کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / خلګ پور غواړي دوي لا نور غواړي

خلګ پور غواړي دوي لا نور غواړي

دهغولپاره چي امتحان ئي ورکړئ په زور گوتی وهل دځان شرمول دی .


پدې شپو او ورځو کښي  يو ځل بيا دقدرت پر سر دسياسي سياليواوچنه وهلو بازار تود شوئ دی .


هغه متل دی وايي : خدايه داسي شر پېښ کړي چې زموږ خير پکښې وي .


نږدې دوې مياشتي وړاندي په بغلان کې په يوه خونړۍ پېښه کې په لسهاو ماشومان پداسي حال کې چي دقدرت دخاوندانوهرکلي ته راوستل شوي وه ديوځان مرگي بريد په پايله کي  ژوند دلاسه ورکړ. هغه مور چې غرمه ېې له ښوونځۍ نه  دخپل زړه دټوټې راتگ ته  ددروازې  لار څارل ،سترگې ئي پر جنازه ولگېدې . يوې  مور پر حاکمانو او دقدرت خاوندانوباندي دنفرت ويلوپه څرگندونوکې پداسي حال کې چي دسر ورېښتيان ئې شکلوچغې اوبغې ئي وهلې ويل : (( اي ظالمانو دازماگل غوندي ماشوم مو ولې په وينوسروکړ؟ ولې موله هغه نه ژوند واخيست ؟ ولې موزه بې زويه کړم ؟ ماخوماشوم ښوونځۍ ته لېږلی وچي سبق ووايي،لوي شي تحصيل وکړي اومورته يوه گوله ډوډۍ پيداکړی ،تاسوته چاويلې وه چي زما زوي دکابل نه راغلو وکيلانوهر هکلي ته بوزی ،پدوي دي اورپسي شي اوداسي نوري ښراوي  . دآزادی راډيو له خپرونوڅخه پدې  پېښه کې څونفر وکيلان هم مړه شول ، داسي ويل کيږي چې دايوه ځان مرگی پېښه وه اوموخه ئي وکيلان وه ،خوځېني بياوايي نه يوازنۍ موخه ئي مصطفى کاظمي و. په هر حال اوس نور وژل شوی هير شوه خبره يوازي دمصطفي کاظمي دمړي پر سر سياسي سوداگری پيل  ده . سره لدي چې داسي گنگوسې هم تر اروپا رارسېدلي چې که دځان مرگی بريد موخه مصطفي کاظمي ونوداهغه داحمدشاه مسعود دمرگ غوندي ورته پېښه ده ،او کېداي شي داکار هم لکه چې احمدشاه مسعود په مرگ کې چې خلک  دهغه دنږدې چاپيريال لاس شريک بولي دمصطفي کاظمي په ظاهره نږدې انډيوالانو لخوا داکار هم  ترسره شوی وي .  داخبره يوڅه اړخ سره لگوی ،ځکه داحمدشاه مسعود په قاتل پسي بيا څوک ونه گرځېده يوازي کورنۍ ئي ددي لپاره چې نوم ئې پاته شي  فونډ  ورته جوړ کړ اوپه يوه اوبل ځاي کې  کله کله دهغه په ياد غونډي جوړوي ،خوپه حقيقت کې لکه  هير چي وو ،هغسی  هير شو.


مرحوم مصطفي کاظمی هم همدالار ده،هغه په رښتياسره په ملي جبهه اودهغې لاري په کورنی اونړيوال سياسي ډگر کې دډيرو زورواکانو اوجنگسا لا رو ځاي  تنگ کړئ و،هغه ډير ژر وځليد،هرې خوا ئې لاس اچاوه تر څوشهرت پيداکړی ،خوله ور اوژبه ورسړی و، کيداي  شي چې دهغه دغه استعداد،تلاښونه اوشهرت  ديوشمير تنگ نظرو نه وي خوښ شوي ، نوئي هغه  دروسی سياسي متل دپلي کېدونه استفاده کړې وي . روسان په دولتي اوسياسي مسايلوچي کله دمشکل سره مخامخ شي  اوله يوچانه په تنگ شي غواړي هغه نيست اونابود کړي  نودامتل کاره وی  اوپه عملکې ئي پلئ کوي ،دوي  وایی : (( نيت چلاوېکه ،نيت پرابلم)) ژباړه (ورک  ئي کړه چې پرابلم  ورک شي ) خوددي مسلې څېړنه  زما موخه نده خداي دي ټول مړه شوی وبخښی .


