرې ته راغلي ميلمه استادلال پاچاازمون زموږسره په ځانګړې مركه كې وويل ((په خوست كې دچنارمشاعره په ريښتياهم ډېره په زړه پورې وه ،ددې لامل داؤچې له يوې خواپكې دشعارونډه بېخي نوه ،هغه پدې مانا چې په نشت شماروه اوله بل پلوه ستړيه وونكي نه وه ،شعرونه په ښه جوش سره بدرګه كيدل اوخلك ورته ډېرليواله وو))
نوموړي ددې ترڅنګ دخوست ولايت خلك ډېرميلمه پال وبلل اولدوى څخه يې دميلمه پالنې په برخه كې پوره خوښي څرګنده كړه .
له مشاعرې وروسته راغلي ميلمنواوځوانوشاعرانوته دخوست والي ښاغلي قلندرزي،مرستيال والي څارنوال طاهرخان صبري ،داطلاعاتوكلتور رئيس ښاغلي پوپل ،دخوست راډيومشرښاغلي محمدغفورمهيدي ،دبسم الله حقمل ،اويوشمېرنورومشرانولخواهغه تحفې چې دولايت مقام ،اطلاعاتواوكلتوررياست اودخوست ولايت دشاعرانولخوابرابرې شوې ووېشل شوې .
بايديادونه وكړوچې په تحفوكې دپښتني دودله مخې لنګۍ ،دزرومډالونه،جامې اوستاينليكونه شامل ؤ.
دمشاعرې اخيستل شوي تصويرونه اوله ښاغلي ازمون سره مركه به وروسته پخپل اړوندځاى كې خپارۀ كړو .