کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / رزاق مامون او خوبولي رازونه

رزاق مامون او خوبولي رازونه

لیکوالي فقیري ده اولیکوال چې بیوزله دی نو ډیردنفس دښمن دی ، دلیکوال وړوکی اومهربانه زړه ددې جرات نه ورکوي چې معاملو ته لاس واچوي ځکه هم یې اروا چټلیږي اوهم په دې فن کې سپیڅلی وجدان ساتل پکاردي .


خوله بده مرغه اوس ټول قلموال داسې نه دي اوس ځینې خلک قلم ترټوپک توند چلوي اودبهلول دانا خبره کورونه پرې نړوي ،خو دپردیو خدمت وړیا نه ترسره کیږي داډله خلک دلویو مافیايي کړیو چوپړوهي ، جاسوسي کوي او هره لیکنه یې یوه جلاپروژه ده چې پردی ګټې تامینوي . یوه وروستي اثر( رازهاي خوابیده ) دې لیکنې ته اړایستی یم ، دادهغه چا دقلم کرښې دي چې تل یې انتقادي لیکنې کړې خوله بده شامته چې هدف یې هیڅ ځل سپیڅلی ،ملي اوولسي نه دی هرځل یوچا هڅولی اودیو تجرید شوي ټیم لپاره یې دڅوټنګو په بدل کې غاړه ماته کړې ده .


ښاغلی رزاق مامون یا احمد ارمان بې له شکه دشمالي ټلوالې دمدافع وکیل و خو ترقوماندانانو هوښیاردی چې په سپین میدان ځان له جنګسالارانو جلاګڼي . پنځه کاله وړاندې قسیم فهیم رزاق مامون ته امتیازي معاش ټاکلی و، په ده د دفتراوحاضری پابندي نه وه هرچیرته یې کارکولای شوخوپه دې شرط چې دشمال سالارانو رقیبان به راڅملوي . نوموړي له فهیم سره خپله پریکړه لږ وروسته ماته کړه اوبیا ایرانیانو دومره زیاتې پیسې ورکولې چې رزاق مامون یې په لګولو ستړی و ، دصدا اوسیما په دفترکې رزاق مامون ته یوه ورځ یوایراني دیپلومات ویلي و چې ته اوښاغلی سعد محسني د واحد هدف لپاره کارکوی نوولې له یوبل سره غاړه غړی نشی ، دغه مشورې نتیجه ورکړه اومامون له ازادۍ رادیو نه ګفتمان ته کډه وکړه .


دانووضاحت ته اړتیا نلري چې رزاق مامون به په طلوع تلویزیون کې دګفتمان خپرونې څومره منصف کوربه و . کله چې په سعد محسني سیاسي فشارزیات شو له رزاق مامون سره یې خپله لاره بیله کړه هغه یې له یوې نجلۍ سره چې غالبا ټول یې پیژنۍ له دفترنه وشاړه دبداخلاقۍ تورترسیاسي کشمکش ډیردرزاق مامون اوسعد د یارانې په پرې کیدوکې مرسته وکړه. ( رزاق مامون اوس هم هغه نجلۍ له ځان سره ګرځوي اودنادولتي تلویزیونو دکارکونکو ترمنځ دمامون په سیاره فاحشه خانه مشهوره ده ). زه د(رازهای خوابیده ) په هکله ډیرڅه نه وایم داکتاب چې هرڅوک لولي پوهیږي چې دټلوالې منشیانو څومره پکې خپل تبی ګډ کړی دی ، له املا نه نیولې ترنیټوپورې فاحشې جعل کارۍ دي چې که خپله لیکوال هم ادیتورشي نوپه خپلو تیروتنو په وخاندي . خوزمالپاره د رزاق مامون هدف اودنوي برید موخه دمکث وړ ده .


ظاهرا داوګړی ښایي دعوه لري چې دپاکستاني استخباراتو رازونه اودجاسوسۍ جالونه یې رسواکړل مګرپدې هرڅوک پوهیږي چې غوا توره پۍ یې سپینې ، اوس چې اسلامي کمونستان په یوه نوي ایتلاف کې سره راټول دي نو ددې ضرورت به خامخا لیدل کیږي چې یوبل ته ځانونه سپین کړي ، شمالي ټلواله باید ګلاب زوي علومي اویارانوته یې ډاډ ورکړي چې نه یوازې شوروي پرضد ندي جنګیدلي بلکې دکمونستانو اولوي معاملګرمسعود موخه دکمونستانو له هدفونوسره نغښتې وه .


 اوس چې دولسمشرپه اداره کې یودرجن جنګیالي نیم درځن ته راکمیږي دشمالي ټلوالې پاتې شونوته پکارده چې هرراز نادودو ته لاس واچوي . اوس دارواښاد ډاکترنجیب الله په مرګ بلاکلونه اوښتی خومیری بې وخته تود شوی دی ، که دوی په رښتیا دملي ګټو خوندیتوب غوښتی اوبیګانه پروري نه کوي نوتراوسه ښاغلی مامون چیرته و؟ رزاق مامون اوس په یوه داسې دولتي اداره کې په پټو پلانونو اودسیسو کارکوي چې دولسمشرکرزي ترږیره لاندې ده ، ددقیقو سرچینو په قول پاسنی یادشوی کتاب رزاق مامون دولسمشر دلومړي مرستیال احمدضیا مسعود په دفترکې لیکلی اوکمپوزکړی دی اوکه پلټنه وشي اوس به یې هم متن دمرستیال صیب په کمپیوټرکې ثبت وي .