راځودې خبري ته چې داژوندی سره لدې چې په دولت کې تر هر چازيات ه ونډه لري  ولي نه دی خوښ ؟


دولسمشر لومړی  مرستيال ښاغلي احمدضيا مسعودد بغلان د پيښې د قربانيانو د څلويښتۍ د لمانځلو په مراسمو کې وويل : (( د مجاهدينو د ايستلو هڅه روانه ده  . ))


((هغه وايي د غچ اخيستو حس اوله مسلمانو اوملي شخصيتونو د دولتي ادارو پاکول په دې بهانه چې دمجا هدينو د په ډلو پورې تړلي دا د يوه ولسواکه حکومت کار نه دى . دى وايي حکومتي ادارې بايد سيا ست وهلي نه کړو او په بيلا بيلو بهانو تجربه لرونکي کسان له کاره گوښه کړو .)) هغه  خوا شينى وښوده چې يو شمير کسان او کړۍ جهاد او مجا هدينو ته په سپکه گوري او مجاهدينو د بهرنيو لاس پوڅي بولي .


ده نيوکه وکړه وئي ويل ((  په خواشينى سره زموږ په هيواد کې داسې کسان شته چې غواړي د سييا سي پر مختگ لړۍ د سياسي ډلو په نشتوالي کې پر مخ بوزي . هغوى غواړي ددروغجنې ولسواکۍ له لارې په سوله ييز سياسي بهير کې د دغې خاورې د ميليونونو وگړو دگډون مخه ونيسي .)) بې بې سي


ترښاغلي  احمدضيا مسعودوروسته تل پشان قسيم فهيم هم په څو څو ځله په حکومت کې د مجاهدينو دکمواکه کېدو د هڅو يادونه وکړه او دروانو نا امنيو يو لامل يې هم په خپل باورهمدا چاره وبلله .


څرگنده ئي کړه دا مجاهدين وه چې  افغانستان  ئې  آزاد کړ .


( (ښاغلى فهيم  موقت او انتقالي دري کلونه  دافغانستان لپاره طلايي کلونه بولي داځکه چې دده په وينا مجا هدين وو. خو کله چې مجا هدين له حکومته وويستل شول او ددېموکراسى تر نوم لاندې ېواړخيز حکومت را منځ ته شو له همغې ورځې را پديخوا د ښمنا ن او نا امني زياتيږي او دغه هېواد مخکښته روان دى نو دا کار ددې لامل شو چې افغانستان اوس په يو بد ناورين کې دى .))  بې بې سي  .


فهيم له هغي ورځی چې ددفاع دوزارت له مقام نه گوښه شوی  وار ورا همداخبره کوي  چې مجاهدين له دولت گوښه شول امنيتی حالت خراب شو.


نه پوهېږم  چې هغه ولې داسي فکر کوی چي اوريدونکي ليونيان  اوياخداي مکړه بې عقلان دي . په حقيقت کې خبره داسي نه وه چي دا دوره طلايي وه ،مسله دابله وه چي  :


۱ / ددغې پروسې چي بهرنيان افغانستان ته راغلل اودخپلي خوښي دولتي اداره ئې  جوړ ه کړه ،مخالفينودڅه مودي لپاره حالات څارل چې څه کيږي .


۲ / دڅارسره تر څنگ ئي دهرډول تغيراتولپاره اماده گې نيول ،که دامسله په تفصيل وڅېړم ليکنه اوږدېږي ،په لنډه توگه ،داچي له يوې خوا پاکستان ،له بلې خوا ايران  په راتلونکی حکومت کې دخپلي ونډي اندازه څارل ، بل پلوته دآمريکا او اروپابهرنيومخالفينوهم انتظار ايست چي حالات اومناسبات په نړی واله کچه پر کوم لوري درومي .


۳/ د افغان ولس دښاغلي کرزي  لخواپر ورکړه شوو وعدوباوردرلود اودپلي کېدولپاره ئي هغه ته وخت ورکړ .


