تکړه ژورناليست عابد جان ځړوال په حق ورسېد

د لراوبر اداره | مې 1st, 2009


په ډيره خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړه چې دپژواک خبري اژانس دانګريزي ژبې تکړه اډيټر  عابدجان رځړوال  دڅلورڅلويښتو کلونو په عمر له دې نړۍ څخه تيره شپه په داسې حال کې سترګې پټې کړي چې کابل ته يي دسفر تابياکوله اودزړه دحملې له امله په حق ورسيد

تکړه ژورنالسيت رځړوال کوزې پښتونخوا اړوند دپېښور سره نژدې د چارسدې د سيمې د رځړو د مشهور کلي اوسېدونکى وو چې هم شاعر هم ليکوال اوهم تکړه ژورناليست وو .

نوموړي دپاکستان په مشورو ورځپاڼو لکه فرنټير پوسټ او نورو کې ډيره موده کار کړي اونوموړي دنيږدي يونيم کال راپديخوا  په کابل کې دپژواک خبري اژانس دانګريزي ژبې داډيتر په توګه دنده ترسره کوله .

د هغه جنازه نن د جمعې ورځ ( ۱ می ۲۰۰۹ ) په سيمه ايز وخت دولس بجې وشوه چې د کلي او شاوخوا سيمې د خلکو تر څنگ گڼ شمېر ليکوالانو، شاعرانو، ژورنالستانو، سياستپوهانو او يارانو دوستانو پکې گډون وکړ.

عابدجان رځړوال دښواخلاقو اوخوشحاله ژوند خاوندوو هميش به يي خوشحالي کوله له ملګرو يارانو سره الله دې ورته قبر روضه دجنت وګرځوي.

د لراوبر ويبپاڼي اداره  او همکاران د نوموړي د ناڅاپي مړيني له امله د زړه له کومي خواشيني څرګندوي ، پاک روح ته يې د لوی خدای له درباره د مغفرت دعا کوو او له ټولو کورنۍ او دوستانو ته يې د تسليت مراتب وړاندي کوو.

Copyright Larawbar 2007-2024