په غزني کښي طالبانو د يو امنيتي کمپنۍ ۹ تنه وژلي دي

د لراوبر اداره | مې 1st, 2009


دغزني ولايت دقره باغ په ولسوالۍ کې ديوې نښتې په ترڅ کې شپږپوليس مړه اوژوبل شوي دي .

دغزني ولايت امنتيي چارواکيو منلې چې دقره باغ ولسوالۍ په مربوطاتو کې دکابل کندهار دلويې لارې پرسر دطالبانو اودامريکايانودلوژستيکي کاروان دساتوونکيوترمنځ نښته کې دري کسان وژل شوي اودري نور زخميان دي .

 دغزني چارواکي مني چې دکابل  کندهار لويه لاره هم ديوساعت لپاره بنده وه .

خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد له يوه ناڅرګند ځاي څخه لراوبر ته وويل چې په بريد کې يې دامنيتي کمپنۍ ٩تنه سرتيري وژلي اودڅلورسرپ موټر يي هم لمنځه وړي دي .

مجاهد وويل چې دوي ته په دې جګړه کې کومه تاوان نه دي رسيدلي .

Copyright Larawbar 2007-2024