۴ / پاکستان هم  دآمريکاتر گزار وروسته يوڅه وخت ته اړتيادرلوده چي دوباره دا تيت اوپرک قوت راټول کړي ، جنگی مورال ورکړي اودوباره ئي دنا امنيو لپاره افغانستان ته راولېږي .


۵ / چي دپاکستان له لوري لاس وهنه پيل شوه ،ايراني اخوندانوهم جرأت پيدا کړه اودپاکستان له لوري دمداخلوتر نامه لاندي ئي لومړئ په افغانستان کې دبياجوړونې پکارو کې دفعالي ونډی اخيستنې په پلمه  خپل څارگر راولېږل اوبيا ئي له ايران څخه دافگاني کډوالودايستلوتر نامه لاندي  ،خپل روزل شوی افغانستان ته رادننه کړه اوس  په پراخ لاس په افغانستان کې دامريکا او اروپالپاره گواښونه کولاي شي  .


پايله داشوه چې په دولت کې دپاکستان اوايران ونډه په هغه بڼه چې دوي غوښتل ددوي دخوښی سره برابرنه وه ،دبلې خواپه نړيواله کچه دآمريکا ،اروپا اوروسيې ،چين اوايران  تر منځ تاوتريخوالی په ظاهره دايران دهستوي پروگرام پر سر  مخ پرزياتېدو شو،په نړيوال بازار کې ددغو هيوادو گټی يودبل سره په ټکرکي  شوې ،په گرجستان اوقرغيزستان کې بخملي انقلابونه دروسی چارواکودناخوښۍ لامل شول ،اودبلې خواکرزي افغان ولس ته پر ورکړه شوو وعدو وفاونکړه . یعني نه سالمه اداره جوړه شوه اونه هم دجنگی مجرمينو اود بشرپرحقوقو دتيری کوونکو اوجنگسالارولاسونه له دولتي ادارونه لنډ شوه ،دولتي اداره بې کچې فاسده شوه اودپارلمان تر ټاکنو وروسته  هرڅه چې په ديگ کښي وه په کاسه کې راووتل ،خلک پوه شوه چې پدغو ډلو اوکسانوچې غله ته وايي غلاوکژه اودکورخاوندته وايي بيدار اوسه  سالمه او خواخوږې ادادره جوړول اوله هغوي نه دخدمت ارزولرل دخوب ليدلواوځان غولولومعنالري  . په رښتياسره هرې خوا  زروزياتی،خپل سری  ،دملي شتمنيوچور اونورو ناخوالوداسي زور واخيست چي قانوني بڼه ئي ورکړه .  مرکزي حکومت غښتلي نشو،وسله والي ډلي په نامه بې وسلې شول  له ولس سره سپک اوظالمانه برخورد معمولي بڼه واخيستل  ، دادی اوس ولسمشر په ډاگه وايي چې هر څي دده له واکه وتلي دي اوزماپه ليکنه کې پر ټولوناخوالو اعتراف کوي  .


دهشت صبح ورځپاڼه  د ((روز های سیاه برای عدالت و ادامه‫ی معافیت ناقضان حقوق بشر در افغانستان ))تر نامه لاندي ليکی :


حامد کرزی رییس جمهور افغانستان به مناسبت روز تصویب اعلامیه حقوق بشر، این بار با صراحت از مساله ی حقوق بشر در افغانستان سخن گفت، و از برخی کاستی ها و محدودیت ها در رابطه به جلوگیری از نقض حقوق بشر  به صراحت بیان داشت که حکومت افغانستان، به مساله ی عدالت و نقض حقوق بشر در افغانستان نپرداخته، زیرا از آشوب بیشتر می ترسیده است، آشوبی که به گفته ی رییس جمهور، توسط حکومت و جامعه جهانی کنترول شده نمی توانست . که له دغودقدرت له تږونه پوښتنه وشي چې دبشردحقوقونه سرغړونکی څوک دي ؟ اوکرزی دچالخواداشوب  نه ډاريږي  ؟ جواب به څه وي . ايادوي به داومني چې داموږيو اوله موږنه ډاريږي  ،نه هيڅکله نه  .خو واقيعت دادی چې دبشرله حقوقونه دسرغړونکولويه برخه همدا کسان بلل شوی کوم چې اوس ورته ښاغلي قسيم فهيم ،احمد ضيا مسعود ، ولي مسعود ،قانوني ،ډاکتر عبد الله اواستاد رباني  په دولت کښي تر دغه لاهم  زيات دغوښن ځاي غوښتنه کوي .


