کور / اسلامي / كبيره ګناهونه (ترتيب او لنډيز: واعظي)

كبيره ګناهونه (ترتيب او لنډيز: واعظي)

كبيره ګناهونه هغه دي چي قران يا احاديثوعذاب، حد (شرعي سزا) اويا لعنت پرويلي وي. دټولوكبيره ګناهونو دوام كفرلازموي خو د ځينوكبيره ګناهونو يو وار كول هم كفردئ او هره كبيره ګناه ددوزخ دواجبيدولو سبب كيدائ سي. بايد يادونه وسي چي پرصغيره ګناهونو دوام هم كبيره ګناه ده !!!
 
۱. د خداي ج سره شريك نيول
۲. بيګناه مومن وژل


۳.  سحر او جادو كول


۴. قصد آ نمونځ قضا كول


۵. زكات نه وركول


۶. بيله عذره د رمضان د مياشتي روژه خوړل


۷. د قدرت په وخت كښي حج نه كول


۸. د موراو پلارسره  بدسلوك كول


۹. د مؤمنو دوستانوسره اړيكي پريښوول


۱۰.زنا كول


۱۱. لواطت كول


۱۲. سود خوړل


۱۳. ديتيم مال خوړل


۱۴. په خداي ج يا رسول ص پوري درواغ تړل


۱۵. د جهاد له ميدان څخه تيښته كول


۱۶. دحاكم لخوا پررعيت ظلم كول


۱۷. خودخواهي ،غروراوتكبركول


۱۸. ددرواغوشاهدي اداكول


۱۹. شراب څښل


۲۰. خمار كول


۲۱. پرپاك لمنوښځو د زنا تهمت لګول


۲۲. همسايه زهير ول


۲۳. غلا كول


۲۴. لاره وهل


۲۵. ناحقه قسم اخستل


۲۶. ظلم كول


۲۷. د مسلمانانو څخه ججه اخستل


۲۸. حرام مال خوړل


۲۹. ځان وژل


۳۰. درواغ ويل


۳۱. غير عادلانه قضاوت كول


۳۲. رشوت اخيستل


۳۳. پرمسلمان لعنت ويل


۳۴. يو چاته نسب پيغورول


۳۵. مسلمان د هغه د ښمن ته ښوول


۳۶. كالي او بدن د بولو څخه نه ساتل


۳۷. د شهرت لپاره عبادت او ښه كارونه كول


۳۸. په وزن او پيمانه كښي كمي كول


۳۹. په امانت كښي خيانت كول


۴۰. د نيكي وروسته پرچااحسان اچول


۴۱. قضا او قدردرواغ بلل


۴۲. د مسلمانانوپټ رازونه معلومول


۴۳. د مسلمانوپه منځ كښي فساد اچول
 ۴۴. نارينه د ښځي يا ښځه د نارينه په څير ځان جوړول
۴۵. دوعدي څخه مخالفت كول


۴۶. د نجومي اوكاهن غيبي ويناوي منل


۴۷. د ميړه څخه د ميرمني نافرماني كول


۴۸. پرديوال، كاغذ ،ډبره ،اوسپنه اونوروشيانو تصوير ليكل


۴۹. د تكليف په وخت كي په ځان حملي يا چغي اوناري وهل


۵۰. پر ميرمن او ترلاس لاندي كسانو باندي ظلم كول


۵۱. د كامل اسلامي حكومت پر ضد بغاوت كول


۵۲. د بيت المال ،غنيمت اوزكات په مال كي خيانت كول


۵۳. مسلمانان ازارول يا ښكنځل ورته كول


۵۴. د خداي ج دوستانوته ضرررسول


۵۵. د كبراوزينت لپاره پايڅي كښته كول (نارينه )


۵۶. سره زريا وريښم استعمالول (نارينه )


۵۷. د بادارڅخه د مريي تښتيدل


۵۸. د خداي ج د نامه څخه پرته دبل چاپه نامه ذبح كول


۵۹. د پلارڅخه پرته بل څوك نسبي پلاربلل


۶۰. حيرانوونكي خبري اوجنجالونه كول


۶۱. د خلگو څخه او به منع كول


۶۲. ديني علم ددنيوي ګټو لپاره حاصلول او علم پټول


۶۳. د خداي تعالي ج د عذاب او سزا څخه بيغمي كول


۶۴. د خداي تعالي ج درحمت څخه نااميدي كول


۶۵. بيله عذره د جماعت نمونځ پريښوول


۶۶. څوجمعي پرلپسي د جمعي نمونځ پريښوول


۶۷. په وصيت سره وارثانو ته نقصان رسول (پردي خلګ په ميراث شريكول)


۶۸. دهوكه اوچم كول


۶۹. درسول عليه السلام اصحاب رض په بدونومونوبلل


۷۰. دمسلمانانو په حال دهغوي د ښمنان خبرول


۷۱. په كورني كښي اخلاقي فساد زغمل (ديوثي)


۷۲. په ګناه اخته مؤمن كافر ، بي ايمانه ، دخداي دښمن يا خداي وهلي بلل


۷۳. دلارولوحي اونښي بدلول


۷۴. بدلاريوته خلګ بلل يا نا رواشيان جوړول اوعامول


۷۵. طلاقه سوي ښځه ترنكاح وروسته لمړي ميړه ته طلاقول


۷۶. حيوان د داغ په مرسته نښاني كول


۷۷. د سروياسپيونوزرولوښي استعمالول


۷۸. تهمت، غيبت، او بهتان ويل


۷۹. د مسجد اواسلامي مدرسي نړول


۸۰. د قران يادكړي ايتونه هيرول


۸۱. د خداي د ذات يا صفا توپرته په بل شي قسم اخيستل


۸۲. د خوراكي موادوپه ګراني خوشحاله كيدل


۸۳. كفري رواجونه خوښول


۸۴. حلال بد ياحرام ښه ګنل


۸۵. سازاورقص خوښول


۸۶. پر نصيحت د قدرت په خت كښي نصيحت نه كول 
 



دامام الحافظ شمس الدين محمد بن عثمان الذهبي دالكبائركتاب، داستادعبدالقدوس دهقان دپارسي ژباړي اوخلاصة المسائل څخه اخيستل سويدي.