کور / تازه خبرونه / نيويارك: حاجي بشر نورزى په ابدي بند محكوم سو

نيويارك: حاجي بشر نورزى په ابدي بند محكوم سو



افغان سوداګر او پخوانى جهادي مشر حاجي بشر نورزى د نيويارك يوې محكمې په ابدي بند محكوم كړ.
ښاغلى بشر د طالبانو سره د مالي مرستو او نشيي توكو د قاچاق په تور په ۲۰۰۵ كال په نيويارك كي نيول سوى وو.
حاجي بشر د كندهار د ميوند ولسوالۍ اوسېدونكى دئ، چي د شورويانو پر ضد يې په وسله وال جهاد كي پراخه ونډه واخيسته.
نوموړى لومړنى جهادي قومندان وو چي په ۱۳۷۳ كال يې د طالبانو غورځنګ ته خپلي وسلې او يوه څرخكه الوتكه په واك كي وركړه.
ښاغلي بشر د طالبانو سره ښې او نيژدې اړيكي درلودې، خو په خپل شخصي كاروبار او تجارت مصروف وو.
نوموړى يو ځل په ۲۰۰۲ كال كي هم په كندهار د امريكايانو له خوا د طالبانو سره د مرستي په تور نيول سوى وو چي تر څو مياشتي بند او تحقيقاتو وروسته د كندهار د پخواني والي ګل آغا شيرزي په هلو ځلو خوشي سو.