پدې ليکنه کښي راغلي : او به صراحت از ناتوانی حکومت افغانستان در رابطه به جلوگیری از نقض حقوق بشر یاد کرد، و به ادامه ی نقض حقوق بشر در کشور اذعان نمود. او از گروه های مسلحی یاد کرد که از توان نظامی و کمک های خارجی برخوردار بوده و دولت افغانستان آنها را مهار کرده نمی تواند.


این سخنان آقای کرزی می تواند بحث جدیدی را در رابطه به تطبیق عدالت در افغانستان مطرح کرده و پاسخ نیز به رسانه های منتقدی باشد که همیشه حکومت را بخاطر عدم رسیدگی به نقض حقوق بشرو ادامه ی معا فیت ناقضان حقوق بشر، ملامت کرده اند. این رسانه ها، انتظار داشته اند که حکومت با استفاده از مشرو عیت قانونی و حقوقی خود، حد اقل از جنایت ‫ها ونقض حقوق بشر در شرایط کنونی، جلوگیری کرده و بالای قوماندان‫ها و رهبران سیاسی متحد و همرای خود در این رابطه فشار بیاورد. آب سردی که حکومت بالای دست همه ریخت این بود که او حتا با وجود جامعه جهانی نیز نمی تواند جلو ناقضان حقوق بشر را در شرایط کنونی بگیرد. اعتراف این امر بر علاوه ی این که نا امید کننده است، باعث سلب اعتماد مردم از حکومت نیز می‫شود. به گفته مردم” نه به این شوری شور و نه به بی‫نمکی.” اعتراف صادقانه رییس جمهور، به بسیاری از پرسش‫ها پاسخ می‫گوید، ولی به همان اندازه این سوال خطرناک را نیز مطرح می‫کند. پس چه کسی مردم را از گزند ظلم و لوله های تفنگ ظالمان نجات بدهد؟


که دا سوال ښاغلي کرزی  ته راجع کېږي نودانصاف له مخي دهغه مرستيالانو ،دولتي مشرتابه اودهغوتنظيمو مشرانوته هم راجع کيږي کوم چې همدا اوس دبهرنيانوپه مرسته دخلکودارادې خلاف په دولت کې لويه ونډه لري ، دغواوداډول نوروپه سلهاو سوالوته ځواب دهغودنده ده چې په دولتی جگو څوکيو کښي کار کوي .


پدې تبصره کې وړاندي ليکی :  (( . . .اعتراف او، چیزی از اشتباهات حکومت و جامعه جهانی در افغانستان را کم نمی کند. حمایت بی‫دریغ از جنگ‫سالاران و جنایت کاران جنگی را نه کسی توقع داشت، و نه بدون صلاح‫ دید آقای کرزی ممکن بود. آقای کرزی می داند که اگر امروز جنایت کاران جنگی، ریشه در بین مردم دوانیده اند، نتیجه ی سهل انگاری و رفتار های مشکوک تیم درون ارگ بوده است . آن عده زنان و کودکان که در جنگ شیندند به وسیله ی گروه های جنگی در کشمکش های قدرت میان اسماعیل خان و قوماندان امان الله، مورد تجاوز قرار گرفته اند، به خوبی می دانند که آنها قربانی یک جنگ پنهان قدرت در آستانه ی انتخابات ریاست جمهوری شدند. این گونه حوادث، ناشی از مظالم و بی عدالتی های است که سال هاست در سیاست افغانستان بخاطر حفظ قدرت نهادینه شده است . )) که دجميعت اوپنجشير دشورانه پوښتنه وشي چې ددغي پورته حادثې عاملين څوک وه ؟ او ولي بېگناه انسانان قربانيان شوه ځواب به ئې څه ؟؟؟ خلک دخاوروسره خاوري شول ،خو جگړن اسماعيل خان چړچې کوي . په حقيقت کې خلکو ځکه دحکومت اوښاغلي کرزی نه مخ واړاوه چې کرزی دخپلو وعدوخلاف ټول دولتي واک جنگسالارواوتنظيم واکانواوپه يوه خبره هغوته پرېښود کوم چي په سوله ،امنيت ،ټولنيز عدالت اودموکراسی کښې خپل زوال وينی  . که پدغو بنسټپالوپه افغانستان کې ټولنيز  عدالت ،سوله اودموکراسی تامينېداي شوه بيانودومره کش اوفش ته څه اړتياوه ؟ دادتوپونو، الوتکو غړمبهار اودولسي خلکو وژنه دڅه لپاره ؟ولس پدې کار کښي بهرنيان ، ښاغلی کرزي اودهغه  دپلويانو اوتنظيمو دمشران ټول  يوځاي مسوله گڼې .


