ځوانان تر کډوال کېدو وروسته له څه سرنويشت سره مخامخ کېږي ؟

د لراوبر اداره | اپریل 30th, 2009



تر درو لسيزو مخکي وخت پوري افغانانو په ګران هيواد کي د ميني او وروولۍ په فضا کي د خپل وياړلي افغاني کلتور تر چتر لاندي د عزت ژوند کاوه، که له يوې خوا د افغانستان نوم د پرمختللي نړۍ د وګړو غوږونو ته ډېر اشنا نه و ، له بلي خوا افغانستان په نړۍ کي د مخدره موادو د لومړي نمبر توليدوونکي، ترهګرو، جګړه مارو او ورانکارو د ځالي په نوم هم نه پېژندل کېدئ.

 

له کله چي يو شمېر (خودکـُش بېګانه پرستو) د پرديو په لمسون د خپلو وروڼو په وړاندي توپک ته لاس کړ، مترقي جمهوري نظام، جمهور رئيس او د هغه د کورنۍ نژدې ۴۰ غړي يې شهيدان کړل، نه يوازي دا چي د ځانونو لپاره يې شخصي ګټه روزي نه سوه، بلکي هم يې ګران افغانستان د جګړې سرو لمبو ته وغورځاوه او هم خپل هغه پرونى بادار ته تر پايه ژمن پاته نه سول، چي دوی ترې د کور، کالي ډوډۍ تمه درلوده. ځينو يې د نورو د ککريو غوڅولو پر مهال خپلي ککرۍ هم وخوړلې، ځيني نور يې اوس د هغه امپرياليزم تر لمني لاندي پټ دي چي دوی يې په دښمني کي په مليونونو هيوادوال ووژل او په همدې شمېر نور يې معيوب او جلا وطنۍ ته اړ کړل.

 

ددغو (خودکــُش بېګانه پرستو) خو په نوم وطندوستانو په وينا دوی افغانستان ته خدمت وکړ  او افغانان يې له خوبه راوېښ کړل، دا خبره په مجلسونو ، غونډو ، شعرونو او احساساتي ويناوو کي اوس هم په وار – وار تکراروي، دوی ښايي وژلو، کړولو، نړولو، بمبارولو او په ډله ايز ډول تر خاورو لاندي کولو ته راوېښېدل وايي، کنې نو موږ خو وينو چي په ګران هيواد کي د دوی په لاس بل سوی اور تر اوسه پوري کلي سوځي، ميندي بوروي او خويندي کونډوي.

 

هو رښتيا هم راويښ كړي به يې وي، خو كاشكي دوى او راويښ كړي كسان يې د وطن خرابۍ پر ځاى د هيواد آبادۍ ته درېدلي واى، افغانانو ته يې د توپ، توپك او ټانك پر ځاى قلم او كتاب په لاسونو كي وركړى واى.

كه دوى په دې وياړي چي له برکته يې په سلګونو زره افغانان د امريکا، کاناډا، اروپا او استراليا د هيوادونو تابعيتونه لري او د پرمختللي نړۍ له مترقي ژوند سره يې اشنا كړل، خو دا هم د دوى بركت دئ چي په سلګونو زره تنکي ځوانان يې د ښووني او روزني د بشپړېدو پر ځای په بهر کي دکډوالۍ او ډېري ټيټي کچي مزدوريو ته اړ ايستل، چي د وخت په تېرېدو سره يې اوس خپل دين، ژبه او کلتور ټول له لاسه ورکړل.

 

 د افغانستان د دېرش ميليونو اوسېدونکو د دېرش کلني غميزي مسوليت او ځواب ورکول هم په لومړي قدم کي د هغو کسانو پر غاړه دی چي د دې پراخ او اوږدمهاله اور په رامنځته کېدو کي يې په مستقيم يا غير مستقيم ډول برخه درلوده.

 

په هيواد کي د يوې خواخوږي او وطنپالي ادارې، کار روزګار ، ښووني او روزني او امنيت د نستوالي له امله اوس هم هره مياشت په سلګونو افغان ځوانان بهرنيو هيوادونو ته د تګ مرګوني هڅي کوي، له دغسي ځوانانو څخه زياتره يې د انساني قاچاقبرانو له خوا په غرونو، دښتونو يا بحرونو کي خپل ژوند له لاسه ورکوي.

 

کله چي ځوانان خپل د خوښي هيواد ته ورسېږي بيا هم له ستونزو او کړاوونو سره لاس او ګرېوان وي ، ځکه هر کوربه هيواد ته چي يو پردی تبعه راځي، طبعاً له پوښتنو ګروېږنو سره مخامخ کېږي او تر يو لړ قانوني مرحلو وروسته د اوسېدو او کار اجازه ترلاسه کوي، د داسي اجازې په ترلاسه کولو افغانان خوشحاله وي خو دا خوښۍ هغه وخت کرار کرار په خواشينيو بدلېږي چي نه د کوربه هيواد خلک د خپل هيوادوال په سترګه ورته ګوري او نه په خپل پلرني هيواد ښار او کلي  کي د اوسېدو لپاره امنيت او لومړنۍ اسانتياوي موجود وي.

 

دداسي يوه حالت څخه د خلاصون لپاره په اوسنيو شرايطو کي تر ټولو غوره لاره د ماشومانو لپاره د ښوونځيو او ځوانانو لپاره د کار موندلو پر لارو چارو ژور فکر کول او عملي ګامونه پورته کول دي تر څو ځوانان د خپلو کورنيو د چلولو لپاره د کسب او کار له لاري حلاله روزي لاسته راوړي او ماشومان د ښووني او روزني ترلاسه کولو په برکت د سبا ورځي د ګلالي افغانستان معماران اوسي .

 يادونه :

ويډيويي مرکې د لراوبر لخوا په هالنډ کي چمتو سوي دي،دتخنيکي نېمګړتيا له امله له مخکي بخښنه غواړو.




۱ – افغانان : هالنډ او د اروپا نور هيوادونه ښکلي دي خو موږ ته به تل د بېګانه په سترګه کتل کېږي




۲ – داود :ځوانان په هغو عکسونو تېروزي کوم چي بهر ميشتو کډوالو د خپلو کورنيو د خوښۍ لپاره لېږلي وي




۳ – اسد زلمی : که داسي خبر وای چي اته کاله د زندان په ګډون له ستونزو سره مخامخ کېږم او خپلي مور جنازې ته نسم تلای ، هيڅکله به اروپا ته نه وای راغلی

Copyright Larawbar 2007-2024