کور / تازه خبرونه / هلمند:يو تن د پوليسو سره د خپلوئ په تور وژل سوئ

هلمند:يو تن د پوليسو سره د خپلوئ په تور وژل سوئ


طالب وسله والو په هلمند کې يو تن يې، د پوليس سره د خپلوي په تور وژلۍ


په هلمند ولايت کې د پوليسو چارواکو په وينا د مرغومي په  پنځمه يو شمير وسله والو طالبانو هغه وخت يو اولسي وګرۍ يي په ډزو وواژه . چي هغه د خپلي ښځې او کوچنيانو سره په ناعلي ولسوالي، په خشکاوي  په سيمه  کې د سيد پها الدين زيارت ته د تعويذ تر لاسه کولو له پاره راوان و.


محمدحسين ،،انډيوال ،، په هلمند کې  د امنيي قومندان لر او بر افغانستان ته يي وويل : وسله والو طالبانو يو تن ملکي يي په دي تور وژلي ، چي هغه  په نادعلي په ولسوالي کي د يوه پوليس سره يي د خپلوي اريکې درلودلي.


د انډيوال په قول : د طالب وسله والو ، دغه راز اعمال د پښتني دود ، او د اسلام  اصولو خلاف عمل دي .


خو طالب وياند قاري يوسف احمدي تر دا مهاله هيڅ ندي ويلي.