کور / شعر / ښكلا دزړه دنيا كړو

ښكلا دزړه دنيا كړو

دغروډ برواوښكې تويې كړ
پا ڼې د ځنګلو وريژيد لې
لا ړي واورې لاړي
څاخكې دباران وشرميدولو
اسمان په تروه ټنډ ه
وريځې وشړلې
هيله اومسكا
له ځمګې ولاړه
سپيرودوړوكړله لاندې
لمرخپه دى
سترګې سري شوي
سره اورونه تري باديږې
خالې ګوګل دي
زړونه كاڼې
مينې لاړي
په غورځنګ دي نفرتونه
اي په مينه مستو
سرببروليونيو
اولسونو
راشې راشې
چې داورك ځانونه
سرګردانه ددنياپه هوسوكې
دجنون ترپيټې لاندې
داده مينې
او وروري فكرونه
بيرته خپل كړو
دنفرت تخمونه
كاڼې زړونه
له ګوګله راوباسو
ترځوبه داماښام وي
ترځوبه داوي تورتمونه
لابه ځو وي فريادونه
ويرونه او دردونه
راشې ،راشې
د لوي الله په نوم
د انسانيت ددرملني
اودوا په نوم
د منيې او ښكلا په نوم
دهيلواورڼا په نوم
زړه دمينې كوركړو
دالوي جهان سمسوركړو
ښكلا دزړه دنيا كړو
له انسان سره وفاكړو
بلې كړو ډيوي دمينې
ورته جوړه
ښكلي يوه دنيا ګړو 
2009/3/3