کور / تازه خبرونه / عاجل خبر زابل ،ترافيکي پېښي لس ګونومسافروته مرګ ژوبله واړول

عاجل خبر زابل ،ترافيکي پېښي لس ګونومسافروته مرګ ژوبله واړول

په شهرصفاوالسوالۍ کې ديوه بس موټردچپه کېدوله کبله دېرش تنه ټپيان سوي اويوتن وژل سوى دى .
پېښه نن دغرمې پرپوره دولس بجې دزابل ولايت په شهرصفاوالسوالۍ کې دهغه ٣٠٣ موټردچپه کېدوله کبله رامنځ ته سول چې له هرات څخه دکابل پرلوردتګ په حال کې وو.
دزابل دامنيې قومندانۍ دامنيت آرسمونوال جيلاني فراهي لراوبرته وويل چې پېښه دوموټرچلونې دبې پروايى اوګړندي تګ لبله رامنځ ته سوې ده .
دنوموړپه خبره چې په پېښه کې دېرش تنه ټپيان سوي اويوتن وژل سوي دى .
دزابل دامنيت آمرزياته کړل چې موټرچلونکې هم ټپي سوي اودپوليسوترڅارنې لاندي دى .
دپېښي ټول قربانيان دکندهارميرويس روغتون ته لېږدول سوي چې مېرمني اوکوچنيان هم پکې دي
دميرويس روغتون  ډاکتران وايې چې په ټپيانوکې دځينوروغتيايې حالت داندېښنې وړدى .
پدې وروستيوکې په سويل کې نږدې هره ورځ په زياتېدونکې توګه ترافيکي پېښي رامنځ ته کيږي .
يوازي په تېروڅلوروورځوکې دکندهاراوسپين بولدک ترمنځ په رامنځ ته سويوترافيکي پېښوکې له شلوڅخه زياتوکسانوته مرګ ژوبله اوښتې .
زياتي سورلۍ پرترافيک چارواکونيوکه کوي چې په صحيح ډول خپله دنده نه پرځايې کوي .
دلويولاروپه اوږدوکې ګړندى تګ ،له جوازاولېسنس پرته موټرچلول اوځيني نوري نيمګړتياوي هغه څه بلل کيږي چې ترافيک يې په وړاندي بې توپيره اوچوپه خوله پاتي دى .