خوست :چناركلنۍ مشاعره اوزمانظم

ر.مومند | مې 1st, 2009


زموږ دكلي ترڅنګ
په لوړكمرباندې چنارولاړؤ
لكه شمبلۀ داسې سرشار ولاړؤ
چنارډېردنګ ؤاوخورو څانګو يې
داسې نېولې خواوشا ځمكه وه
لكه سلګونه پښتانۀ زلمي چې
سره راټول شي داتڼ لپاره
اويادنجونوهغه لوى لښكرچې
يونېږدې كلي ته په وراباندې په پښو وردرومي
په لاره لاره ببوللې وايي


مابه چې هرسهاردا دنګ اودغه پلن چنار له كلي ليدۀ
چې ددۀ څانګې ،ددۀ پاڼې دالوېښ په نرموګوتوباندې
يوې اوبلې خواته مستې ښوريدې ،ښوريدې
ماته به دغه خوځښت
كټ مټ دژڼيودرونداتڼ ښكاريدۀ
يابه دهغونجونويوڅوجوبې ښكارېدې
چې نېږدې كلي ته په پښوباندې په ورا وردرومي


دغه چنارپه لوړكمرولاړؤ
چې زماسترګې به هروخت ورباندې ولګيدې
نوسملاسي به داټپه راته راياده شوه چې
((زړه مې په يوه ولي ولاړدى
لكه ګورګوره په ګړنګ ولاړه وينه))
مودې مودې تېرېدې
چې يوه شپه زموږدكلي ترڅنګ
دلوړكمرپرسرچنارچادبارودتوپه زور
لوزولى ؤاولاندې پروت ؤ
سهارمې پام شولوچې دنګ چنارنن نه ښكاريږي
نوډېرپه منډه دچنار خواته نېږدې ورغلم
هغه دځمكې پرمخ داسې ښكاريدۀ بېهوښه
لكه داټول كلى چې
دكوم چنګيزدلاسه
رانړيدلى وي اوخلك وژل شوي پكې


پردنګه سټه يې ماوليدل دوه نه ،يوكم ؤ،سل نومونه
مخ مې دكلي پرلور واړولو
زمادشعردغه يوبيت مې ښه په زوره ،زوره ووايه چې
(ماچې دستانوم ورباندې كښلى ؤ
نن دچنارهغه ښاخ لنډشوى دى )
ښايي  زماژړغوني غږ كې دغه بيت خوبه هم
زموږپه كلي كې دچاترغوږو
ور،رسيدلى وي چې يونڅاپه ډنګ شودډول
دډول په غږپسې مې واوريدې نارې دژڼيو
په څوشيبوكې ټول راورسيدل
دوى پوهيدل چې چنارولې اودچاله لاسه
راپرځيدلى اوپرځمكه پروت دى
لدې امله يې پدې اړه تپوس ونكړ
اودلويدلي چنارۀ په پاڅولوباندې
موږپه په شريكه باندې لاس پورې كړ
موږټول لګياووچې چناربېرته پرخپل ځاى باندې ودروو
كارداشرؤ ښه په درز ،روان ؤ
زموږدكلي كنډوونه اودبام سرونه
په شنو،سروسپينولوپټوباندې ښايسته ښكاريدل
پېغلې ولاړې وې پدې تمه چې بيابه چنار
هسك شي او، وبه خاندې ،وبه ناڅي
دوى غږيدې په همدې اړه له يوې بلې سره
خو، مادزړه په غوږو
داشنا دغه دعا واوريده چې
كه نوردهېڅ لپاره نه وي خدايه
زماديارلپاره هم چنارزرغون كړې خدايه
ځكه چې هغې يې پرسټه باندې
پوره نه ،يوكم سل نومونه كښلي
ماچې همدغه دعاواوريدله
زه نوبياچېرې په ستړياپوهېدم
ترماذيګره موچناربېرته پرخپل ځاى باندې ودراوۀ
اوښې پريمانه مو،اوبۀ هم وركړې
چې كارتمام شوټول خوشاله شوو روان كلي ته
په همدې شپه مې ټوله شپه په خوب كې
دخوست داټوله سيمه
په تېره هاغه دمتون باباغونډۍ خوڅه ده
ټوله په شنوچناروډكه ليده
خوكاش چې وئ همداسې
په هاغونډۍ كې دچنار نه ،دزيتون ونې وې
خو اوس هغه هم نيمه خواپاتې دي
وارمې تېرمه رښتياخوب ښيمه
خوب كې مې يارڅه راته داسې ووې
چې خوست په شنوچناروځكه داسې ډك دى ياره
چې مادعاده ورته داسې كړې
((اې شاه وزيره ياره
خوست كې ګرمې ده ماته كيږده چنارونه ))
زه ورته شين شوم له خنداچې دعاداسې كيږي ؟
خپلې خنداپسې راويښ شوم اوديارځواب مې نه واوريدۀ
خوماله ځانه سره دا سې ووې
چې په اخلاص وي دملالې ټپه
نوبياپوره ديوې قبولې دعاځاى هم نيسي
 


 

Copyright Larawbar 2007-2024