کور / تازه خبرونه / خليلزداد ولسمشريزو ټاکنو ته ځان کانديدوي

خليلزداد ولسمشريزو ټاکنو ته ځان کانديدوي


د هغه د کانديدو لپاره په ننګرهار کې له خلکو څخه د کارت ټولونې هڅې روانې دي.


ولسمشريزو ټاکنو ته د افغاني الاصله امريکايي ډاکټر زلمي خليلزاد د کانديدو لپاره په ننګرهار کې د هغه د يوشمېر پلويانو لخوا ګرمې هڅې پيل شوي او په دې لړ کې له سلګونو خلکو څخه د کارت ټولولو چارې ترسره شوي دي.


د دغو ملاتړ رايو د راټولولو يوه مسئول شخص د نوم نه خپريدو په شرط نړۍ اونيزې ته وويل: (( زمونږ يو شمېر کسانو لکه د نورو کانديدانو د کمپاين کوونکو په شان خپلې هڅې چټکې کړي چې د لس زرو ضروري کارتونو په راټولولو خليلزاد ته د کانديدۍ زمينه مساعده کړو.))

په ننګرهار کې د يوې رسنۍ ژورنالست او د چارو څارونکي همايون حبيبي په دې اړه نړۍ ته وويل: (( زه هم له دا ډول هڅو څخه خبر شوى يم خو ماته د ارزښت وړ خبره نه ښکاري.))

حبيبي د خليلزاد سياسي پوهې ته د قايلوالي تر څنګ د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د هغه کانديدل ځکه ښه نه ګڼي چې امريکايي تابعيت  لرل او له افغاني ټولنې څخه د خليلزاد لرې والى په دې ټولنه کې د هغه د برياليتوب مخنيوى کوي.

د خليلزاد د کانديديدو خبر نړۍ په داسې مهال تر لاسه کوي چې څه موده وړاندې هغه په يوه مرکه کې د خپلې کانديدۍ احتمال رد کړى و خو ترې وروسته په دوبۍ کې د يو شمېر امريکا ته نېږدې سياستوالو د غونډې په رابللو د يو شمېر شنونکو لخوا دا نظر رامنځته شو چې خليلزاد ښايي ټاکنو ته کانديدشي خو د ټاکنو په پيل سره به په ياده غونډه کې د يوه برخوال کانديد په ګټه له کانديدۍ لاس واخلي.

د يادونې وړده چې په ننګرهار کې د خليلزاد په ملاتړ د دې ملاتړ پاڼو تر چمتووالي وړاندې د يو شمېر کسانو لخوا له خليلزاده د کانديدو  په غوښتنه يوه غونډه هم رابلل شوې وه خو د برخوالو لخوا په دې تحريم او خرابه کړاى شوه چې په وينا يې په کوم بل نوم غونډې ته بلل شوي  و او دوى د خليلزاد د کانديدۍ ملاتړ نه کوي .


تر دې وړاندي په هلمند ، کندهار ، زابل ، کابل او يو شمېر نورو ولايتونو کي هم د زلمي خليلزاد لپاره د ذهنيتونو جوړولو هڅي پيل سوي دي ، د زلمي خليلزاد لپاره انتخاباتي کمپاين لپاره د جهادي شخصيتونو تر څنګ يو شمېر  پخواني کمونسټ پلوه افغانان هم په هڅو بوخت دي ، د پخواني خلق دموکراتيک ګوند يوه لوړ رتبه کارکوونکي لراوبر ته د نوم پټ ساتلو په شرط وويل ( که څه هم خليلزاد د بن دکنفرانس موسس ګڼل کېږي ، مګر په اوسنيو کانديدانو کي تر نورو ځکه غوره دی چي قاطع پريکړه به کوي او د امريکې مستقيمه همکاري به ورسره مله وي .