کور / شعر / د ډېوړنډ کرښه

د ډېوړنډ کرښه

دادډېوړند په زور تپلې کرښه ځوان شاعر خالد هادي حيدري
دا د پښتون تر زړه وتلې کرښه
دا ورور له وروره بېلولای نشي
دا پښتنه مینه ویشلاې نشي
داد انګریز د نفاقونو لومه
دا د پنجاب د پلانونو لومه
چي یو وجود غوندي سړي بېلوي
څوک په غلجي او دراني بېلوي
زما په کور کي چي دا اور بلیږي
زما یتيمان چي کور په کور ژړیږي
زما پر سر چي دا بمونه اوري
زما جنازې چي لور په لوري درومي
څوک مي په نوم د ترهګر یادوي
څوک مي بې علمه ټول ټبر یادوي
څوک مي ویاړونه حماسې ورانوي
څوک مي د پلار نیکه شملې ورانوي
د ټولو جړ دی دا بدنامه کرښه
راځئ چي پاکه کړو تمامه کرښه
یو به کړو واړه لر او بر پښتانه
چي شي راټول پر یو ټغر پښتانه