داپدې مانا چې دولسمشرمرستیال دغسې ډیرې پروژې کارولې اونورې به هم په چل اوهنردرزاق مامون په څیرخلکوپه مرسته وکاروي . دمامون په مرسته ښاغلي ضیا مسعود ترننه ډیرملي شخصیتونه توهین کړل ، تردې وړاندې دمالیې وزیر ډاکترانورالحق احدي پسې هم مامون په کابل پریس کې سخت تبلیغاتي کمپاین وچلاوه ، بیا یې دپوهنې وزیر اوورپسې دکرهنې اوسنی وزیر ښاغلی رامین په درغلی تورن کړل چې هره لیکنه یې دبیا پلټنې پرمهال ثبوت نلري .


دسیاسي کړیو ترمنځ اوس دا اوازې هم خورا تودې دي چې شهنوازتڼی به دخپل مسلکي مهارت اوتجربې له مخې دولتي سیاست ته راګډ کړل شي که داسې وشي نودښاغلي ضیا مسعود ویره پرځای ده ځکه چې په عوض به یې خامخا یوجنګسالار ګوښه کیږي نو ټلوالې له وړاندې تابیا وکړه اوشهنوازتڼی یې هم له غرزي خواخوږي سره قضیې ته راګډ کړ. کلونه وروسته په کابل ښاروالۍ ددولت حاکمیت او دشمالي ټلوالې دحرام خورو ددرغلیو مخنیوی حتمي دداسې کشالو سبب کیدای شوای ، داد دولتي ټیم لپاره کومه داندیښنې خبره نده خوکه غرزی خواخوږی همت وکړي اودشمالي ټلوالې هغه رازونه له اسنادوسره ثابت کړي چې قسیم فهیم په شیرپورکې اته نمرې اویونس قانوني شپږنمرې ځمکه داولادونو په نومونو په خپلو امظا ګانوبرمته کړې ده . وروستۍ پوښتنه داده چې که رزاق مامون محکمې یاڅارنوالۍ ته احضارکړل شي دغه تورونه به څنګه سپینوي ؟ زما په باورډیرې داسې تیروتنې دي چې رزاق مامون به پخپل رنګ کې کوټ شي


 ۱ – که جعل کاري نه ده نودغه خوندي اسناد څرنګه ترلاسه شول ؟


۲ – ایا دافغانستان داستخباراتو اداره هم په دې دسیسه کې له مامون سره یولاس ده اوکه یولاس نوي نوڅرنګه رزاق مامون داسې محرمې دوسیې راایستی شي ، اوایا ښاغلي لیکوال به داستخباراتو دلوی ریاست نوراسناد نه وي غلاکړي ؟


 ۳ – که رزاق مامون په جعل کاری تورن شي نوهغه چا چې له خپل دولتي ځواک نه ناوړه استفاده کړې ایا بیا به هم دولسمشر مرستیال وي اودادولسمشر لپاره سرټیټی ندی چې خپل دښمنان په خپل کورکې ساتي ؟


 ۴ – ایا ولسمشرته دداسې یوه مرستیال ساتل غوره دی که شړل چې دخپل حکومت رازونه دخپل سیاسي قوت لپاره رسوا کوي ؟


 ۵ – ایا رزاق مامون ددې خبرې لپاره هم څه ثبوت لري چې په اسنادوکې یې ۱۳۶۸ کال ۱۳۸۶ لمریزلیکلی ، دغرزي خواخوږي نوم یې ګرزی خواخوګی لیکلی په امضا کې یې تیروتی اودمحکمې پوښتنې یې دراډیو دمرکې په بڼه داسې لیکلې کټ مټ لکه ده به چې دکوم سیاسي اپوزسیون له غړي سره کولې .


زه ( لیکوال ) درزاق مامون دابرید یوه سیاسي رسوایي ګڼم چې ترتورنوکسانو خپله پکې پوخ نښتی دی ، که مامون صیب دهیواد اوملت غم اخستی وي اودشمالي ټلوالې کرغیړنه څیره په سپین ټوکرنه پوښي نو هغه وخت چې دین محمد جرات دهوایي چلند وزیر ډاکترعبدالرحمان واژه دمامون خوله ولې پټه وه ، که دجنګسالارانو لپاره ایمان نه خواروي نو ایا حاجي عبدالقدیردشمالي ټلوالې له خواپه حقه ووژل شو؟، که داټولې یویو کتاب خبرې نه دي نو لږ ترلږه یوه لنډه لیکنه خواارزیدې چې ښاغلي مامون خپل رسالت ترسره کړی وای اوکه داسې نه وي زه له ټولو لیکوالو هیله کوم چې داسې غوړه مارلیکوالان ورټی داستاسو فن اوهنرته په سپکه ګوري داستاسو حیثیت له خاوروسره سموي اودا دیوې واحدې ، یوموټی اوپه ملي ارزښتونو ولاړې ټولنې لپاره ویروس دی .