کور / شعر / تـاودۀ ښـاريـان پـه بـازاري مـيـنـه كې غواړي هـنـر

تـاودۀ ښـاريـان پـه بـازاري مـيـنـه كې غواړي هـنـر

ســتــاله ديــــدن ســــره راغــلــې وه  ژړا لـــه شــوقــه
ډكــه مـېــنـاكـې رانــه وركـــه وه صـهـبـا لــه شـــوقــه


دمـــړدګـانـــودعـــيـد ښـــه شـــپــه وه ارواح دمـــــړو
ښـايـي راغـلـي مـيـلـمـانــۀ وي تـرسـبــالــه شـــوقـــه


تـاودۀ ښـاريـان پـه بـازاري مـيـنـه كې غواړي هـنـر
دمـجـنـون زړه بـه مـطـمـئـن وي په صحرالـه شــوقه


ستاپه ليموكې مې ځان وليدخوداوښكې پـه څـېر
زه پــه نــشـه اونــشـه مــســتـه وه پــه مـالــه شــوقــه


دوخــت ښـاغلـي دجــنـګونـو پــه خـونـدنـه مــړيږي
دې  نـــنـدارې  تــه  راوتــلــې ده  دنـيـالــه  شـوقـــه


څـه بــه دروڅـاڅــي لــه خــاورو،خاورې شوى يمه
خــوســتالـپـاره بــه ځــان ونـښـتـېـځــم بياله شوقه


كـلـه هــم روغـه راتـه داســې خـنـدنـۍ ښـكـاره شـي
لــكـه مــاشــوم كــړم لــه ژړاســره خــنـدا لــه شــوقــه


تـوراوسـپين نه پېژني هرګـزدجـنـون غوښــتنـه
هـــره كـتــنـه يـې حـرمـت شـي دښـكـلالـه شـوقــه


حضوردڅه شي كړم په بېله ځانګړتياكې ورګـډ
دلـېونـي غـونـدې خـوشـال يــمـه تـنـهـالـه شـوقه


دشوق قـيمت يوازې(شمس)نه شموس هم نلري
نازهـم له شوقـه دى جـوړشـوى هـم ادالـه شـوقـه