ښاغلو فهيم او احمد ضيا ! همدا لاملونه وه چي پسله څه مودې ددولت پرخلاف ښورښونه راپيل شوه . دپيل دليل ئي دانه وو چې تاسوښاغلي له يوه مقام نه گوښه  نوردروسپارل شوه  . که همدا اوس  ټول قدرت دنظار شوراته وسپارل شي که له يوې خوا دبهرنيانو همدا سياست اوغلطه ستراتيژي وي اوله بلې خوادبهرنيو هيوادپه  خلاص لاس مداخلې اولاس وهنې همدا حال به وي صاحبه !!!


ولي موهيرشوه شپږکاله پخوادخواجه غارله سمڅونه دکابل تر ارگه آمريکايانو ورسولاست ،نه ستاسوپه اصطلاح مجاهدينو. چې همد اوس دابهرنيان چي تاسوئي له هيوادڅخه دوتلو مسله  هم کله کله  دسياسي سوداگری او افغان ولس دغولونئ لپاره مطرح کوی  دڅوساعت لپاره له افغانستان څخه ووزي  اويااعلان وکړی چې تاسو افغانان خپله دولتي ستونزه حل کړئ  پدې باور لرم چي يومديريت  به لاهم  تر لاسه نشی کړاي . اوبيابه سمڅوته منډی وهۍ . دهغولپاره چي امتحان ئي ورکړئ په زور گوتی وهل دځان شرمول دی .


دنظار شورا له دغو خبرو اوگوت نيونوسره اوس افغانانواوبهرنيانو يوشان عادت کړی کله چې دوي دمجاهدينونوم اخلی اوله هغوي ددفاع خبره کوي هرڅوک پدې پوهېږي چې دوي دجميعت تنظيم اودپنجشيردنظارشورا يادوی . له هغه ورځی چي ښاغلي فهيم  ددفاع له وزارت  ،قانوني دکورنيو چارواوډاکتر عبدالله دبهرنيو چاروله وزارتونه گوښه شول ،دوي داتبليغات  پيل کړي چې مجاهدين له دولتي واک نه گوښه کېږي .


دټولوسره دا پوښتنه را پيدا کېږي چې  مجاهدين څوک دي؟ که دروسانوپه مقابل کې جگړه مطرح وي ،هلته خو ډيروخلکودبهرنی يرغل په مقابل کي په جگړه کې برخه درلوده ،په رښتياسره هغه عام ولس چې دجگړې قرباني شو هغوي مجاهدين وه . دا اوس خودهغوي پر قربانيواومړوسوداگری پيل ده .


رابه شودغې خبري ته چي له دولت څخه څوک گوښه شوی دي ،اودوي داخبره دچاپه اړه کوي .


