د کابل چاپ ورځپانو ته کتنه

34 | اپریل 29th, 2009


د ارادې خپلواکې ورځپاڼې په افغانستان کې د عامه خلکو د مرګ ژوبلې د دوام په اړه په یو مطلب کې د ملي شورا په نقل لیکلي دي چې بهرني ځواکونه باید نور نو د عامه خلکو وژنه بنده کړي.

ورځپاڼې وړاندې لیکلي دي چې د پوځي عملیاتو په مهال د عامه خلکو ساتنه د شوي تړون برخه ده چې باید رعایت شي.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې په پاکستان کې روانو پیښو او د وسلوالو طالبانو په خلاف ددغه هیواد د پوځ عملیاتو ته په اشارې لیکلي دي چې دغو نښتو په زرګونو خلک بې ځایه کړیدي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د انسانانو په قاچاق او په افغانستان کې د هغې له امله په زیږیدلو ستونزو تبصره کړې ده.


د هیواد دولتي ورځپاڼې په یو مطلب کې د چارو په افغاني کولو ټینګار کړې او لیکلي دي چې دا د بیارغونې ، امنیت او د حکومتدارۍ د موثره کولو یوازنۍ لار ده.


ورځپاڼې د عامه ګټو د تاسیساتو او د لویو لارو په حفاظت کې د خلکو د همکارۍ د جلبولو لپاره د نوې ادارې جوړولو ته په پام سره لیکلي دي چې خلک کولې شي پدې برخه کې رغنده رول ولبوي.

ورځپاڼې د غويي د اتمې د نمانځنې لپاره د آرګ په ماڼۍ کې د جوړې شوې غونډې خبر هم ورکړې دې چې پکې یو شمیر پخوانیو جهادي مشرانو هم ګډون کړې وو.


د ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا د امریکا د مرکزي ځواکونو د قومندان په حواله لیکلي دي هغه تجربې چې له عراق نه ترلاسه شوي د افغانستان لپاره هم ګټورې دي.


ورځپاڼې وړاندې لیکلي دي چې عراق په محسوسه توګه د وسلوالو له فعالیت نه ژغورل شوې خو د افغانستان ځینې سیمې په ګرداب کې دي چې له هغه وتل ګران بریښي.

ورځپاڼې د راتلونکو انتخاباتو په اړه په یو مطلب کې دا هم لیکلي دي چې زلمې خلیلزاد په راتلونکو انتخاباتو کې د کاندیدو لپاره کابل ته راځي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې بیا د بهرنیو یرغلګرو په وړاندې د افغان ولس پاڅون او جهاد ستایلې دې


د افغانستان ټایمز انګلسي ژبې خپلواکې ورځپاڼې بیا د مجاهدینو د بري جشن ته په اشارې لیکلي دي چې افغانستان اوس هم د دښمنانانو د حملو د مخنیوي لپاره زیاتې پاملرنې ته اړتیا لري.


ورځپاڼې وړاندې لیکلي دي چې حکومت باید خپل زیات تمرکز په هیواد کې د امنیت ټینګولو ته واړوي.

ورځپاڼې په پاکستان کې د طالبانو فعالیتونو په اړه په یو مطلب کې یو ځلې بیا دا اندیښنه څرګنده کړې چې ممکن دوې خطرناکه وسلو ته لاس رسې پیدا کړي.


د اصلاح او انیس دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې روان حالات څیړلي او بیلابیل مطالب يې پرې خپاره کړیدي.


انیس پخپله سرمقاله کې لیکلي دي چې د افغانستان تاریخ د هغو زړورو کسانو کارنامې نشي هیرولې چې پخوانې شوروي اتحاد يې په ګونډو کړې.

خو اصلاح بیا په پاکستان کې د طالبانو روانو فعالیتونو ته په پام سره لیکلي دي چې دوې د لا زیاتو سیمو د نیولو په هڅه کې دي.


د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې بیا خپل زیاتره مطالب د غويي اتمې ته ځانګړې کړي او پدې ترڅ کې دا انتقاد هم کړې دې چې ولې د مجاهدینو د بریا جشن و نه نمانځل شو.


ورځپاڼې په پاکستان کې د روانو پیښو په اړه په یو مطلب کې لیکلي دي چې پاکستان په څه ډول نسکوریږي.

ورځپاڼې په ځینو ځانګړو سیمو کې د طالبانو حضور خطرناکه بللې او لیکلي دي چې ددوې د فعالیتونو زیاتیدل د افغانستان لپاره هم خطرناکه دي.


د هشت صبح نا دولتي ورځپاڼې هم د غويي د اتمې په اړه په یو انتقادي مطلب کې لیکلي دي چې جهادي ډلو د حکومت د جوړولو توان او میکانیزم نه درلود او همدا لامل وو چې له ماتې سره مخامخ شول.


ورځپاڼې د اې بي سي د ټلویزیوني شبکې د یو رپورټ په استناد لیکلي دي چې وسلوال د افغانستان او پاکستان ترمنځ له سرحدي سیمو نه د افریقا ختیځ ته ورځي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو لپاره په تیاریو تبصره کړې او لیکلي دي چې له وړاند وینې سره سم ولس مشر کرزې بیا میدان ته کیوت.

Copyright Larawbar 2007-2024