کور / تازه خبرونه / كابل: افغانستان او انګلستان د كركيټ لوبه وكړه

كابل: افغانستان او انګلستان د كركيټ لوبه وكړه

افغانستان په لومړي ځل د كركيټ په لوبه كي د يوه بهرنيو هيواد كوربه وو.
دغه لوبه د انګلستان د يوه مشهور كلب او د كابل د يوې لوبډلي ترمنځ چي د ملي لوبډلي پنځه غړي هم پكښي ولوبېدل ترسره سوه.
لوبه د امنيتي اندېښنو له كبله د آيساف قواوو په يوه ميدان كي له نندارچيانو پرته ترسره سوې، چي د افغانستان په ګټه پاى ته ورسېده.
د افغانستان د كركيټ د ملي لوبډلي غړى او پخوانى كپتان رئيس خان احمدزى وايي دوى ډېر خوشحاله دي چي په خپل هيواد كي د بهرنيو لوبغاړو سره لوبېږي، خو كاش چي دغه لوبه د نندارچيانو مخته ترسره سوې واى.