دنظار شورا غواړي چې ددولتي واک لومړۍ مقام ددوي پلاس کې وي اودولتی ټول چارواکي ددوي په خوښه وټاکل شي .که داکار وشي دوي به خوښ وي ،خوسوله به  رانشي  . پدې ورستيو کې يوځل بيادنجيب الله دحاکميت دورستيو شپو او ورځوپه دود دهمدغوپه دولت کېدشاملوپه هدايت  دشمالي ولاياتو دمجاهدينوسراسری شورا جوړه شوه ،پر دولت ئې ورته نيوکی وکړې اوغواښ ئي وکړ چې که په دولت کې ددوي په اصطلاح مجاهدينوته لويه ونډه ورنکړه شي امنيت به خراب شي  دې مشر همدادامريکاتر راتگ ورسته دوروکې يو وزير وټاکل شو ،ځکه داښاغلي بېکاره شوی دي اويا اوس تر وزارت وژه څوکی لري  .دير ژر دغبرگون په توگه په ننگرهار کې ورته گونډه په ورته نامه يعني داځل بيادشرقي څلورو ولاياتو جهادي قوماندانانوغونډه وکژه طبعې ده چې دوي ته هم يوچا ويلي اويوچاسره راټول کړی دي  .زه خپله نه پوهېږم چې داخلک څه غواړي  ؟ زمادمعلوماتو له مخې په دواژو شوراگانو کې راټول شوی کسان عادي اوبيکاره کسان نه وه هريوه يوځل په لوژ څوکئ کار کړي داچې هغه دنده ئي سرته نشوه روسولاي، کرزی يابل هرڅوک چې و مجبور وداښاغلي له دې ځاينه بل مقام ته تبديل کړي  ،چي ورته دبې کفايتج له مخې تبديلي ويل کيږي  . نويوڅوک چې يوه دنده سرته ونشي رسولاي  اوولس ځيني ناراضه وي بل ځاي به څه وکړي  ،داډول تغير اوتبديل دخلکو نفس ورتنگ کړی اوښاغللی کرزی تهوايي بې کفايته دتل لپاره له کاره گوښه له يوه ځاي نه ئي بل ځاي ته مه تبديلوه . اوتر دې لاهم ترخه رشتيا سره ووايو نوهغه داچې  دښاغلي چې دجهادي قوماندانانوپه نامه دولتي څوکۍ غواړي دوي دتحصيل کومه ډگری لري  ؟؟؟ دوي چيري اوپه کومه عالي موسسه کښي ئي تحصيل کړي .دولتي واگې دنالوستو اوياپه جومات کې دليک  ليکلودزده کړی خاوندانوپلاس کښېوت چې اوس موږ نه کورنۍ اونه هم بهرنۍ دقيق  ،علمي اوسنجول شوی سياست لرو ،ترکاڼی دبيزوکارنه دی .هرسړی بايد دخپل استعداد اوپوهی له مخي په دولتی څوکیو وگمارل شي نه داچې پرون ئي په غروکې  څومره وژلي اوڅومره راکټونه ئي پر اوږ وفيرکړی دي  . کله چې فهيم وايي دوزارت مقام يو سياسي مقام دي گويا هغه په سياست پوهېږي بايد وزير وي خلک خاندي  ،داځکه چې سياست هم گورواني نه ده هغه هم علم دی اووزارت دمدريت  کولو مسلکی پوهی ته اړتيالري  ،که دحقوقوفارغ  دروغتيا وزير مقر ر شي  اويا يوسرباز ياډريور ددفاع وزير دوي به څنگه وکولاي شي داچي پر مخ بوزي  ؟؟؟


دولتي څوکۍ همدا اوس  دچاپلاس کې دي ؟ که دولتي واک ته يوه ځغلنده کتنه وکړونودابه راته څرگنده شي چې په ۷۵ په سلوکې دولتي واک دهغوپلاس کې دی چې په تنظيمو پوري تړلي وه اوځانوته دمجاهد لقب ورکوي  .دبېلگې په توگه له ولسمشر نه به ئي پيل کړو،دهغه  دوه مرستيالان  ،دپارلمان رئېس  ،دمشرانوجرگې رئيس  ،دپارلمان دکميسيو نور رئيسان ،مرستيالان  ،منشيان ،په دولت کې  يوشمير وزيران  ،معينان ، رئيسان ،په پارلمان کې ښه پوره شمير وکيلان اوسناتوران  ،په امنيتي وزارتونوکې جگپوړ ي  چارواکي او قوماندانان ،د ولاياتونو واليان ،مستوفيان ،دپوليسو اوفرقو قوماندانان  اونور داټول په زياته شميره  ځانونه مجاهدين بولي . خونه پوهېږم  چې دنظار شورا اوپه ځانگړې توگه دولسمشر لومړی مرستيال اوښاغلي فهيم ولي يوازي ځانونه مجاهدين بولي اوټول امتياز ځانوته غواړی ؟


