کور / ترخې خبري / د ايران دښمني له افغانستان سره (د سيد داود يعقوبي له خولې)

د ايران دښمني له افغانستان سره (د سيد داود يعقوبي له خولې)

ليکوال او ژورناليست سيد داود يعقوبي د نورو ډيرو افغانانو غوندي ايران ته کډوال سوی او هلته يې په بېلابېلو رسمي او غير رسمي چارو کي دنده ترسره کړې ده ، نوموړی اوس په افغانستان کي اوسيږي ، هم خپله يوه چاپي خپرونه لري او هم له نورو خپرونو سره په تخنيکي چارو کي همکاري کوي .

نوموړی وايي :



  •  په افغانستان کي بې شمېره کسان او کړۍ د ايران استخباراتي ادارو ته کار کوي خو په دې اوو کلونو کي د ايران يو جاسوس هم نه دی نيول سوی .


  • د ملي جبهې د غړو په ګډون ددولت لوړ رتبه چارواکي د ايران د استخباراتي کړيو په خدمت کي دي .


  • لا تر اوسه دوه زره افغان کډوال د ايران په امبار ځايونو ( تشنابونو ) کي ښخ دي او اطفايې هغوی تر اوسه نه دي را ايستلي .


  • ما په خپلو سترګو وليدل چي په ايران کي د افغانانولاسونه تړل سوي وو او شکنجه کېدله ، کله چي هغوی تږي وه او اوبه يې غوښتې ، د هغوی پر مخ بولي ( شاشې ) کېدلې .


  • د افغانستان دولت له دې هر څه خبر دی ، ما د زياتو پېښو اسناد ورته سپارلي دي خو دلته هم دولت د ايران طرفداره دی او هم ددولت اپوزيسون ، ځکه چي پيسې ورکوي .



د پورتنيو ناخوالو يوه بېلګه په لاندني ليک کي ولولئ چي د ايران د سفارت لخوا د افغانستان لوی څارنوال ته لېږلی دی او په پايله کي يې په ليک کي ياده سوې خپرونه بنده سوه او چلوونکی يې زنداني سو .

تبصره نسته

  1. وروڼو ژړسپی د چغال ورور دي تاسي کولاي سي ده ځينو اشخاصو داسي اعمالو ته ښه په غور وګوري ايا دا ده يو قوم نمايندګي کوي او که څنګه زه په پوره يقين سره وايم دلته ما يوه ويډيو تاسو ته وړراندي کړيده چه په ويډيو کي يو نامرده چه ځان دري زبان معرفي کوي پښتانه په ډيره بي شرمي په غلتو الفاظو يادوي هو رشتيا هم دا ده افغان کار ندي دا خامخا له يوي خوا وه دغسي ناځوا نمردانه عمل ته ګومارل شويدي خو افغانان په دغسي حرکاتو هيڅکله بايد باور وه نکړي او ددوښمن هغه پلان چه غواړي له افغانيستان دوهمه_ سوماليه _جوړه کي او خپل دزړه ارمان پوره کي مړه دي وي ټول هغه حيوانان چه ده افغانانو ده بيلتون په هيله ده شپي او ورځي انتظار باسي… ژوندي دي وي هغه خلګ چه ددوي ده ناځوانمردانه اعملو څخه پردي ليري کوي او شپه او ورځ يي ده افغانانو ده يوالي لپاره موټي را بډ وهلي او خپله څپيڅلی دنده په مخ بياي په درنښت بړيڅ پښتون