کور / شعر / غزل

غزل

چــې مې  په زړه كـې دى جهـان دمينې
اوښكې مې څاڅې پرګريوان دمينې
لـكه  مجنو ن  ســوم  سـرببــرلا لهاند
قېس په كوڅوكې يم ستومان دمينې
خيـالات مـې ځكه تريـنـه تاوراتـاودي
خيـال كـــــې راواړوي چشـمان دمينې
مـيــن زړګــى مې مـينه ځـكه سـتايــې
مـيـنـناك زړه يـادكـړي مژګــان دمينې
 لـــــكه بــــــوراد شـــګو فــــې دپــــا ســـه
هســـــي تـــپـــېـــږم پـــرګـــلــــدان دمينې
خاونــــده څـــومـــره بــخــتوردى هـــــغه
زمـــارقــيــــب دى اوس جــانــان دمينې
لكــــــــــــــه يتـــيم دقصــابـــــۍ مــخـې ته
هســــي ولاړيــــــــــم پـــــردكـــــــان دمينې
چې جدايې مې وه تقديرلـيكلې
اوس راتـــــــه پاته دى ارمان  دمينې
ورځ دحساب اودكتاب كه راغله
روحاني نيسم به ګريوان دمينې