داسې  څرگنديږي که  که نظار شوراى سل په سلو کې په قدرت کې وي نو مجاهدينو ته قدرت رسېدلى او کنه نو بيا مجاهدين له قدرت څخه بې برخې دي . ددې لپاره زمامشوره داده چې په راتلونکو انتخاباتو کې هريوچې غواړی  دجمهوري رياست مقام ته ځان کانديد کړی کله چې مودولس رايي خپلې کړې ،طبعې ده چي په دولت کې به نوروته ځواب ورکوئ هر څه به ستاسو خپل شي  . مگر دا خبره چي تاسو دمجاهدينو ملاتړی ياست اويا علا قه لري مجاهدين په دولت کې  لويه ونډه  ولري څوک درسره نه منې . دليل ئي دادۍ  چې  تاسو يوځل ازمويل شوی ياست  . که موپه ياد وي کله چې جنرال حميدگل ښاغلی مجددي صاحب مجبورکړ چې څوکۍ استاد رباني ته پرېږدي  ،لومړی خوبيادهغه توافق  له مخې چې رباني  مجددي صاحب ته ويل څوکی راپرېږده  ،استاد رباني  داڅوکۍ بل چاته نه خوشي کول  اوبله داچې دهمدې لعنتی څوکۍ پر سريوازي په کابل  تر ((۶۰)) زرو بېگنا دکابل ښاريانوستاسو اومجاهدينوتر منځ دقدرت دويش پر سر  خپل خوږ ژوند دلاسه ورکړ اودکابل ښکلی ښار پداسي کنډوالوبدل شوچې تر اوسه ندۍ ۍوړ شوی . که هرڅومره دامسله وڅېړو يوې پايلي ته رسېږو  چې دښاغلي  قسيم  فهيم ،احمد ضيا مسعود اودنظارشوراټوله غړي يوازي ځانونه مجاهدين بولي اويوازي ځانته دولتي قدرت غواړي  . اوکه رښتيا ووايوله کرزي نه خلکو ځکه مخ واړاوه چې ښاغلي فهيم ئي دمارشال په نوم ونوماوه اويائي  احمد ضيا مسعود ته دجمهور رئيس دمرستيال مقام ورکړ اوداسي نوري نه بخښونکی  تير وتنې .


که حقيقت ته ځير شو نو همدادنظار شوراى ده چې  مجاهدين نه پرېږدي  په قدرت کې سهم ولري ، همدوي دی چې له طالبانو اوددولت  له نورومخالفو  ډلو سره دپخلاينې  د خبرو اترودپيل سره مخالفت کوي . نه غواړي چې په افغانستان کي  داسي يوپراخ بنسټه دولت جوړ شي په کوم کښي چې ټول بېله کوم امتيازنه  دمسلکی استحقاق  اوپوهی له مخي په دولتی  قدرت کې برخه ولري .


که سړی ددوي خبروته دقيق ځير شي دوي پخپله په خپکوخبرو اوڅرگندونوکې داجوته وي  څرنگه چې موږ په دولت کې تردې لاهم برلاسي نه يو ځکه ددولت سره دمخالفت لمن پراخيږي اونا امنی زياتېږي يعني داچي دوي هم پدې کښي خپله معينه ونډه لري اويوشميرنور بياددي حالت ننداره کوي  .


دلته به راشوهغه  اساسي قانون ته چې دنظار شورائي په ليکلو اوتصويب  کې برلاسې وه . ددې اساسي  قانون  په شپږ پنځوسمه ماده کې راغلي : ((د اساسي قانون د حكمونو پيروي، د قوانينو اطاعت او دعامه نظم او امنيت ساتل د افغانستان د ټولو خلكو وجيبه ده . دقانون له حكمونو څخه بې خبرې عذر نه ګڼل كېږي .))


دوي تر اوسه هغه دنده چې اساسي قانون ورته سپارلې ده سرته نده رسولې اوهغه ئي ترپښو لاندي کړېده ،دداسي دولتي جگپوړوچارواکونه به دخدمت کومه هيله وشي . دابيچاره عسکر اوعادي وگړي امنيت ساتي مارشال ،دولسمشر مرستيال ،دپارلمان رئيس  اوټول په دولتي واک کښي شامل تنظيمونه دبې امنيتۍ ننداره کوي اودوي شعارونه ورکوی چي حالت به نور هم پسي خراب شي  . له ولسه هم نه شرمېږي او وايي موږ ته تردې  لانور ډير دولتي واک راکړی .داپدې معنا چي کله ټولواکا ن سواست بيابه امينت راولی  ،سره لدې چې ملت ډير پخوا لا له تاسو نه داهيله نه درلوده .


پاته برخه