کور / تازه خبرونه / ايتلافي ځواکونو په ارزګان کي ۱۵۰ تنه وژلي

ايتلافي ځواکونو په ارزګان کي ۱۵۰ تنه وژلي

د امريکا په مشري ايتلاف ځواکونه وايي : د تيرو دري ورځو په لر کې د ارزګان ولايت په چهارچينو ولسوالي کې ١٥٠ تنه طالب جګيالي وژلي دي .


د ايتلاف ځواکونو په خپري شوي خبر پاڼي کې ويل شوي دي ، افغان او ايتلاف ځواکونو د ارزګان ولايت په چهارچينو کي د دوآب او دوسنګ په سيمو کې  طالپ وسله والو پر ضد چاڼيز عمليات يي دري ورځي مخکې پيل کري، دطالپ جګياليو پټنځايونه بمبار شوي ، تر ١٥٠ زيات جنګيالي وژل شوي ، د طالبانو يو شمير وسلي او د مهماتو يوه زيرمه، په عملياتوکې ښکېلو ځواکونو لاسته ورغلي، او پوځي عمليات اوس هم روان دي .


      خو جمعه ګل همت لر او بر افغانستان ته يي د عمليا تو په اره وويل: ،،په وژل شو کسانو کې دري سيميز طالب قومندانان هم شامل دي ،، د همت په وينا يو زيات شمير طالبان ، د موسي قلعه څخه چهارچينو ته راغلي وو.


      د طا لبانو  نطاق قاري يوسف احمدي  تر اوسه پوري يي خبري رسنيو ته د چهارچينو په ولسوالي کې طالب جنګياليو ته د مرګ ژوبلي په اره  څه نه دي ويلي